BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 17:19 گرينويچ 2007 ,28 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
يوه ماڼۍ او زردريڅې : نوروز او ځوانکيان
 نوروز او ځوانکيان

پسرلنى شمال لګيږي. نوي کال(نوروز) په راتلو کې دى. ګلالۍ او ميرويس دوه ځوانکيان د لالوماما(دماڼۍ توکمار) ليدوته د زرودريڅولرونکې ماڼۍ ته ورځي.

له باران سره يو ځاى دژمي دشپوورځو دوروستۍ واورۍ اوريدل د پسرلي دراتلوزيرى ورکوي. کله چې ميرويس د خپلې خور سره ماڼۍ ته نيژدې کيږي،دزيات ميرکارکوونکو تګ راتګ د هغوى پاملرنه ځانته وراړوي.

دواړه ميلمانه دکارکوونکودګڼې ګوڼې په منځ کې دلالوماما په لټه کې دي، چې يو آشنا غږ يې دسندروپه ويلو ځانته پاملرنه ور اړوي. ميلمانه دلالو ماما سره روغبړکوي.

نوروز
نوروز
 دکال په لومړۍ ورځ يو زيات شمېر خلک مزارشريف ته د حضرت على (ک ) زيارت ته ورځي اودګل سرخ په ميله ګډون کوي.
خبريال

لالوماما خپل ميلمانه د ماڼۍ دهليزونوته وردننه کوي.ګلالۍ ددومره زياتوکارکوونکو په هکله له لالوماماڅخه پوښتي. لالو ماما وايي چې په ماڼۍ کې دنوي کال د رارسيدود ښې نمانځنې له پاره تيارى نيسي.

وروسته بيا لالوماما او ځوانکيان دنوروزدنمانځنې د ترتيباتو او په نوروز کې دخلکودرسم او رواج په هکله خبرې کوي. ګلالى وايي ، چې هغوى دنوروز څخه يوه اوونۍ مخکې کورپاکوي اورنګوي يې اودکوټې ځينې سامانونه نوي کوي.

مشران يې د کورنۍ نوروغړو ته سوغاتونه او نوې جامې اخلي. هفت ميوه او هفت سين(اووه ډوله خواړه چې په پيل کې سين راځي) تياروي. ميرويس وايي : ((ددې برسېره مونږ ونې کرو او هغه دسرسبزۍ په نيت په نيک شګون نيسو.))

لالو ماما وايي چې د نوروز د نمانځنې په هکله ډيرې افسانې شته، خو ښه به داوي چې يوه دريڅه پرانيزو او هلته له ځوانکيانو څخه د نوروزدرسم او رواج په هکله يو څه واورو.

دريڅه

ګلالۍ ،ميرويس او لالو ماما په دريڅه کې دماڼۍ خبريال ويني، چې دځوانکيانو په منځ کې ولاړ دى اودنوروز د ورځې په هکله د هغوې سره په خبرواترو بوخت دى. دهغوى له منځ څخه يو هلک وايي: (( مونږ د نوي کال په لومړۍ شپه سابه او وريجې پخوو.کبان ،جلبۍ،ترکاري، او تازه ميوې په دسترخوان تياروواوټول له دعاوروسته په ګډه ډوډۍ خورو.))

ځينې نور بيا د اوو ډولو ميوو(هفت ميوه) يادونه کوي چې اووه ډوله وچه ميوه لمدوي؛ دخپلو،خپلوانو کره ځي؛ يوبل ته سوغاتونه ورکوي؛ نوې جامې اغوندي؛شنوځايونو ،بڼونواو زيارتونوته د ميلې له پاره ځي،چې دکال ترپايه خوښ او خوشاله واوسي.

وروسته بيا خبريال د کب اوجلبيوخرڅوونکي ددوکان ترڅنګ ورځي او وايي چې دخلکو ډيره ګڼه ګوڼه ده. يوه نجلۍ وايي چې هغه د خپل ورور دکوژدې (نامزدې) له پاره کبان او جلبۍ اخلي.

يوه ميرمن بيا وايي : (( مونږ دنوروز برخه کې پريوې غنچې ګلانواود سروزروپه يوې ګوتې سربيره،يوه يادوه جوړې جامې ،دبوټانو،دستکول اودسينګاردټول سامان سره؛ وچه اوتازه ميوه؛کيک او کلچې؛ نکريزې اوشمعې اخلو په سندروويلو اودايره وهلو دکوژدې کورته ورځو.

دنجلۍ کورنۍ بيا له دې برخې څخه يوه اندازه خپلوګاونډيانواو خپلوانو ته ورکوي او ددې ترڅنګ نوې جامې،بوټان،خجورې،ايشيدلې هګۍاو دې ورته نوروشيان دهلک(دنجلۍ نامزاد) کورته ورليږي.))

نوروز
نوروز
 سره له دې چې دنوروز په هکله ډيرې افسانې شته ،خودنوروز نمانځنه دپېړيو،پېړيو راپديخوانمانځل کيده چې وروسته يې يو څه مذهبې بڼه خپله کړه
سرمحقق استاد حبيب الله رفيع

خبريال زياتوي چې دکال په لومړۍ ورځ يو زيات شمېر خلک مزارشريف ته د حضرت على (ک ) زيارت ته ورځي اودګل سرخ په ميله کې،چې څلويښت ورځې دوام مومي، ګډون کوي.

دنوروز نمانځنه له يوه ولايت څخه بل ولايت ته توپيرلري. دهيواد په ختيځو سيموکې خلک د نارنج دګل په ميلو اوپه جنوبي برخو کې بيا دمشاعرودغونډوپه جوړولو نوروز نمانځي.

داچې دا ورځ له څه وخته راپدې خوا نمانځل کيږي.،سرمحقق استاد حبيب الله رفيع وايي : (( سره له دې چې دنوروز په هکله ډيرې افسانې شته ،خودنوروز نمانځنه دپېړيو،پېړيو راپديخوانمانځل کيده چې وروسته يې يو څه مذهبې بڼه خپله کړه.

تردې چې دخلکوعمر شميرنه اوکليزه(جنتري) اودڅلوروفصلونوبدليدنه هم دنوې کال له لومړۍ ورځې څخه وټاکل شوه.داچې دپسرلي له لومړۍ ورځې څخه خلک په کښت اوکار پيل کوي، او ياهم د خپلو خواريوپايله ويني ،نو ويلي شو چې نوروز اقتصادى ارزښت هم لري.))

خبريال په دې ورځ د وز لوبې(بزکشۍ) او دې ورته نورولوبودکيدو يادونه هم کوي.په پاى کې خبريال ديوشمير ماشومانوڅنګ ته ورځي،چې ګيډۍ،ګيډۍ ګلان يې پلورنکې له پاره راوړي دي. ددې سره دريڅه هم تړل کيږي.

ميلمانه دنوي کال دورځې دميلمستياوو او ترتيباتو په هکله په خبرو بوخت دي او لالو ماما ورته وايي چې د نوى لمريز کال کليزه هم دنوروز له لومړۍ ورځې پيل کيږي. وروسته بيا لالوماما خپلو ميلمنو ته د نيالګيودکېنولوپه هکله يوه بله دريڅه پرانيزي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>