BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 11:33 گرينويچ 2007 ,20 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
يوه ماڼۍ او زر دريڅې: امير بند

ماشومان د اختر په ميلې کې

فاطمه له رضا سره دماڼۍ په انګړ کې غږېدله او رضا ته يې د نويو جامو مبارکي وويله. رضا هم هغې ته مبارکي وويله، چې په دې وخت کې لالو ماما راغی.

فاطمې او رضا په ګډه لالو ماما ته د اختر مبارکي وويله، تر دې وروسته لالو ماما هغوی ماڼۍ ته دننه بوتلل.

مېلمنوپه ماڼۍ کې پر مېزډول، ډول مېوې ولېدې. لالوماما مېلمنو ته وويل چې دا مېوې مو د اختر په مناسبت دلته ايښي دي، تاسې يې هم وخورئ!

فاطمې له لالو څخه وغوښتل چې داځل دې د اختر په هکله يوه دريڅه ورته راخلاصه کړي. لالو ماما هم دغه خبره ومنله او يوه دريڅه يې ورته را خلاصه کړه.

دريڅه

د ماڼۍ خبريال له څو ځوانانو څخه وپوښتل، چې عيد (اختر) څه مانالري؟ يوه ځوان وويل چې اختر دخوشالۍ مانا لري.

 د اسلام په دين کې دوه اخترونه دي او په دې باب يو حديث شريف هم شته، چې په دې ډول دی: ”العيد عيدان“ ياني اخترونه دوه اخترونه دي.
عبدالحنان حنان

تر دې وروسته خبريال په دې هکله د ژبو او ادبياتو پوهنځي د عربي ډيپارټمنټ له استاد، عبدالحنان حنان څخه په دې اړه وپوښتل، هغه وويل:

”عيد يوه عربي کلمه ده، چې د راګرځېدو په مانا ده او په اصطلاح کې د جشن په مانالري.

د اسلام په دين کې دوه اخترونه دي او په دې باب يو حديث شريف هم شته، چې په دې ډول دی: ”العيد عيدان“ ياني اخترونه دوه اخترونه دي.

د اسلام په دين کې دوه اخترونه دي چې يو يې کوچنۍ او بل يې لوی اختر نومېږي.

دا چې خلک د اخترلپاره کومې تيارۍ نيسي او اخترونه څنګه لمانځي، په دې باب د لغمان ولايت يوه اوسېدونکې شګوفه داسې وايي:

”زه په اختر کې د نويو جامو اغوستلو ترڅنګ د خپلوانو کره ځم او زموږ کره هم زموږ خپلوان راځي.

کله چې نور ماشومان زموږ کره راشي، موږ هغوى ته په اختري کې ايشولي هګۍ، وچه مېوه او داسې نور شيان ورکوو.

يو وړوکی ماشوم د اختر د لمانځه پر مهال
وړوکی ماشوم چې له خپل مشرانو سره د اختر لمانځه په لمانځه کې اوږه په اوږه ولاړ دی.

زموږ په سيمه کې يوبل رواج هم شته، هغه داچې که کومه نجلۍ کوژدنه وي،

د هلک کورنۍ هغه ته د جامو او نورو شيانو ترڅنګ يو ټال هم راوړي، چې بيا د اختر په ورځ پکې نجلۍ زنګوي.

دريڅه تړل کېږي .

رضا وويل چې زه پروسږکال زما د ماماګانوکره باميانو ولايت ته تللى وم، بيا د مېلې لپاره ”امير بند“ ته ولاړو.

هلته مو ډېر ساعت تېر شو. لالوماما وويل چې په باميانو کې تفريح ځايونه ډېر دي خو د امېر بند يې ډېر مشهوره دی.

تر دې وروسته لالوماما دمېلمنو په غوښتنه د امېربند په اړه يوه دريڅه راخلاصه کړه.

دريڅه :

فاطمې او رضا په دريڅه کې د امير بند وليد او له لالو ماما څخه يې په حيرانۍ وپوښتل چې دا بند په کومه سيمه کې دى؟

امير بند
 په (١٣٥٦) لمريزکال کې د چيک هېواد يوه لامبو زن، تر دريو ورځو څېړنو وروسته معلومه کړه چې امېر بند (٣٠) متره ژوروالى لري.
لالو ماما

لالو ماما وويل، چې دابند د باميانو ولايت د يکاولنګ په ولسوالۍ کې پروت دى.

باميان شپږ نور واړه بندونه هم لري، لکه غلامان، قمبر، هيبت، پنير، پودينه او ذولفقار بندونه.

د اميربند د سمندر له سطحې څخه (٣٠٠٠) متره لوړ دی او هرکال يې ليدوته ډېرسيلانيان ورځي.

په (١٣٥٦) لمريزکال کې د چيک هېواد يوه لامبووهونکي تر دريو ورځو څېړنو وروسته معلومه کړه چې امېر بند (٣٠) متره ژوروالى لري چې د ځينو ځايونو کې ژوروالى يې تردې هم ډېردى.

تر دې وروسته دريڅه وتړل شوه او له دې سره سم خپرونه هم پاى ته ورسېده.

مرمۍيوه ماڼۍ او زر دريڅې
مرمۍ
د بدخشان غرونهيوه ماڼۍ او زر دريڅې
بدخشان
د سالنګ مېلهيوه ماڼۍ او زر دريڅې
د سالنګ مېله
انټرنيټيوه ماڼۍ او زر دريڅې
د ښوونځي کورنی کار
د باميانو بودايوه ماڼۍ او زر دريڅې
باميان
نجونې په ښوونځي کېيوه ماڼۍ او زردريڅې
ښوونځی
طوبا رحمنيوه ماڼۍ او زر دريڅې
داستان ليکونکې نجلۍ
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>