|
يوه ماڼۍ او زر دريڅې: بدخشان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
سيما له سعيد سره د ماڼۍ په انګړ کې غږېدله. هغې داسي فکر کاوه، چې لالوماما به يې ونه پېژني، ځکه، چې سترګې يې ډېرې غوړي (تيزې) توري کړي وې. په دې وخت کې لالوماما راغي، خو د سيما د اټکل پر خلاف يې هغه و پېژندله. سيما لالوماما ته د رانجو په باب وويل، چې دا رانجه مې پلار له بدخشان څخه راته راوړل. تردې وروسته لالوماما هغوی ماڼۍ ته دننه بوتلل. لالوپه ټوکو له سيما څخه ګيله وکړه، چې د بدخشان سوغات يې يوازې وخوړ. په دې وخت کې سعيد له لالوماما څخه وغوښتل، چې د بدخشان په باب يوه دريڅه ورته راخلاصه کړي. لالوماما هم دغه خبره ومنله اويوه دريڅه يې ورته راخلاصه کړل. دريڅه احمد او نبيلې د بدخشان ولايت په اړه يوه سندره اورېدله. احمد له نبيلې څخه وپوښتل، چې دا کېسټ دې له کومه کړ؟
نبيلې وويل، چې دا مې له يوې خورلڼې څخه، چې دبخشان ولايت اوسېدونکې ده، امانت اخيستې دی. له دوی دواړو سره دا پوښتنه پيداشوه، چې بدخشان به څه ډول ځای وي؟ دوی ددې معلوماتو لپاره حکيم بابا ته ولاړل. نبيلې او احمد وليدل، چې حکيم بابا په يوه باغ کې ناست دی. دوی تر روغبړ وروسته له حکيم باباڅخه د بدخشان ولايت په اړه معلومات وغوښتل. حکيم بابا وويل، چې د بدخشان ولايت د افغانستان په شمال ختيځه خواکې پروت دی او د لعلو، لاجوردو اوداسې نورو کانونه لري. دبدخشان ولايت مشهوره غرونه، لکه پامير، خواجه محمد، هزار چشمه او سفيد خرس دي، چې دا ټول د پامير د غرونو لړۍ بلل کېږي. دافغانستان په سلو کې پنځوس اوبه د بدخشان له سيندونه څخه په لاس راځي، چې امو، واخان، انجمن اوکوکچه يې مشهور سيندونه دي.
په بدخشان کې ډول ډول وحشي حيوانات پيداکېږي. د بدخشان په لوړو غرونو کې يو ډول هوسۍ پيداکېږي ،چې مارکو پولو نوميږي اوبل هلته سپين يږان هلته شته. دريڅه تړل کيږي نبيلې وويل، چې کاشکې مو د مارکوپولو هوسۍ ليدلې وای. لالو ماما وخندل او هغوی ته يې پر دېوال باندې د مارکوپولو هوسۍ ځوړند شوی انځور وروښوده. مارکوپولوهوسۍ سپين او خړ رنګ درلود او لوړ ښکرونه يې درلودل. په دې وخت کې د نبيلې د موسيقۍ يوې آلې ته پام شو، چې پر دېوال راځوړنده وه. لالو ماما وويل، چې دا دلربا نومېږي.
تردې وروسته لالوماما دمېلمنو په غوښتنه د دلربا په باب يوه دريڅه راخلاصه کړله . دريڅه خبريال د څو ځوانانو سره ولاړ و او له هغوی څخه يې پوښتنه وکړه، چې دلربا پېژني که نه؟ ځوانانو دلربا نه پېژندل او داسې فکر يې کاوه، چې دابه يو ښايسته شی وي، چې دسړي زړه وړي. خبريال وويل، چې دلربا دموسيقي يو ډول اله ده، چې پخوا په هندوستان کې غږول کېده، خو اوس په افغانستان کې هم رواج لري او د افغاني فرهنګ يوه برخه ده. تر دې وروسته خبريال په دې باب له محمدصديق قيام څخه معلومات وغوښتل. ښاغلي قيام، چې د موسيقۍ په باب يې يو کتاب ليکلی، داسې وويل: ”دلربا د امير شيرعلي خان د زمانې راهيسې زموږ فرهنګ ته راغلې ده او دلربا يې ځکه بولي چې خوږ غږ لري.“
داچې دلربا څنګه غږول کېږي او په کومو سندرو کې کارول کېږي، استاد امرالدين چې له (٦٠) کاله راهيسي دلربا غږوي داسې وويل: ”دغه آله له ارامو سندرو، لکه غزل، نعت او داسې نورو سره غږول کېږي. د دلربا تارونه ټول د وسپنې دي. اصلاً يې يو تار اساسي دی او دغه يو تار غږول کېږي او پاته نور تارونه يې فرعي دي“. تر دې وروسته دريڅه وتړل شوه او له دې سره سم خپرونه هم پای ته ورسېده. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||