|
يوه ماڼۍ او زردريڅې: رباب | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
فياض او سهيلا دلالوماما (د ماڼۍ ټوکمار) دليدو له پاره د زرو دريڅولرونکې ماڼۍ ته ورځي. هغوى لالو ماما ته بادام سوغات راوړي دي، داچې څوک به بادام لالوماماته ورکوي، دواړه په دعوو بوخت دي. کله چې د ماڼۍ انګړ ته داخليږي، د ساز زړه راښکونکى غږ يې پاملرنه. ځانته وراړوي؛ هرڅومره چې نيژدې ورځي، د سازدغږخوند لاپسې زياتيږي. وروسته له څوشېبولالو ماما مومي، او له هغه سره تر روغبړ وروسته د ماڼۍ دهليزونو ته ورننوځي. د سازهغه آواز، چې د دوى زړونه يې وړي وو، دماڼۍ له يوې خونې څخه راځي. سهيلا د لالوماماڅخه د موسيقي د دې آلې د نامه پوښتنه کوي. لالو ماما يوې خونې ته اشاره کوي او وايي: ((په دې خونه کې يو شمير سازيان تمرين کوي، ځکه چې نن شپه د ماڼۍ پاچا يوه بل پاچا ته ميلمستا کړې ده د موسيقي دغه آله چې تاسې يې غږ اورئ، رباب نوميږي.)) ميلمانه د رباب په هکله د لالوماما سره په خبروبوخت وي، او په دې هکله له هغه څخه پوښتنې کوي. لالوماماله وخت څخه په ګټې اخيستنې، هغوى ته په دې هکله يوه دريڅه پرانيزي.. په دريڅه کې فياض، سهيلا او لالوماما د ماڼۍ خبريال ويني چې د موسيقي ټولګي ته تللى دى.خبريال د موسيقي د بيلابيلو آلاتوپه هکله خبرې کوي چې دټولو پام يې ځانته وراړولى دى. هغه د رباب په هکله وايي، چې د افغاني موسيقۍ يوه مشهوره آله ده. په دې ټولګي (صنف) کې يو شمير هلکان راټول شوي، چې په وار سره رباب وهي .
د تمرين په پاى کې دهغوى د موسيقي ښوونکى راځي او ورته وايي چې د رباب په هکله يې پوره مالومات ترلاسه کړي او له شاګردانو غواړي چې په دې اړوند خپلې هر راز پوښتنې له هغه څخه وکړي. خو په پيل کې له خپل يوه شاګرد، مسعود څخه غواړي چې يوه شېبه رباب وغږوي. مسعود هم رباب په ځنګون ږدي او په وهلو يې پيل کوي او د ګوتوپه موزونو حرکاتو د رباب له مزوغږونه باسي. مسعود درباب په غږولود خپلوليدونکو پاملرنه ځانته وراړولې ده. ټول د هغه د ګوتو موزون او تيزحرکات تعقيبوي. کله چې د هغه د رباب وهل پاى ته رسيږي، ناست کسان ورته چک چکې کوي اوشاباسې ورباندې وايي. خبريال د ښوونکي خبروته په اشارې پوښتي چې رباب زياتره د افغانستان په کومولايتونو کې زيات رواج لري؟ نوموړى د کندهار، لوګر، پکتيا، پکتيکا، کابل او ځينو نورو ولايتونو نومونه اخلي چې رباب پکې په بيلابيلو ډولونو غږوي. د ساري په توګه په پکتيا کې رباب د موسيقي له نوروآلولکه: شپيلۍ، آرمونيه، ډول، سرنى، او طبلې سره غږوي. خو په ځينو پښتني سيمو کې رباب له منګي سره يوځاى غږوي. خبريال له ښوونکي څخه د رباب د ډولونو په هکله پوښتي. ښوونکى وايي: (( څېړنو ښودلې چې په ختيځ (دمنځني ختيځ په هيوادونو کې) د رباب اووه بيلابيل ډولونه شته دى. د رباب ډولونه
د موسيقي ښوونکى د خپلو خبروپه دوام وايي چې رباب نه يوازې په افغانستان کې غږول کيږي، بلکې په هند، پاکستان او ايران کې هم رواج لري. خبريال درباب سره د شاعرانو د مينې په هکله پوښتي. ښوونکى د خبريال دخبروپه تاييد وايي : ( ( ځينو شاعرانو د رباب په تړاو شعرونه هم ويلي او په دې برخه کې کيسې هم شته دى چې دآدم خان رباب د آدم خان او درخانۍ په کيسه کې زيات مشهور دى.)) د استاد اوخبريال د خبروپه پاى ته رسيدو سره يوځل بيا د رباب وهلو تمرين پيل کيږي او له دې سره جوخت دريڅه هم تړل کيږي ، لالو ماماد سهيلااوفياض سره د رباب په هکله ترلاسه شوي مالومات تکراروي. سهيلا د موسيقي د ځينو نورو آلوپه هکله وايي، چې درباب سره زيات ورته والى لري. وروسته بيا د تنبور، سه تار، دوتار او غيچک او داسې نورويادونه کوي، چې له رباب سره ډير کم توپير لري.. لالو ماما دخپلو ميلمنو سره په خبرو اترو بوخت دى او د موسيقي ځينې آلې خپلو ميلمنوته ورښييږ په دې وخت کې د ماڼۍ يو خدمتګار راځي او لالوماماته وايي چې د ماڼۍ داخل ته يې غوښتى دى. لالوماما ميلمنو ته يوه بله دريڅه پرانيزي او خپله د پاچا حضور ته ورځي. |
بهرنۍ پاڼې بي بي سي د بهرنيو اېنټرنېټ پاڼو د محتوا مسووليت په غاړه نه اخلي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||