BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 08:48 گرينويچ 2007 ,04 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
يوه ماڼۍ او زر دريڅې: مرمۍ

مرمۍ

منيژې او خسرو د ماڼۍ په انګړ کې لالوماما وليد او په خوشالۍ ماڼۍ ته دننه ورسره ولاړل.

د ماڼۍ په دالېز کې مېلمنو لالوماما ته يوه مرمۍ ورښکاره کړه او ورته ويې ويل، چې دا مرمۍ مونن په لاره کې پيداکړه.

لالو له هغوی څخه مرمۍ واخيسته او ورته ويې ويل، چې ناچاوده مرميو او نا اشنا شيانوته لاس مه ور وړئ، ځکه، چې ډېر خطر لري. تر دې وروسته لالو د مېلمنو په خوښه يوه دريڅه راخلاصه کړه.

دريڅه

د ماڼۍ خبريال وويل: ”په افغانستان کې له دريو لسيزو راهيسي جګړه دوام لري، چې له امله يې دهېواد په ګوټ، ګوټ کې ګڼ شمېر ماينونه او ناچاوده توکي پراته دي.

 زما ورور يوه مرمۍ په ډبره ټکوله، چې ورباندې وچاودېده او د لاس دوې ګوتې يې پرې شوې“.
شازيه

کله نا کله ځينې ماشومان او ځوانکيان دغه توکي را اخلي او لوبې پرې کوي، چې دغه کار خورا ډېر خطر لري.

رحيم الله، چې د کابل ولايت د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکی دی، په دې باب داسې وايي:

”ما او د تره زوی مې اور بل کړي و. زما سره دکلاشنکوف يوه مرمۍ وه، هغه مې اورته ور واچوله، مرمۍ وچاودېده او د جوارو په درمند کې اور ولګېده، چې ټول درمند يې وسوځاوه“.

د کابل ولايت د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکې شازيه دخپل ورور په اړه داسې وايي:

”زما ورور يوه مرمۍ په ډبره ټکوله، چې ورباندې وچاودېده او د لاس دوې ګوتې يې پرې شوې“.

د ماين پاکۍ د ادارې مشر، کفايت الله ابلاغ په دې باب داسې وايي: ”ځينې مرمۍ په لږ تماس سره هم چوي.

مرمۍ
ځينې مرمۍ دي چې په لږ تماس سره چوي.

کله چې خلک له دغه ډول موادو سره مخ کېږي، نو بايد ژر تر ژره د پوليسو نژدې حوزې او يا د ماين پاکۍ دفتر ته خبر ورکړي“.

دريڅه تړل کيږي.

په دې وخت کې منيژې په يوه تاخچه کې ګلدانۍ ته پام شو. لالوماما وويل، چې داګلدانۍ زما يوه ملګري په تحقه کې راکړې ده. بيا لالوماما دمېلمنو په غوښتنه يوه دريڅه راخلاصه کړه.

دريڅه

د ماڼۍ خبريال له دوو زلميانو څخه وپوښتل، چې يو چا ته تحفه ورکول او يا د يو چا تحفه منل څه ګټې لري؟

هغوی درې واړو وويل، چې تحفه د خلکو ترمنځ مينه او دوستۍ ټينکوي. دجلال اباد ښار يوه اوسېدونکې، زرمينه د تحفې په باب داسې وايي:

”زه پخوا له خپلې خورلڼې نازيي څخه خفه وم، يوه ورځ هغې ماته يوه تحفه راکړه،

په دې ډول نه يوازې داچې موږ سره پخلا شولو، بلکې تردې وروسته زما او دې ترمنځ دوستي نوره هم ټينګه شوه“.

حديث شريف
تحفه
 يو بل ته تحفې ورکړئ، چې ترمنځ مو مينه اومحبت ډېر شي
حضرت محمد (ص)

د اسلام د پيغمبر(ص) وينا ده: ”يو بل ته تحفې ورکړئ، چې ترمنځ مو مينه اومحبت ډېر شي“. دپښتو ژبې يو متل دی، چې وايي:

” ياد به دې زه کړم، موړ به دې خدای کړي“. يانې ضرور نه ده چې تحفه دې يو قيمتي شی وي .

په تحفه کې نيت مهم وي، يو ډېر ارزانه شی لکه قلم، کتابچه او داسې نورشيان هم يوه ښه تحفه کېدای شي. تر دې وروسته دريڅه تړل کيږي او خپرونه پای ته رسيږي.

د بدخشان غرونهيوه ماڼۍ او زر دريڅې
بدخشان
د سالنګ مېلهيوه ماڼۍ او زر دريڅې
د سالنګ مېله
انټرنيټيوه ماڼۍ او زر دريڅې
د ښوونځي کورنی کار
د باميانو بودايوه ماڼۍ او زر دريڅې
باميان
نجونې په ښوونځي کېيوه ماڼۍ او زردريڅې
ښوونځی
طوبا رحمنيوه ماڼۍ او زر دريڅې
داستان ليکونکې نجلۍ
د نړۍ تر ټولو غټه لارۍيوه ماڼۍ او زر دريڅې:
د نړۍ تر ټولو غټه لارۍ
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>