BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 11:07 گرينويچ 2007 ,25 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د بنجاري خورجين : بادام

بادام
بادام د افغانستان يو مهم پيداوار دی ،چې بهرنيو هېوا دونو ته هم لېږل كيږ ي
سردار کريمې ته څودانې بادام ورکوي. کريمه تر مننې وروسته پوښتي ، چې دا بادام يې له کومه کړل؟ سردار وايي، چې نيکه يې له زابل ولايت څخه ورته راوړي دي.

کريمه وايي، چې کاشکې دا بوټی دوی هم کرلی وای. سردار په خندا څرګندوي، چې بادام په بوټو کې نه کيږي .

په دې وخت کې بنجاره رارسيږي او تر روغبړ وروسته کريمه څرګندوي ، چې سردار وايي، بادام په بوټي کې نه کيږي.

سردار پر خپله خبره ټينګار کوي او زياتوي چې ،بادام ونې لري او بنجاره يې هم تاييدوي .کريمه پوښتي،چې بادام څه ډول ونه ده ؟

سردار څرګندوي ،چې کله دی زابل ته د ترور کره تللی و ، نوهلته يې د بادامو ونې وليدلې، ونې يې د انارو تر ونو لږې غټې د ي .

بنجاره وايي،چې بادام ونې لري، د پاڼو اندازه يې د سنځلو له پاڼو سره تقريبا برابره او رنګ يې پيکه زرغون دی.

سرداريې د ګلانو رنګ سپين ، پوټکی يې سوربخن اودځنګلي بادامو ونې تر کورنيو بادامولويې بولي.

وروسته کريمه دا معلومات تکراروي , بنجاره دواړوته يوه يوه لپه بادام تـحفه ورکوي او بلې کوڅې ته ځي .

 د بادامو ګل
 بادام ونې لري ، د انارو تر ونو لږې غټې دي او د پاڼو اندازه يې د سنځلو له پاڼو سره تقريبا برابره ده .
بنجاره ما ما

وحيد له خپلې خور شريفې پوښتي, چې ماما يې پخوا لس ميږې لرلې، اوس څو پاتي دي ؟ شريفه وايي چې زه نو څه خبره يمه چې ،کمې شوي او که ډېرې شوي دي ؟

په دې وخت کې بنجاره راځي . تر روغبړ وروسته له موضوع خبريږي او وايي،چې اوس زه له تاسې يوه پوښتنه کوم.

بنجاره پوښتي ,چې د يو سړي پنځه ميږې وې ، يوه يې پړانګ وخوړله او بله ورکه شوه. اوس نو تاسي وواياست، چې ددغه سړي څو ميږې وې؟

يو ماشوم ژر وايي،چې درې مېږې وې،خوډاډه نه وي ،چې دغه ځواب به سم وي ، پوښتنه بيا تکراروي. بل ماشوم هم د درې ځواب سم ګڼي . خوبنجاره بيا هم ځواب ناسم ګڼي .

وروسته ديوه ماشوم پام کيږي ،چې هغه خوپه پای کې وايي ،چې دسړي څوميږې وې ، نه وايي چې څودي ،دغه ماشوم ژر سم ځواب ورکوي او وايي چې د سړي پنځه ميږې وې .

بل ماشوم څرګندوي چې (وې) خو پخوا وخت ته راځي ،چې ميږې پوره وې .بنجاره هغوی ستايي ،چې د (وې ) او (دي ) ترمنځ فرق ته متوجه شول .

ماشومان يې مني اوبنجاره بلې کوڅې ته ځي. په بله کوڅه کې خيبر او وږمه خاندي . وږمه د خيبر د ټوکې ستاينه کوي .

په دې وخت کې بنجاره راځي او دخندا لامل پوښتي .خيبر څرګندوي، چې ټوکې ته مو خندل . وږمه خيبر ته کلکيږي چې بنجاري ماما ته هم هماغه ټوکه ووايه .

خيبر يې مني او وايي ،چې يوه شپه يوغل په سپورتي جاموکې د يو چا کورته ور واوښت اوهلته يې يو ډېر ښه تلويزيون وليد، ويل چې دا خوهسي هم زما دی خووبه ګورم چې کارکوي که نه؟

مىږې
د جمع لنډې طريقې ته ضرب وايي

تلويزيون يې چالان کړ، هلته د فوټبال لوبه روانه وه او دی دفوټبال ډېر شوقي هم و. غل ارام ټلويزيون ته کېناست. په دې وخت کې د کور خاوند راغی او په قار يې وويل ،چې ته څوک يې اودلته څه کوې ؟

غل وارخطا شو، ژر يې وويل ،چې زه فوټبالر يم ،ريفري له ميدانه ايستلی يم . ددې ټوکې تر ويلو وروسته بنجاره بل کلي ته ځي .

په دې کلي کې غفار نازيې ته خپلې نوې کوترې ښيي، چې پر بام ناستې وي . نازيه يې د تعداد پوښتي .غفار د مشر ورور له قوله وايي، چې لس جوړې دي.نازيه نه پوهيږي ،چې دا نو څودانې شوې ؟

غفار وايي، چې جوړې جوړې خو د دوو په ضرب زباني ويلو پيداکيږي . ماشومان د دووضرب زباني وايي او تر شپږو پوري جوړې پيدا کوي ،خو په دوه ضرب اووه کې د دواړو اختلاف وي، چې څو کيږي؟

په دې وخت کې بنجاره راځي او د موضوع تر خبرېدو وروسته له هغوی غواړي ،چې په دوولسو دوه ګوتې دپاسه وشمېري ،.ماشومان په دې ډول تر(دوه ضرب لس )پيداکوي چې شل کوترې کيږي .

وروسته هر يو بې له ګوتو قاتولو د دوو ضرب زباني تر (دوه ضرب لس ) سم وايي . بنجاره هغوی ستايي او غفار ته موټرګی او نازيې ته د لوبو واړه پلاستيکي لوښي ورکوي.

تردې وروسته بنجاره وايي ،چې همدا ضرب زباني له خپلو نورو ملګرو سره هم وواياست، وګورئ چې د هغوی تر کومه ځايه زده ده. ماشومان يې مني او بنجاري د خدای په اماني کوي.

د بنجاري خورجين: هفت ميوهد بنجاري خورجين
هفت ميوه
خبرې کوونکى سوىد بنجاري خورجين
خبرې کوونکى سوى
د بنجاري خورجين: سمنکد بنجاري خورجين
سمنک
د بنجاري خورجين: ماشومان او اخترىد بنجاري خورجين
ماشومان او اخترى
د بنجاري خورجين: آلوبخاراد بنجاري خورجين
آلوبخارا
بهرنۍ پاڼې
بي بي سي د بهرنيو اېنټرنېټ پاڼو د محتوا مسووليت په غاړه نه اخلي
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>