BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 16:57 گرينويچ 2007 ,28 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د بنجاري خورجين: سمنک
د بنجاري خورجين: سمنک
ستارې او سپوږمۍ خپلې خورلڼې د سمنک خوړلو ته رابللې دي

نوروز په ډيرې خوښۍ ونماځل شو. نوى کال د ښه فال په نيولو او خوشاله ژوندکولو په هيله پيل شو. تراوسه پورې لادماشومانو د نوي کال دورځې(نوورز)سوغاتونه او خوښۍ نه دي هيرې شوي.

يو ماشوم دنورزدورځې دلوبوکيسې کوي؛ بل بيادخپلې کورنۍ سره دسيل او ساتيرۍ يادونه کوي. يو بل ماشوم بيا دهفت ميوې اودهفت سين(نوروزي خوړو)په هکله غږيږي.

خو ستارې او سپوږمۍ خپلې خورلڼې د سمنک خوړلو ته رابللې دي. يوزيات شميرماشومان د لوبودسامانونو سره دميلې له پاره راغلي دي اويوشميرنورو بيا بنجاري ميلمه کړى دى.

سپوږمۍ او ستاره خپلوخورلڼوته د سمنک دپخولو په هکله په خبروبوختې وي، چې بنجاري د (( ورځې د سپرلي دي جينکۍ چمبې وهينه - مونږدسمنک ميلې په فال نيولې دينه)) دسندرې په زمزه کولو سره دماشومانو سره شريکيږي.

سمنک
سمنک
 کله چې يې ساقه شنه شوه ، نو خوږوالى يې پيداکړ؛ مور دې بيا هغه شنه غنم قيچي کړل اوله ماشين څخه يې وايستل ترڅوشيرې ايستلو ته تيار شي
بنجاري

بنجاري په خپله همېشنۍ خندا ماشومان نازوي اودسوغاتونوله ډکې خورجين سره دماشومانو ترڅنګ کېني.له ماشومانودسمنک دميلې په هکله او داچې سمنک څرنګه جوړيږي، پوښتي.

ستاره ترټولونجونو دمخه وايي ، چې مور يې له نوروز څخه څواوونۍ مخکې، نيم من غنم ديوې شپې له پاره په اوبو کې لامده کړل په سبا يې بيا هغه په لوښو کې هوار کړل.

سپوږمې د ستارې دخبروپه دوام وايي چې مور يې بيا هغه لوښي په يوه داسې ځاى کې کېښودل ، چې تازه هوا او يو څه لمر پرې ولګيږي او سهاراوماښام يې غنموته لږ،لږ نم ورکاوه،ترڅوچې له يوې يادوو اوونيو وروسته غنمو تېغنه ووهله، او ورو،ورو راشنه شول.

بنجاري وايي : (( کله چې يې ساقه شنه شوه ، نو خوږوالى يې پيداکړ؛ مور دې بيا هغه شنه غنم قيچي کړل اوله ماشين څخه يې وايستل ترڅوشيرې ايستلو ته تيار شي. ))

ماشومان حيرانيږي او وايي : (( بنجاري ماما، ته خو پرون شپه زمونږ کره نه وې راغلې ؟ )) بنجاري خاندي او وايي چې هغه د سمنک په پخولو پوهيږي. ماشومان په ډيره مينه غواړي چې د سمنکو دپخولو کيسه واوري.

ستاره وايي ، چې موريې د سمنکو دپخولو له پاره يو شميرخپل خپلوان او ګاونډيان راوغوښتل.. وروسته يې بيا له ماشين څخه دايستل شوو غنمو شيره دململ له يوې پاکې ټوټې څخه وايستله: مور يې اوربل کړ او درې منى ديګ يې په نغري باندې کېښود. بيا يې څو سطله اوبه له دوو منو اوړو سره په ديګ کې واچولې او دلاسته راغلې شيرې سره يې ګډې کړې.

ماشومان پوښتي ، چې بيا څه وشول؟ سپوږمۍ وايي : (( نجونو او ښځو دايره وهله ،سندرې يې ويلې او چک چکې يې کولې. ټولو په خپل وار ديګ لړلو چې بيخ يې ونه سوځي او سمنک پوخ شي.

سمنک
 موريې هغو کسانوته ، چې دسمنک دپخولو په مراسمو کې يې برخه نه وه اخيستې، يوه اندازه سمنک ولېږل او زياتوي ، چې هغې( ستارې) هم نن خپلې خورلڼې دسمنکو خوړلو ته رابللې دي
ستاره

بنجاري پوښتي، چې دې کارترڅه وخته دوام درلود؟ ستاره وايي، چې ټول کارونه په ١٤ يا ١٥ ساعتونو کې خلاص شول؛يانې دا چې دسهار په اوو بجو مو کار پيل کړ اودشپې لس بجې ديګ وايشيد، وروسته بيا ددم له پاره کېښودل شو.

سپوږمۍ وايي چې ځينو څو،څو دانې غوزان دخپل مراد دپوره کيدو په هيله دشګون په بڼه په سمنک کې و اچول.بنجاري وايي :

(( په دې وخت کې يو شيمر نجونې يا ښځې دراټوکيدلوغنمو پاڼې شکوې اوهغه دخپل مراد په فال شميري؛ که چيرې دغنمو پاڼې طاق وې ،نو مراد به يې پوره کيږي او که چيرې جفت وې نود بيا فال نيولو له پاره دې بل کال ته انتظار وکړي.))

ماشومانو په ډيرې علاقمندۍ دبنجاري خبرو ته غوږ نيولى دى. ستاره وايي : (( نيمه شپه د اخلي ،پخلي کار پاى ته ورسيده؛ټول ويده شولو؛ سهار وختي ټولې نجونې او ښځې د سهارنۍ دتيارولو له پاره دديګ په شاوخواراټولې شوې .))

دماشومانو له منځه يوه ماشوم په بې صبرۍ له سپوږمۍ وپوښتل : (( ښه وايه چې بيا څه وشول.؟ )) ستارې په خندا ورته وويل ،چې وروسته يې نيا په داسې حال کې چې اودس يې درلود دديګ څنګ ته راغله اوددعا تر ويلو وروسته يې دديګ سرپوښ ليرې کړ او دهغې(سپوږمۍ) دمور په مرسته يې سمنک په لوښو کې وايستل او ټولو په مزه ،مزه وخوړل.

ستاره وايي ، چې موريې هغو کسانوته ، چې دسمنک دپخولو په مراسمو کې يې برخه نه وه اخيستې، يوه اندازه سمنک ولېږل او زياتوي ، چې هغې( ستارې) هم نن خپلې خورلڼې دسمنکو خوړلو ته رابللې دي.

نوى کال
نوروز په ډيرې خوښۍ ونماځل شو

د ستارې مور دسمنکوډکې کاسې دسپوږمۍپه لاس دخپلې لور ميلمنو ته وراستوي.ټول ميلمانه دبنجاري په ګډون سمنک خوري اودهغه د خوند ستاينه کوي.

په همدې مهال بنجاري له خپلې خورجينې څخه يوه وړه دايره را اخلي او په وهلو يې پيل کوي او له ماشومانو غواړي چې دسمنک سندره ورسره ووايي. ماشومان دسمنک سندره وايي او چکچکې کوي.

ورځې د سپرلي دي جينکۍ چمبې وهينه - مونږدسمنک ميلې په فال نيولې دينه
دسمنک ميله تياره - نذرمې ايښى ورور له پاره - بلبلې راغلې له ګلزاره
له وچه ډاګه د لونګو بوى راځينه مونږدسمنک ميلې په فال نيولې دينه

ماشومان د سمنک سندره له بنجاري سره تکراروي.بنجاري ماشومانو ته دنوي کال له امله سوغاتونه ورکوي. بيا هغوى په خپله خوښۍ کې پرېږدي او خپله ځي بلې کوڅې ته، چې له نورو ماشومانو سره وګوري او سوغاتونه ورته ورکړي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>