|
يوه ماڼۍ او زر دريڅې: ورزش | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
سير او معصومه د ماڼۍ په انګړ کې لالو ماما وليد چې، سپورټ يې کاوه. مېلمنو له هغه سره روغبړ وکړ او تر هغه وروسته په ګډه ماڼۍ ته دننه ولاړل. د ماڼۍ په انګړ کې مېلمنو له لالو ماما څخه وپوښتل چې، ولې يې ورزش کاوه؟ لالوماما وويل چې، ورزش ډېرې ګټې لري. مېلمنوله لالوماماڅخه وغوښتل چې، هغوی ته په دې باب يوه دريڅه راخلاصه کړي. لالوماما هم دغه خبره ومنله اوهغوی ته يې يوه دريڅه راخلاصه کړه. دريڅه خلاصېږي د ماڼۍخبريال له يوڅو ځوانانو څخه د ورزش د ګټو په هکله وپوٍښتل. حميد چې د اتم ټولګي زده کونکی دی وويل:
”له څه مهاله راهيسې چې مې ورزش پيل کړی، نو پرځان باوري او ذهني اوجسمي وده مې کړې ده. يوه نجلۍ چې، روهينا نومېږي او فوټبال يې کاوه، وويل: ”فوټبال مې ډېر خوښ دی. پخوامې داسې فکر کاوه چې، فوټبال يوازې دنارينه وو لوبه ده، خواوس پوه شوم چې، نجوني هم دفوټبال لوبه کولای شي. که نجونې تمرين وکړي، نو د ورزش په هره برخه کې ښه ځلېدای شي. نصرت چې د کانګفو ورزشکار دی، داسې وايي: ”ورزش له يوې خوا زما دروغتيا لپاره ګټه لري او له بلې خوا يو سالم مصروفيت هم دی“. د المپيک کمېټې د کاراټې دبرخې مسئول غلام جيلاني غروب، داسې ايي:
”ورزشکاران ارام او ښه خوب لري، ژر نه زړېږي او پرځان باور پيدا کوي، غښتلی اوبا انرژي وجود لري، تر عصبي فشار لاندې هم نه راځي. د بدن هډوکي يې کلک او غښتلي وي، حافظه يې قوي او حوصله يې لوړه وي“. دريڅه تړل کېږي سير وويل: زما ورزش ډېرخوښېږي اوغواړم چې، د منډې په لوبه کې تر ډېر ليرې ځايه پورې ولاړشم، لالوماما وويل چې، ليري ځايونه خير دې، خو له ناپېژندل شويوځايونوسره پام کوه، ځکه چې هلته دماين خطر شته. تردې وروسته لالوماما دمېلمنو په ټينګار او اصرار يوه دريڅه راخلاصه کړه. دريڅه خلاصېږي د افغانستان څو ځوانان دماين په باب خپلې خاطرې داسې وايي: ”د کابل ولايت د قره باغ ولسوالۍ يوځوان چې ګلالی نومېږي داسې وايي: زما د اکا لور زموږ په باغ کې ماين ليدلی و.
دې دغه خبره زموږ سره شريکه کړه او موږ د ماين پاکۍ ادارې ته خبر ورکړ، ماين پاکان راغلل او زموږ باغ يې له ماينونو څخه پاک کړ“. يوه بل ځوان داسې وويل: ”زما ملګری په خسو ټولولو پسي دښتې ته تللي او سپی يې پرماين ختلی و. ده هم هغه ځای په نښه او بيا يې ماين پاکانو ته خبر ورکړ. تر دې وروسته دريڅه وتړل شوه اوخپرونه پای ته ورسېده. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||