BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
يوه ماڼۍ او زر دريڅې: داستان ليکونکې نجلۍ

طوبا د ليکنې پر مهال

فهيمه او رازق په خوښۍ ماڼۍ ته ځي او د لالو ماما (د ماڼۍ ټوکمار) سره روغبړکوي، د لالوماما د خندا او خوښۍ ستاينه کوي او له هغه سره يوځاى دماڼۍ دهلېزونو ته وردننه کيږي.

کله چې دماڼۍ دهليزونو ته دننه کيږي، دهليزونه په رنګارنګ څراغونو ښکلي کړاى شوي وي. فهيمه په خندا او ملنډو لالو ماماته وايي:

چې رازق غواړي په دې کم عمر کې ديوې ماڼۍ او زرو دريڅو په هکله کيسه وليکي.

لالوماما د فهيمې خبرې ردوي او دځينو تنکيو ځوانانو د استعداد ستاينه کوي او وايي چې هغه يوه داسې نجلۍ پيژني چې (13) کلنه ده اوډيرې ښې کيسې ليکي.

 په ملي ټلويزيون کې د ماشومانو دخپرونې جوړونکې او ويانده يم او خپلې ځينې کيسې د تلويزيون له لارې هم لولم.
طوبا

لالوماما د دي نجلۍ نوم طوبا بولي او وايي، سره له دې چې عمر يې کم دۍ، خو بيا هم د کيسو له ليکنو سره ډيره مينه لري او په دې لاره کې يې ښه وده کړيده.

فهيمې او رازق ته د طوبا د کيسه ليکنې په هکله تلوسه پيدا کيږي او له لالوماما څخه غواړي چې په دې هکله يوه دريڅه ورته پرانيزي.

دريڅه:

په دريڅه کې د ماڼۍ خبريال له طوبا رحمن څخه غواړي چې د خپلې ليکوالۍ په هکله يو څه ووايي. طوبا رحمن وايي (هغه شپږ کلنه وه، چې په ليکوالۍ يې لاس پورې کړى دى.)

طوبا رحمن زياتوي: ((ماخپله لومړنۍ کيسه د ګل او بورا تر نامه لاندې په شپږ کلنۍ کې وليکله، چې املايي او انشايي تيروتنې پکې زياتې وې.

ما دا کيسه د دې له پاره وليکله، چې ماشومان دې ته وهڅوم تر څو ګلان ونه شکوي.

زه هميشه د ماشومانو له پاره کيسې ليکم او هغه بيا خپلوخورلڼو ته ورکوم چې ويې لولي او نورو ته يې ووايي.))

طوبا رحمن د خبريال د يوې بلې پوښتنې په ځواب کې وايي:

طوبا په سټډيو کې
طوبا سره لدې چې کيسې ليکي، په ټلويزيون کې ويانده ده او له مطالعې سره هم ډيره مينه لري

تراوسه پورې يې (500) کيسې ليکلي خو د چاپ کولو امکانات يې نه لري، نوځکه يې خپلو دوستانو ته دلوستلو له پاره ورکوي.

طوبا رحمن زياتوي، چې هغه په ملي ټلويزيون کې د ماشومانو دخپرونې جوړونکې او ويانده ده، چې خپلې ځينې کيسې د تلويزيون له لارې هم لولي.

هغه وايي، چې زياته مطالعه د هغې د بري لامل ګرځيدلى دى. نوموړې د بي بي سي راډيو د ماشومانو خپرونې اوري او د همدې پروګرامونو اوريدل، دکيسه ليکنې په کارکې ډيره مرسته ورسره کړې ده.

د طوبا رحمن د خبرو په پاى ته رسيدو سره دريڅه هم تړل کيږي. لالوماما تنکي ځوانان خدای پاماني کوي.

د نړۍ تر ټولو غټه لارۍيوه ماڼۍ او زر دريڅې:
د نړۍ تر ټولو غټه لارۍ
رباب او ډوليوه ماڼۍ او زردريڅې
مسعود رباب غږوي
يوه ماڼۍ او زردريڅې: بايسکليوه ماڼۍ او زردريڅې
بايسکل
د سالنګ تونل يوه ماڼۍ او زردريڅې
د سالنګ تونل
زرافه يوه ماڼۍ او زردريڅې
زرافه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>