BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 11:31 گرينويچ 2007 ,27 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
يوه ماڼۍ او زردريڅې: دسالنګ تونل
دسالنګ تونل
داځل رزاق او دهغه خور رابعه دوه ځوانکيان چې ١٣ او ١٤ کاله عمر لري په ډيره مينه د اوږدواو کږو وږولارو تر وهلو وروسته هغې ماڼۍ ته روان دي چې زردريڅې لري او لالو ماما ورته سترګې په لار دى.

خو کله چې رزاق او رابعه ماڼۍ ته نږدې کيږي د کارګرانوزيات بيروبار او دکار چټکوالى دوى حيرانوي،.رابعه رزاق ته وايي : (( ښه به داوي چې بيرته وګرځو ، ځکه داسې مالوميږي چې کومه مهمه پېښه رامنځته شوې چې داسې د خلکو بيروبار دى.))

کله چې دواړه غواړي بيرته وګرځي يو پيژندل شوى غږ يې له تګ څخه منع کوي . رازق او رابعه پوهيږي چې لالو ماما ورته غږ کوي نو ځاى پر ځاى دريږي.ميلمانه د کارګرانو په منځ کې دلالو ماما په لټه کې وي، کله چې د کارګرانو قطارورو وروليري کيږي نولالو ماما يې په منځ کې را ښکاره کيږي.

له روغبړ وروسته لالو ماما هغوى ته وايي چې نن د نورو ملکونو پاچايان د ماڼۍ د پاچا ميلمانه دي. وروسته لالو ماما خپل ميلمانه ( رابعه او رزاق) له يوې بلې لارې چې دعجيبو او غريبو تونلونو په وسيله له ماڼۍ سره تړل شوې ماڼۍ ته بيايي.

ماشومان د لارې په اوږدوکې د تونل دلويوالي او لوړوالي، له سيپنو مرمرينو تيږوجوړشوى ليندۍ ماننده چت او د تونل په منځ کې د ښکليو چراغونو او نورو ښکلاوو په هکله يو له بله سره خبرې کوي.

کله چې ماڼۍ ته رسيږي له لالو ماما غواړي چې د بيرته تګ په وخت کې يې بيرته د همدې تونلونوله لارې بوځي.لالو ماما خاندي او ورته وايي چې تونلونه د افغانستان په بيلابيلو سيمو کې شته، لکه د سالنګ تونل چې د زيات شهرت څخه برخمن دى .

ميلمانه په حيرانتيا له لالوماما څخه د سالنګ دتونل په هکله پوښتي.لالو ماماد ماشومانو دزياتومالوماتولپاره بې له ځنډه يوه دريڅه پرانيزي.

دريڅه

رزاق او رابعه په دريڅه کې شاکره او شازيه دوه ځوانکيانې ويني چې په موټر کې سپرې او د سالنګ د تونل په لور روانې دي.

شاکره د پلخمرې ده، نوموړې خپله د تره لور چې وروسته له څو کلونو مهاجرته کابل ته راغلې له ځان سره دميلمنې په توګه پلخمري ته بيايي. دلارې په اوږدوکې شاکره ځينې سيمې شازيې ته ورپيژني او زياتوي چې اوس ددوى د سپرلۍ موټر د سالنګ د تونل په لور روان دى.

شازيه پوښتي چې تونل څه ته وايي؟شازيه هغه سوري ته په اشارې سره چې خولې يې دمخامخ غر څخه پيل شوې وايي چې هغه سوري ته چې د غره په منځ کې کيندل شوى تونل وايي. ديوې بلې پوښتنې په ځواب کې چې تونل څه په درد خوري دشاکرې پلار چې ددوى سره په سفر کې ملګرى دى په خندا وايي:

تونلونه اکثراً د وخت د ضايع کيدود مخنيوي او دخلکواو نقليه وسايلو د لارې د لنډيدو په خاطر کيندل کيږي.په همدې وخت کې ددوى د سپرلۍ موټر تونل ته ورداخليږي.شازيه له ډيرې ويرې خپلې سترګې په لاسونو پټوي، ځکه ګومان کوي چې دډير وخت لپاره به په تياره کې پاتې شي، خو کله چې متوجه کيږي تونل ډير روښانه وي.

شازيه د تونل دپراخوالي چې په عين وخت کې څوموټره څنګ تر څنګ حرکت پکې کولاى شي حيرانيږي. د تونل د لوړوالي چې د يوې دوه منزله ودانۍ په اندازه دى، او دهغو څراغونو په هکله چې په ټاکلو فاصلو کې لګيدلى د شاکرې او د هغې له پلار څخه پوښتي.

دسالنګ تونل
کله چې ماڼۍ ته رسيږي له لالو ماما غواړي چې د بيرته تګ په وخت کې يې بيرته د همدې تونلونوله لارې بوځي.

په داسې حال کې چې د شاکرې پلار غواړي د سالنګ د تونل په هکله شازيې ته پوره مالومات ورکړي، موټروان د موټر دماشين د ګرميدو وايي او موټر دڅو شيبو لپاره دروي.

دشاکرې پلار،شاکره او شازيه له موټره کوزيږي ا و ورو ورو قدم وهي.شازيه پوښتي لکه چې دا تونل هم د غره په منځ کې کيندل شوى؟ د شاکرې پلار د هغې د خبرو په تاييد خپلې خبرې له سره پيل کوي او وايي : ((اصلاً دا غر چې تونل پکې کيندل شوى د د هندوکش د غره په نامه ياديږي.دا تونل د افغانستان شمالي سيمې له جنوبي سيمو سره تړي.))

شاکره په حيرانتيا پوښتي چې دا تونل چې د هندوکش د غرونو په منځ کې تير شوى خداىپوهيږي چې څه وخت به آباد شوى وي او څومره اوږدوالى به ولري؟ .

د شاکرې پلار وايي: (( د سالنګ تونل نيږدې 45, 46 کاله له نن څخه مخکې د اعليحضرت محمد ظاهرشاه په وخت کې ددريو کالونو په موده کې کيندل شوى او اوږدوالى يې 2676 مترو پورې رسيږي. ))

شازيه د هغو ماشينونو په هکله چې په تونل کې موجود دي د شاکرې له پلار څخه پوښتي، دشاکرې پلار د ماشينوk, شتوالى دتونل له داخل څخه د موټرونو د لوګيو د تصفيې او دتازه هواد راننوتلوپه خاطر بولي او ديوې بلې پوښتنې په ځواب کې وايي چې څراغونه دتونل د روښانتيا لپاره هميشه روښانه وي ترڅود خلکو ترګ راتګ اسانه او دترافيکي پېښو مخنيوې ,کړاى شي.

شاکره د تونل د ګټوپه هکله پوښتي، پلار يې په ځواب کې وايي چې د تونل کيندل خلکو ته ډيرې ګټې رسولي دي،د مثال په توګه د کابل – پلخمري تر منځ يې د نيږدې 200 کيلو مترو واټن لنډ کړى د ى. دا تونل په سوداګريزو، کرنيزو، اقتصادي او صنعتي چارو په برخو کې د زيات اهميت وړ دى.

په همدې وخت کې د موټروان غږ تر غوږو کيږي چې سپرلۍ موټر ته رابولي او دريڅه هم تړل کيږي.

لالو ماما او ميلمانه يې د سالنګ دتونل په هکله ترلاسه شوي مالومات يو بل ته سره وايي چې باالاخره ميلمانه له لالو ماما څخه د يوې بلې دريڅې د پرانيستلو غوښتنه کوي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>