|
يوه ماڼۍ او زردريڅې: بايسکل | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
رڼا او اميد پر بايسکل باندې د ماڼۍ په لور روان دي. اميد غواړي چې هر څه ژر ماڼۍ ته ورسيږي ، ځکه چې لالو ماما ورته په تمه دى. اميد خپل بايسکل په ډيره بيړه ځغلوي ، رڼا له ډيرې ويرې خپلې سترګې پټې کړي دي. هغوى وروسته له ډيرې لارې وهلو ماڼۍ ته ورسيدل ، چېرې چې لالو ماما يې د ورتلو په هيله دى. کله چې دقصر حويلۍ ته رسيږي ، ګوري چې لالو ماما هم په بايسکل باندې د ګلانو په منځ کې چکرې وهي ، د بايسکل زنګونه شرنګوي او ورسره سندرې هم زمزمه کوي. رڼا او اميد د لالو ماما په ليدلو ډيرخوښيږي او خاندي.کله چې لالو ماما خپل ميلمانه ويني له بايسکل څخه کوزيږي او دميلمنو په لور ورځي. له روغبړ وروسته لالو ماما د ميلمنو د ناوخته راتګ علت پوښتي.
اميد د خپل ناوخته راتګ علت له قصر څخه د کور ليري والى ښيي.رڼا وايي که بايسکل نه واى دهغوى راتګ هم ماڼۍ ته ستونزمن و.لالو ماما په داسې حال کې چې خپلو ميلمنو سره ماڼۍ ته ور دننه کيږي د هغوى د بايسکل ډيره ستاينه هم کوي. اميد ويره څرګندوي چې بايسکل يې د ماڼۍ له حويلۍ څخه ورک نه شي. لالو خاندي او ميلمنو ته ډاډ ورکوي چې څه د لارې سر خو نه دى ، آخر د پاچا ماڼۍ ده. دبايسکل په هکله ددوى خبرې ددې موجب کيږي چې لالو ماما دبايسکل په هکله يوه دريڅه پرانيزي. دريڅه په دريڅه کې دوه انډيوالان، هارون او انور ،ښکاري چې دخپل کلي د بايسکل ځغلولوپه لوبه کې د ګډون لپاره تيارى نيسي . له يوې شيبې وروسته دواړه په يوه ګوښه کې کښيني اود بايسکل ، باسيکل ځغلولو او د هغه د اختراع په هکله غږيږي چې په دې وخت کې حکيم بابا له کوم لوري راپېښيږي. ماشومان دحکيم بابا په ليدو خوښيږي او دهغه څنګ ته ورځي. له روغبړ وروسته حکيم بابا د دوى د خبرو د موضوع په هکله پوښتي. انور وايي چې هغوى د بايسکل په هکله غږېدل ، چې بايسکل کله منځته راغلى او چا اختراع کړى؟ حکيم بابا خپل لاس په امسا ږدى او ډير ليري وختونه په ذهن کې را ژوندي کوي،بيا دواړو نوو زلميانو ته وايي:(( بايسکل له نن څخه (١٥٠) کاله وړاندې د ١٨٥٥کال ددسمبر په ١٢ نېټه اختراع شو، خوپه ياد ولرئ چې د هغه وخت بايسکل د نن ورځې له بايسکل سره توپير درلود، او هم بايسکل يوه تن نه دى اختراع کړى.)) ماشومان په حيرانتيا پوښتي : (( نوڅرنګه اختراع شو؟ )) حکيم بابا وايي چې د پوهانو يوه ډله وروسته له زياتو څېړنو دبايسکل دډير لومړني شکل په جوړلو بريالۍ شوه.
هارون په دې هکله د زياتو مالوماتو غوښتنه کوي ، حکيم بابازياتوي : (( د ننۍ ورځې د بايسکل په بڼه ددوو ټايرونولرونکى بايسکل يو فرانسوي صنعتګر چې ارنست ميشو نوميده اختراع کړ، چې دا بايسکل له لرګي څخه جوړ شوى و او يواځې په هوارو ځمکو کې ترې ګټه اختستل کيداى شوه. وروسته بيا نوموړي خپل بايسکل د اوسپنيز بايسکل په بڼه بدل او سکاټلنډي مک ميلن هغه ته زنځير ، رکاب ، زين او پايډل جوړ کړل. حکيم بابا زياتوي : (( خو پوهانو په دې باندې بسنه ونکړه او دبايسکل د بڼې او ډول په بدلولو کې يې زياتې تجربې وکړي او د بايسکل په شکل او ساختمان کې يې هم بدلونونه رامنځته کړل . )) هارون د بايسکل د ډولونو په هکله پوښتي ، حکيم بابا وايي چې له هغې ورځې بيا تر ننه پورې د بايسکل بيلابيل ډولونه بازار ته وړاندې شوي دي . هغه بايسکلونه چې نن ورځ د واټونوپر سر ترې ګټه اخيستل کيږي د کراس يا چينايي بايسکل په نامه ياديږي. بل ډول يې سپورتي بايسکلونه دي چې په سياليو کې ترې کار اخلي چې د چينايي بايسکلونو سره لږ څه توپير لري. او بل ډول هغه بايسکلونه دي چې د تفريح او سرکس په لوبو کې ترې ګټه اخيستل کيږي.البته د ماشومانو بايسکلونه هم د بايسکل يو ډول دى. انور په حيرانتيا وايي چې تر اوسه په دې نه پوهيده چې په کومو نومونوڅو ډوله بايسکلونه موجود دي . حکيم بابا وايي چې دهغه (هارون ) بايسکل سپورتي اودانور عادي بايسکل دي.
د بايسکل د زده کړې په هکله حکيم بابا نوو ځوانانو ته توصيه کوي ، چې بايسکل چلول دې په عادي بايسکلونو زده کړي او هم دې د بايسکل په چلولو اود بايسکل په سيالوکې د ځغاستې پر مهال له ډير احتياط څخه کار واخلي، په غير له هغې به له ډيرو خطرونو سره مخ شي. د حکيم بابا په خبرو دريڅه هم تړل کيږي. ميلمانه ( رعنا او اميد) هغه مالومات چې د بايسکل د اختراع، ودې او ډولونو په هکله يې له حکيم بابا څخه زده کړي وو له لالو ماما سره شريکوي. لالو ماما د بايسکلونو د بيلابيلو ډولونو تصويرونه ميلمنو ته ښي. د اميد سپورتي بايسکل ډير خوښيږي او دسپورتي تمرينونو په هکله له لالو ماما څخه د يوې بلې دريڅې د پرانيستلو غوښتنه کوي. | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||