BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 16:02 گرينويچ 2007 ,20 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
يوه ماڼۍ او زر دريڅې: د ښوونځي کورنی کار

د ښوونځي کورنی کار

نادر خفه و، نبيلې يې دخپګان علت وپوښت، نادر وويل چې، له څه مودې راهيسې مې ورور له هېواده دباندې اوسی.

ډېره موده کېږې چې، ليک مې ورلېږلی دی، خو تر اوسه يې ځواب نه دی معلوم شوی . په دې وخت کې لالو ماما راځي او تر روغبړوروسته مېلمانه ماڼۍ ته دننه بيايي.

لالوماما د نادر دخپګان علت پوښتي. نبيله د هغه د ورور کيسه ورته کوي او وايي چې، کاشکي يې د انټرنيټ له لارې ورور ته ليک وراستولی وای.

نادر د انټرنيټ دنوم په اورېدو حيرانيږي او دواړه له لالوماما څخه غواړي چې، په دې باب يوه درڅه ورته راخلاصه کړي.

دريڅه

شفيقه په کورکې په کمپيوټرکار کوي. په دې وخت کې د هغې د اکا زوی شېرشاه ددوی کره راځي او له شفيقې پوښتي چې، په څه شي بوخته ده؟

انټرنيټ څه گټه لري؟
 انټرنيټ د کتابتون په شان يوه دستګاه ده چې، خلکو معلومات پکې ثبت کړی اوموږکولای شو چې، رنګارنګ کتابونه، سندرې، فلمونه، خبرونه، او داسې نور معلومات ترلاسه کړو.
شفيقه

شفيقه په خندا وايي چې، دوستانو مې ليکونه رالېږلي وو، هغه مې لوستل.

شېرشاه په حيرانۍ پوښتي چې، کومه دي زه خو دلته ليکونه نه وينم.

شفيقه په خندا د انټرنټ پاڼه ورښيي او ورته وايي چې، ددوستانو برېښناليکونه مې لوستل چې د انټرنيټ له لارې يې رالېږلي وو.

شفيقه وايي چې، برېښناليک د انګليسي ژبې د ( Electronic Mail ) له کلمې څخه اخيستل شوی دی.

په انټرنيټ کې عکسونه، غږونه او نور معلومات په يوه شېبه کې لېږل کېږي.

دغه معلومات د انټرنيټ ديوې ځانګړې شبکې له لارې چې، دسټلايټ (سپوږمکۍ) سره تړل شوې ده، لېږل کيږي.

خو دغه معلومات هغه مهال يو سړی بل چاته لېږلای شي چې د انټرنيټ په پاڼه کې دهغه پته ورمعلومه وي.

کارتونيک او کمپيوټر
په انټرنيټ کې عکسونه، غږونه او نور معلومات په يوه شېبه کې لېږل کېږي.

د انټرنيټ شبکه دانټرنيټ له لارې وصل کيږي چې، ددې کار لپاره لومړی د کمپيوټر زده کړي ته اړتيا ده.

بل داچې پر برېښناليک سربېره په انټرنټ کې خورا ډېر معلومات شته چې، هرڅوک يې ترلاسه کولای شي.

انټرنيټ د کتابتون په شان يوه دستګاه ده چې، خلکو معلومات پکې ثبت کړی اوموږکولای شو چې، دغه معلومات ترلاسه کړو.

د بېلګې په ډول رنګارنګ کتابونه، سندرې، فلمونه، خبرونه، عکسونه او داسې نور معلومات ترلاسه کولای شو.

دريڅه تړل کېږي

نادر وايي چې، تر دې وروسته زه هم د انټرنيټ له لارې خپلو انډيوالانو ته برېښناليکونه لېږم.

نبيله ورته وايي چې، ته بايد د دې کار لپاره لومړی کمپيوټر زده کړې.

يوه نجلۍ د کورني کار پر مهال
کورنۍ دنده په خپل وخت سرته نه رسول ستونزې پېښوي.

نادر افسوس کوي چې، زه خو د ښوونځي دکورني کار له لاسه دکمپوټر زده کړي ته نه يم وزګار، نبيله وايي چې، دا نو هسې يوه پلمه ده، کورنی کار خو دومره ستونزه نه ده.

ددوی بحث دوام مومي، په دې وخت کې نبيله له لالوماما څخه غواړي چې، په دې باب يوه دريڅه ورته راخلاصه کړي.

لالويې هم خبره مني او په دې اړه يوه دريڅه ورته راخلاصوي .

دريڅه

منير ادريس ته وايي چې، راځه لوبو ته ولاړشو، ادريس وايي چې، زه د مکتب کورنی کار کوم، لوبوته نه يم وزګار.

منير په هغه ملنډي وهي او وايي چې ځه بابا ولاکه پروفيسر شې، هغه د مکتب درس دي بس دی، راځه چې خپلې لوبې وکړو.

دوه ماشومان سره د کتابونه
 خوکورنی کار هم ډېرضروري دی او ډېرې ګټې لري. سړی په امتحانونو کې ډېرې نومرې اخلي.
منير

منير وايي چې لوبې هم کوم خوکورنی کار هم ډېرضروري دی او ډېرې ګټې لري.

سړی په امتحانونو کې ډېرې نومرې اخلي.

په دې وخت کې سمير راځي او په موضوع خبرېږي.

سميروايي چې، زه هم خپل کورنی کار پرخپل وخت سرته رسوم .

د همدې کورني کار له برکته مې درس ښه په ذهن کې کېني، املا مې ښه شوې او په هره ازموينه کې لوړې نومرې اخلم.

دکورني کار بله ګټه دا ده چې، سړی له مطالعې سره عادت کېږي.

دريڅه تړل کېږي

لالوماما له مېلمنو سره خدای پاماني کوي اوخپرونه پای ته رسيږي.

د باميانو بودايوه ماڼۍ او زر دريڅې
باميان
نجونې په ښوونځي کېيوه ماڼۍ او زردريڅې
ښوونځی
طوبا رحمنيوه ماڼۍ او زر دريڅې
داستان ليکونکې نجلۍ
د نړۍ تر ټولو غټه لارۍيوه ماڼۍ او زر دريڅې:
د نړۍ تر ټولو غټه لارۍ
رباب او ډوليوه ماڼۍ او زردريڅې
مسعود رباب غږوي
 نوروز او ځوانکيانيوه ماڼۍ او زردريڅې
نوروز او ځوانکيان
يوه ماڼۍ او زردريڅې: بايسکليوه ماڼۍ او زردريڅې
بايسکل
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>