BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 07:10 گرينويچ 2007 ,14 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
يو ماڼۍ او زردريڅې: الماس

د الماس بېلابېل ډولونه


الو له مېلمنو سره د ماڼۍ په انګر کې وليدل او تر روغبړ وروسته يې هغوی ماڼۍ ته دننه بوتلل.

په ماڼۍ کې دننه دلالو ماما پام شو چې فريده او ميرويس په خپلو کې نه سره غږېدل.

لالو يې علت وپوښت. ميرويس له فريدې څخه پر دې خبره ګيله من و چې کله دی خبرې کوي نو ژبه يې بندېږي او فريده پرې ملنډې وهي.

لالو د فريدې دغه کار وغنده او د مېلمنو په غوښتنه يې په دې باب يوه دريڅه راخلاصه کړه.

دريڅه

خبريال تر سلام وروسته وويل: تاسي به ليدلي وي چې، دځينوکسانو ژبه د خبرو کولو پرمهال بندېږي.

 زه چې کله خبرې کوم نو په ژبه کې بندېږم او همزولي مې راباندي خاندي چې اوس له همدې امله له خپلو همزولو سره هيڅ لوبې نه کوم.
الهام

يوه پېغله چې مينه نومېږي په دې باب داسي دايي: ”زه په خپل ټولګي کې دوهم نمره يم.

کله چې درس لولم نو ژبه مې بندېږي او نور ټولګيوال راپوري خاندي، زه اوس دخپلو همصنفيانو په مخکي هيڅ درس نه شم لوستلای“.

يو هلک چې الهام نومېږي په دې اړه داسي وايي: ”زه چې کله خبرې کوم نو په ژبه کې بندېږم او همزولي مې راباندي خاندي چې اوس له همدې امله له خپلو همزولو سره هيڅ لوبې نه کوم“.

خو مرسله يوه داسي نجلۍ ده چې خپله ستونزه يې تر يوحده حل کړې ده، دا وايي:

”کله چې يوازي يم نوهغه کلمې چې درنې، پېچلي او زماد ژبې دبندېدو سبب کېږي له ځانه سره ډېرې تکرار وم.

که په مجلس کې خبرې کوم اويا له همزلو سره غږېږم نوکه څوک راباندي وخاندي هم، زه خپل جرئت له لاسه نه ورکوم

اوخپلوخبروته دوام ورکوم. دکابل پوهنتون دارواپوهنې دڅانګي استاد، پوهنمل سراج الدين وايي:

يوه نجلۍ چې ژبه يې بندېږي
 کله چې يوازي يم نوهغه کلمې چې درنې، پېچلي او زماد ژبې دبندېدو سبب کېږي له ځانه سره ډېرې تکرار وم.
مرسله

”هغه کسان چې ژبه يې بندېږي کوښښ دي وکړي چې کرار، کرار و غږېږي.

هغه کليمات چې ثقيل او ده ته يې ويل سخت وي وي، بايدډېر تکرار کړي او هيڅ کله دي دخلکو په خندا ناهيلی کېږي نه.

دغه ډول دي عام خلک هم پر هغوخلکو نه خاندي چې په ژبه کې بنديږي، ځکه چې په دې کار هغوی ځوريږي او پر روحيه يې بداغېز کوي“.

دريڅه تړل کېږي.

فريدې د ماڼۍ په داليز کې د لالو ماما په لاس کې ګوتمۍ ته پام شو، د ښکلا ستاينه يې وکړه اوله لالوماماڅخه يې وپوښتل چې آيا داغمی د الماسودى؟

لالوماما وويل، چې نه دا عادي غمى دى. ميرويس له فريدې څخه وپوښتل چې ايا تا الماس ليدلی دی؟

الماس
 الماس د جواهراتو په سر کې ځاى لري چې ځينې وخت يې د قيمتي کاڼو د پاچا په نامه هم يادوي.
حکيم بابا

فريدې وويل چې نوم مې يې اورېدلى دی خوليدلی مې نه دی.

تردې وروسته لالومامادمېلمنو په غوښتنه يه دريڅه راخلاصه کړه.

دريڅه

نوريې خپلي خورلڼې شريفې ته د خپل اوښي (اخښي) کيسه وکړه چې نوی له بهر څخه راغلى اوخپلې کوژدنې ته يې د الماسو ګوتې راوړې ده.

شريفې وويل چې ما تراوسه الماس نه ليدلی اونه يې پېژنم.

دوی دواړې دالماسو دمعلوماتو لپاره حکيم بابا ته ورغلل. حکيم بابا ترستړې مشي وروسته هغوی ته وويل:

”الماس د جواهراتو په سر کې ځاى لري چې ځينې وخت يې د قيمتي کاڼو د پاچا په نامه هم يادوي.

الماس زياتره بې رنګه او شفاف وي، خوځينې ډولونه يې خاورين ، سپين ، نارنجي او شين رنګ لري.

الماس
 الماس زياتره بې رنګه او شفاف وي، خوځينې ډولونه يې خاورين ، سپين ، نارنجي او شين رنګ لري.

الماس د سختو (کلکو) عناصرو څخه شمېرل کېږي چې د (٨٠٠٠) سانټي ګريډ درجو حرارت په وړاندې مقاومت لري او د تيږو او سکرو له کانونوڅخه په لاس راځي.

الماس پر دوه ډوله دي. يويې اصلي الماس دي چې په زيوراتو او نورو شيانو کې کارترې اخستل کېږي او بل مصنوعي الماس دي چې يوه بېلګه يې دښيښو د قلم (شيشه بر) په څوکه کې وي.

الماس د لومړي ځل لپاره تر مېلاد (٨٠٠) کاله دمخه په هند کې وموندل شو.

يوه فوټبالره نجلۍيوه ماڼۍ او زر دريڅې
ورزش
امير بنديوه ماڼۍ او زر دريڅې
امير بند
معيوب خيا‌طڅېرې او سيمې
معيوب ماشوم
د بدخشان غرونهيوه ماڼۍ او زر دريڅې
بدخشان
د سالنګ مېلهيوه ماڼۍ او زر دريڅې
د سالنګ مېله
انټرنيټيوه ماڼۍ او زر دريڅې
د ښوونځي کورنی کار
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>