|
د بنجاري خورجين: ماشومان او اخترى | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
سهار وختي دى؛ لمر نوې خپلې زرينې وړانګې هرلوري خپرې کړي دي. ماشومان د اخترميلواوله مشرانو څخه د اختري د اخيستلو په تمه دي.کوڅه د ماشومانو شور او زوږ په سر اخيستې ده. نجونې د خپلو نويو کاليواو دسينګار دسامانونو په هکله غږيږي، خو ددوى په منځ کې يواځې نوريه غلې او خپه ولاړه ده،ماشومان د هغې د خپګان علت پوښتي. نوريه وايي چې هغه د اختر له پاره نوې جامې نه لري؛ هغې يواځې يو نوى زري قيتک اوبنګړي د اختر له پاره اخيستي نو ځکه خپه ده. په دې وخت کې احمد د يوې ډلې نورو ماشومانو سره د بنجاري د راتګ زيرى راوړي؛ مهربانه بنجاري رارسيږي او له هر يو ه ماشوم سره بيله بيله اختر مبارکي کوي. خو کله چې د نوريې د خپګان په علت پوهيږي وايي : (( خوبوړي اوبو وړي،داخو څه ضروري خبره نه ده چې سړى دې په اخترونو کې ارومرونوي کالي واغوندي. تاسې کولاى شئ د خپلو همزولو سره لوبې وکړئ اودخپلوخپلوانو له ليدلو خوند واخلئ.)) بنجاري له خورجينې څخه يوه جوړه ډيرې ښکلې او ښايسته جامې نوريې ته د اختر د سوغات په بڼه ورکوي، چې نوريه بنجاري ته کورودانى وايي. نورماشومان هم له بنجاري څخه سوغاتونه غواړي؛ مهربانه بنجاري هم ټولو نجونو ته بيلابيل سوغاتونه لکه : کوچنۍ زنګي دايرۍ، قيتکونه ،نکريزې او احمد ته يو ښکلى توپ ورکوي. ماشومان ټول خوښي څرګندوي او د اختري پر ځاى بنجاري ته د (( مبارک نوى اختر نوي کالي دې مبارک – خوشالي دې مبارک )) سندره د اخترد سوغات (اختري) پر ځاى وايي . ټول ماشومان د زړه له کومې سندره تکراروي ؛خوشالي څرګندوي او چکچکې کوي؛ بنجاري هم خورجينه پورته کوي او د بلې کوڅې په لور حرکت کوي.
د بل کلي په بازار کې ډولۍ ګانې او ټالونه د سړي زياته پاملرنه ځانته ور اړوي؛ هرې خواته د غاړکيو اوبنګړيو کتارونه تر سترګو کيږي. د هرې کراچۍ پر سر زيات شمير ماشومان راټول شوي ؛څوک د لوبو سامانونه اخلي؛ څوک نکريزې اخلي؛ څوک کاغذ باد او ځينې بيا د طالع بجنګان پاکټونه راپورته کوي او خپل بخت آزموي. يوه عجيبه شانته فضا را منځته شوې، هرلورې د ماشومانو شور ماشور تر غوږوکيږي؛ يو شمير دپيسو په شميرلو سره په دعوو بدي؛ په يوه بله څنډه کې بشير له خپلې خور نذيرې څخه غواړي چې له هغه سره زانګو ګانو کې وزانګي. نذيره د خپلې خورلڼې په فکر کې ډوبيږي چې په مهاجرت کې به دواړو يو ډول جامې جوړولې ؛ يو ځاى به يې سره لوبې کولې اويو ځاى به ګرځيدې او داختر له ميلو به يې خوند اخيست، خواوس ورته اختر هيڅ خوند نه ورکوي. په همدې وخت کې د بنجاري د ټکټکي غږ د بشير او نذيرې پاملرنه ور اړوي چې ماشومانو ته په زمزمه وايي : (( اختر مو مبارک ، نوي کالي مو مبارک،جينکو دغه بنګړي مو مبارک ....)) بنجاري له نذيرې پوښتي چې ولې د اختر په ورځ داسې خپه او چرتي ده؟ نذيره ورته وايي چې د مهاجرت د وخت خورلڼې يې ياديږي ، زړه يې غواړي چې له هغوى سره له نيژدې وګوري. بشير په خندا ورته وايي : (( کاشکې موږ کولاى شواى نذيره مو کلوله کړې واى؛ په يوه پاکټ کې مو اچولې او پاکستان ته مو استولې واى چې له خپلو خورلڼو سره يې د اختر ميلې کړې واى.)) د بشير په دې خبرو نذيره په ژړا کيږي او له بشيرڅخه غواړي چې له دې زيات يې په زخمونو مالګې ونه دوړوي. بنجاري ورځنې پوښتي که خپلې خورلڼې وويني نو څه به ورته ووايي ؟ نذيره د خپلو ډيرو غوښتنو يادونه کوي ؛ بنجاري ورته وايي چې هغه کولاى شي د هغې دغه ټولې غوښتنې پوره کړي.
ماشومان په حيرانتيا يو اوبل ته ګوري ، نذيره په بيړه پوښتي . بنجاري له خورجينې هنداره راباسي،ماشومان د هندارې په هکله پوښتي ، بنجاري وايي چې هغه جادويي هنداره ده . ماشومان په بې صبرۍ په تمه ناست دي؛ بنجاري خپل جادويي کلمات وايي : ((انې بنې اې هندارې _ رانيژدې که اوږدې لارې-پېښورته به موبيايې ___ په يوترپ اوپه يووارې !)) په يوه شېبه کې دهندارې پر مخ يو زيات شمير ماشومان په يوه سيمه کې ترسترګو کيږي چې د اختر په لمانځنه بوخت دي.بنجاري ماشومانو ته وايي چې هغه د جادويي هندارې له لارې هغوې دخپلو همزولو دليدلو لپاره پيښور ته بيولي دي. کله چې نذيره خپلې خورلڼې ويني نو سترګې د خوښۍ له اوښکو ډکې ،ډکې کيږي؛ هغه خپلې خورلڼې نيلاب او زهره راغواړي او داختر مبارکي ورسره کوي.. وروسته بيا بنجاري ماشومان دخپلو دوستانو د اختردپيغامونواوريدلو ته وربولي. نيلاب نذيرې ته د اختر مبارکي وايي،او له هغې غواړې چې د تيرکال د اختر په څير سږنې اختر هم په خوښۍ ونمانځي.يو بل ماشومان داختر مبارکۍ ويلو وروسته له ماشومانو غواړي چې که چيرې له چاسره خپه وي همدا نن دې ورشي او سره پخلا دې شي. يو بل ماشوم خپلو انډيوالانو ته چې په مزارشريف کې اوسيږي د اخترمبارکۍ او سلامونه استوي اووعده ورکوي چې بل اختر به له خپلو انډيوالانو سره په خپل کلي کې تيروي. ددې پيغامونو په اوريدوجادويي موزيک تر غوږو کيږي،هنداره تړل کيږي،نذيره چې د خپلو خورلڼو له ليدو څخه ډيره خوښي څرګندوي ارمان کوي چې له دې لازياته له خپلو دوستانو تر څنګ واى. بنجاري خاندي او له ماشومانو غواړي داخترد خوښيو په هکله خپلې ښې خاطرې له خپلو نورو انډيوالانوسره شريکې کړي او خپله نورو ماشومانو ته د اختري د ورکولواو اخترمبارکۍ له پاره د بلې کوڅې په لور روانيږي. | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||