|
يوه ماڼۍ او زر دريڅې: باميان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
ميرويس او تمنا د ماڼۍ په انګړ کې له لالو ماما سره ويني او تر روغبړ وروسته لالوماما هغوی ماڼۍ ته دننه بيايي. مېلمانه په ماڼۍ کې يو نوی دالېز چې، دوی تر اوسه نه وي ليدلی او طلايي رنګ لري، ويني. تمنا او ميرويس د نوي دالېز په ليدو خوښي څرګندوي. تمنا پر دېوال ځوړند د بودا د مجسمې يو انځور ويني، تمنا نه پوهېږي چې، دا مجسمه د چا ده. مېلمانه له لالو ماما څخه غواړي چې، په دې باب يوه دريڅه ورته راپرانيزي. لالوماما هم د هغوی خبره مني او په دې اړه يوه دريڅه ورته راخلاصوي . دريڅه خلاصيږي مېلمانه په دريڅه کې دننه د باميانو ولايت ويني چې، سره له دومره ګرمۍ يې پر غرونو باندي واوره ليدل کېږي. لالو ماما وايي چې، پر دغو غرونو تل واوره ليدل کېږي او په ژمي کې خو دومره واوره ورباندي پرته وي چې، ان کله ناکله لاندي راښوييږي هم. ميرويس له يوه زلمي څخه چې، خپله رمه څروي پوښتي چې، د باميانو خلک څه شی کري؟ زلمی وايي چې، غنم، جوار، باقلي او مشنګ کري او ځينې خلک د مڼو او زردالو باغونه هم لري، دغه ډول باميان د چنار ونې هم لري. په دې وخت کې يو سړى چې، پر اس سپور وي تېرېږي، تمنا له هغه سړي څخه پوښتي چې، د باميانو خلک په کومو کارونو بوخت دي؟ سړى له اس څخه راکښته کېږي او وايي: ” د باميانو خلک په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، ښځې يې غالۍ، ټغر، ليمڅی (کراسته) اوځينې نور لاسي ګنډل کوي او له دې لارې خپل ژوند پرمخ بيايي“. لالو ماما وايي چې، د باميانو ولايت ډېر تاريخي اثار هم لري او د دې ولايت خلک په دري ژبه او هزاره ګي لهجه خبرې کوي. په دې وخت کې يو بهرنى سړى راځي، خپل ځان معرفي کوي او وايي چې، زما نوم (ډيويډ) دی د ډنمارک هېواد اوسېدونکی يم او مورنۍ ژبه مې دري ده“.
تمنا له ډيويډ څخه پوښتي چې، د باميانو په ولايت کې يې څه شى ډېر خوښېږي؟ ډيويډ وايي چې، د بودا مجسمه، د امير بند او د باميانو دوه مشهور ښارونه، لکه غلغله او ضحاک يې ډېرخوښېږي. دريڅه بنديږي لالوماما وايي چې، په باميانو ولايت کې ځوانان د خوسي لوبه کوي، خو په دې وخت کې د لالوماما خوله خطاوزي او يو بل شی يې ترخوله وزي. کله چې، غواړي دغه جمله بيا ووايي او خپله غلطي سمه کړي نو تمنا په لوړ غږ ورباندي خاندي. لالو ماما وايي چې، د سړي خوله خطاوزي بايد چې، څوک ورباندي و نه خاندي، تر دې وروسته لالوماما مېلمنو ته په دې باب يوه دريڅه راخلاصوي. دريڅه خلاصيږي د ماڼۍخبريال له څو ځوانانو سره ولاړ وي او له يوه څخه پوښتي چې، که يوڅوک ژبنۍغلطي وکړي او موږ پرې وخاندو کومې ستونزې پېښوي؟ غلام نبي داسې وايي: ”ما له انډيوالانو سره خبرې کولې چې، په يوه کلمه کې مې ژبه غلطه شوه، يو ملګری مې چې، نويد نومېده راباندي وخندل، وروسته ټولو هلکانو راباندي وخندل. له هماغه ورځې راهيسي مې بيا له نويد سره خبره نه ده کړې“. بيا د ماڼۍ خبريال دغه خبره له يوه ارواپوه سره شريکوي، هغه وايي: ” بايد سړی پرهغه چا چې، د خبرو په وخت کې کومه خبره ځينې غلطيږي و نه خاندي، ځکه چې، دغه کس بې زړه اوکم جراته کېږي، له هغه ملګري سره يې دوستي له منځه ځي او په زړه کې يې کينه ورسره پيدا کېږي“. نو ښه به دا وي چې، په دې برخه کې هيڅکله پر چا ونه خاندو ځکه کېداى شي چې، د هرچا خوله غلطه شي. له دې سره سم دريڅه تړل کېږي او خپرونه پای ته رسيږي.
|
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||