BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 09:08 گرينويچ 2008 ,08 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
يوه ماڼۍ او زر دريڅې: کوماچ

کوماچ

لالو ماما له مېلمنو سره د ماڼۍ په انګړ کې وليدل او تر روغبړ وروسته يې هغوی ماڼې ته دننه بوتلل.

حميدې لالوماما ته د تناره کلچې راوړي وې، ځکه چې هغه نوی له ناروغۍ څخه جوړ شوی و. لالوماما په خندا وويل: ”ما داسي فکر کاوه چې کوماچ (پتيره) دې راوړې ده“.

مېلمانه دکوماچ د نوم په اورېدو حيران شول او له لالو څخه يې وغوښتل چې په دې اړه يوه دريڅه ورته راپرانيزي. لالوماما يې هم خبره ومنله او دريڅه يې ورته راخلاصه کړه.

دريڅه خلاصېږي

د ماڼۍ خبر يال تر روغبړ وروسته له اورېدونکو وپوښتل چې ايا تاسې کوماچ پېژنئ؟

کوماچ څه ته وايي؟
 کوماچ يوډول ډوډۍ ده چې د افغانستان په ډېروسيمو کې پخېږي. دغه ډوډۍ پخوا د شپونکي او ژرندګړي په نوم هم يادېده.
مريمه

کوماچ يو ډول خواړه دي، خو لومړى به ديوڅو ځوانانو څخه وپوښتو چې هغوی کوماچ پېژني کنه؟

د مريمې په نوم يوې نجلۍ وويل: ”زه کوماچ ډېر ښه پخولای شم، ځکه چې په بلخ ولايت کې مې ډېر وخت تېر کړی دی او کوماچ هلته هم رواج لري.

کوماچ يوډول ډوډۍ ده چې د افغانستان په ډېروسيمو کې پخېږي. دغه ډوډۍ پخوا د شپونکي او ژرندګړي په نوم هم يادېده.

داډوډۍ داسي پخېده چې اوړه به يې ډېر کلک مېشتول (لندول) او يوازي به يې مالګه پکې اچول.

بيا به يې په نغري کې اور بل کړ او دغه ډوډۍ به يې د سکروټو په منځ کې و دروله، کله چې به ښه سره، ياني پخه شوه نو خوړل به يې خو اوسنی کوماچ بيا بل ډول پخېږي.

هغه داسي چې غوړي، شېدې، هګۍ، بوره، د کيک پوډر او پولۍ سره يوځای او له لږ ګرمو اوبو سره يې ګډوي.

کوماچ
اوس په کوماچ کې له غوړيو، شېدې، هګۍ، بوره، او داسې نورو څخه کار اخلي.

وروسته له هغه ګردۍ، ګردۍ کلچې ترې جوړوي او په سرو شويو غوړيو کې يې اچوي. بيا د تناره په مړه اور کې ايښودل کېږي چې په کراره پخې شي“.

دريڅه تړل کېږي

حميدې له لالوماما څخه پوښتنه وکړه چې کوماچ يوازي د ناروغ پوښتنې او ناشتايي کې وړل کېږي که په نورو مراسمو کې هم کارېږي.

يوسف وخندل او حميدې ته يې وويل چې ای ساده په په دومره عادي شي هم نه پوهېږي.

لالوماما ديوسف دغه کار وغنده او هغوی ته يې په دې باب يوه دريڅه راپرانيستل.

دريڅه خلاصېږي

مينې په يوه مجله کې يوه پوښتنه وليده چې ځواب يې نه و زده. مينې دغه پوښتنه له خپلو خورلڼو، زرمينې اوليلا سره شريکه کړه.

 زرمينې او ليلا! تاسې ما ته دا ووايئ چې، افغانستان څو ولايتونه لري؟ الف: ٢٥. ب: ٣٠. ج: ٣٢.د: ٣٤.
مينه

پوښتنه داسي وه: افغانستان څو ولايتونه لري؟ الف: ٢٥. ب: ٣٠. ج: ٣٢. د: ٣٤.

ليلا پر مينې وخندل او ويې ويل چې، په دومره ساده او اسانه پوښتنوهم نه پوهېږې.

مينه دليلا په دې خبره په غوسه شوه او ولاړه. زرمينې د ليلا دغه کار وغنده او په لوړغږ يې مينې ته نارې کړې او ويې ويل چې، افغانستان (٣٤) ولايتونه لري.

تر هغې وروسته زرمينه او ليلا د مينې د پخلاينې لپاره د هغې کورته ورغلې، مينې هم د زرمينې خبره ومنله او هغوی يې د غرمې ډوډۍ ته راوګرځولې.

د مينې مور په کورکې نه وه، نو خپلو خورلڼوته يې هګۍ ور پخې کړې او په ډېرو زاريو يې ورته وويل چې، مور مې په کور کې نه وه چې، ښه خواړه مې در پاخه کړي وای.

زرمينې ورته وويل چې، زما هګۍ خوښېږي، خو کله چې مينه د هګيو په خوړلو پيل وکړ، نو خوند يې ورنه کړ.

د افغانستان نقشه
ليلا مينې ته وويل چې افغانستان (٣٤) ولايتونه لري.

ليلا په ملنډو ترې و پوښتل چې هګۍ مې څه ډول پخې کړي دي؟

ميني وويل چې لومړی مې غوړي ښه سره کړل، بيا مي هګۍ او مالګه او وروسته له هغه مې لږ اوبه هم پکې واچولې، زرمينې ورته وويل چې اوبه نه پکې اچول کېږي.

زما څخه به دي پوښتنه کړې وای. مينې ورته وويل چې که پوښتنه مې درڅخه کړې وای، نو بيا به دي دليلا په څېر راپوري خندلي وای.

زرمينې ورته وويل چې، پوښتنه عيب نه ده، خو نه پوهېدل عيب دی.

دريڅه تړل کېږي

ډايناسوريوه ماڼۍ او زر دريڅې
ډايناسور
د کاراټې اتليوه ماڼۍ او زر دريڅې
کاراټه
الماسيو ماڼۍ او زردريڅې
الماس
يوه فوټبالره نجلۍيوه ماڼۍ او زر دريڅې
ورزش
امير بنديوه ماڼۍ او زر دريڅې
امير بند
مرمۍيوه ماڼۍ او زر دريڅې
مرمۍ
د بدخشان غرونهيوه ماڼۍ او زر دريڅې
بدخشان
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>