BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 08:30 گرينويچ 2008 ,12 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
يوه ماڼۍ اوزر دريڅې : سبا ناری

سهار ناری

رويا او رفيع غوښتل چې ماڼۍ ته ولاړ شي، خو پر ناوخته شوی و. رفيع وويل چې زه به ولاړ شم او دخپل ورور بايسکل به راولم، خو رويا وويل چې نه، مه ځه.

دوی همدا خبرې کولې چې يو موټر راغی او ماڼۍ ته يې ورسول . لالوماما له مېلمنوسره دماڼۍ په انګړ کې وليدل او تر روغبړ وروسته يې هغوی ماڼۍ ته دننه بوتلل.

لالوماما له ميلمنوڅخه د ناوخته راتګ علت وپوښت، رويا وويل چې رفيع غوښتل، له ورورڅخه بايسکل واخلي خوماپرې نه ښود.

ماويل که ورور يې بايسکل ورنه کړي، نودی به کم راشي. لالو هم د رويا خبره تائيد کړه اوپه دې باب يې مېلمنوته يوه درېڅه راخلاصه کړه.

درېڅه

فريبا ته يې مور وويل چې لورې راځه چې بازار ته ولاړې شو چې نوي کالي درته واخلم، دماما واده ته دي لږ وخت پاتې دی.

فريبا وويل چې نويوکاليوته اړتيانشته، ځکه چې زما خورلڼې، ګل مکۍ ماته ويلي دي چې زه به خپل کالي درکړم .

 واده تيار و، فريبا ټوله ورځ انتظار ويست، خو کله چې يې خورلڼه راغله، جامې يې نه وې ور ته راوړې.

څو ورځې وروسته دواده ورځ راورسېده، ټولو نجونو خپلې نوي جامې اغوستي وې،خو فريبا خپلې خورلڼې ګل مکۍ ته سترګې پر لار وه.

ګل مکۍ چې راغله نو فريبا ته يې وويل چې، وبخښه کالي مې نه درته راوړل، ځکه چې مور مې اجازه نه راکول .

لالوماما وويل، هغه څه چې دچا په وس پوره نه وی، له چاسره دي وعده نه کوي. تر دې خبرې پورې رفيع ته خپله کيسه ورياده شوه او ويې ويل:

يوه ورځ زمايوه ملګري وعده راسره وکړه چې له کوره پراټي درته راوړم، په هغه ورځ مې سهار لا څه ونه خوړل، ډېر وږی وم، خوکله چې مې ملګری راغی نو پراټې يې رانه وړې.

لالوماما وويل چې، دسهار له خوادي بايد خامخا يوڅه خوړلي وای، ځکه چې ډېره ګټه لري. ماما په دې باب مېلمنو ته يوه درېڅه راخلاصه کړه.

درېڅه

حميد سهار مهال له چايوڅښلو پرته ښوونځي ته تللی و. کله چې غرمه بيرته راغی نوډېر وږی شوی وه او خپلې خور شريفې ته يې وويل چې هله ژر ډوډۍ تياره کړه.

ماغزه
د سبا ناري خوړل پر ذهن او دماغ ښه اغيزه کوي.

موريې ورته وويل چې، که سهار دي چای څښلي وای، نو اوس به دي دا حال نه وای. په دې وخت کې دحميد ماما چې، ډاکټر و، د دوی کره راغی. هغه وويل چې دسهار ناری ډېرې ګټې لري.

که څوک سهار يوڅه وخوري، نوټوله ورځ به تکړه وي. درسونه به ښه لوستلاى شي، وجود به يې قوي وي او ذهن به يې ښه کار کوي.

وايي چې: ” د سهار ډوډۍ يوازي ، د غرمې ډوډۍ له دوست او د شپې ډوډۍ له دښمن سره خوره“ .

د غاښونوخرابېدل، د خولې بدبويي، د وېښتانو رژېدل او د پوستکي خرابوالى د سبا ناري د نه خوړلو له امله هم پيدا کېدای شي.

وړوکی تلويزيونيوه ماڼۍ اوزر دريڅې
وړوکی ټلوېزيون
د برمودا مثلثيوه ماڼۍ او زردريڅې
د برمودا مثلث
کوماچيوه ماڼۍ او زر دريڅې
کوماچ
ډايناسوريوه ماڼۍ او زر دريڅې
ډايناسور
د کاراټې اتليوه ماڼۍ او زر دريڅې
کاراټه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>