|
يوه ماڼۍ او زر دريڅې: کاراټه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
نوريې او منصور ماڼۍ ته د ننه ولاړل، هلته يې وليدل چې لالو ماما سپينې جامې اغوستې او په چمن کې يې ورزش کاوه. لالو له مېلمنو سره روغبړ وکړ او هغوی يې ماڼۍ ته د ننه بوتلل. په ما ڼۍ کې دننه نوريې له لالو ماما څخه پوښتنه وکړه چې ولې دي نن سپين کالي اغوستي دي او ملا دي ولي په سپين کمر بند تړلي ده؟ لالوماما وخندل او ويي ويل چې، نن مې ځکه دا د ورزش ځانګړي کالي اغوستي چې، تاسي ته د کاراټې په باب معلومات درکړم. تردې وروسته مېلمنو له لالو ماماڅخه وغوښتل چې دوی ته دکاراټې په باب يوه دريڅه راخلاصه کړي، چې لالوماما هم د هغوی دغه وړانديز ومانه اوهغوی ته يې يوه دريڅه راخلاصه کړه.
دريڅه دماڼۍ خبر يال په يوه کلپ کې له څو تنو ورزشکارانو سره تر ستړې مشي وروسته د ناصر حبيب په نوم له يوه ځوان څخه دکاراټې به باب پوښتنه وکړه، هغه وويل: ”کاراته هغه ورزش دی چې په تش لاس کېږي“. يوه بل زلمي عبدالله حبيب دکاراټي دکاليو په اړه وويل: ”دکاراټي کالي لکه دتکوانډو دکاليو غوندې سپين رنګ لري. دا ورزش اووه کمربنده او لس (١٠) درجې لري چې درجې يي د دان په نوم يادېږي“. استاد نعمت الله مودب د کاراټې دګټو په باب وويل: “کاراټه چې تر لس کلنۍ وروسته پيل کېږي. انسان له چاغوالي څخه ژغوري او د بدن فعاليت ډېره وي، ټمبلي کموي او دبدن عضلات غښتلي کوي“. عظيم چې يو ورزش کار دی وويل: ”زه له ورزش سره ډېره مينه لرم او وجود مې دکاراټې د ورزش له برکته ډېر غښتلی شوی دی“. دکاراټې دفدراسيون رئيس غلام جيلاني غروب په افغانستان کې دکاراټې د تاريخ په باب وويل:
کاراټه يو رزمي ياجنګي ورزش دی چې دلومړي ځل لپاره دجاپان په اوکيناوايي کې منځته راغلی دی. خو په افغانستان کې له (٣٠)کالو راهيسي دود شوی دی. کاراټه په اوکيناوايي ژبه کې تش لاس ته وايي، ياني هغه ورزش چې په تش لاس تر سره کېږي“. دريڅه تړل کېږي منصور وويل چې ما هم ښه کاراټه زده کړې ده چې اتل شم او خارج ته ولاړ شم. لالوماما وويل چې د اتل کېدو لپاره خارج ته د تګ څه اړتياده، په افغانستان کې هم اتلان شته. تردې وروسته لالاماما مېلمنو ته دهغوی په خوښه په دې باب يوه دريڅه راخلاصه کړه. دريڅه
دکاراټې يوه اتل عنايت الله وويل: ” ماله وړکتوبه له کاراټې سره مينه لرله او له لس کلنۍڅخه مې په دغه ورزش پيل کړی دی چې تراوسه مې په دې برخه کې پنځه ميډالونه ترلاسه کړي دي. ځينې کسان د دې لپاره سپورټ کوي چې نورو ته خپل زور وښيي خو زما هدف يو خوخپله روغتيا اوبل له ځان څخه د ضرورت په وخت کې دفاع ده. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||