|
يوه ماڼۍ اوزر دريڅې: وړوکی ټلوېزيون | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
لالوماما له مېلمنو سره چې خسرو او هوسۍ نومېده ، د ماڼۍ په انگړ کې وليدل او تر روغبړ وروسته يې هغوی ماڼۍ ته دننه بوتلل. د لالو ماما خسرو ته پام شوچې خفه او غلی ولاړ و.لالوماما دخفګان علت ورڅخه وپوښت. خسرو وويل چې زه له دې امله خفه يم چې پلار مې تل هوسۍ ته نوي شيان راوړي او په ماکې هيڅ چورت نه وهي. لالوماما وويل چې، وا هلکه ستابوټونه خو نوي دي. هوسۍ وويل چې خسرو زماسره کينه لري، تردې ورسته لالوهم په دې باب يوه دريڅه راخلاصه کړل. دريڅه خلاصېږي دماڼۍ خبريال وويل چې زه اوس له څوتنکيوځوانانوسره ولاړ يم. په دوی کې يو عبدالله نوميږي، دده مخ زخم زخم دى، راځئ واوروچې دده مخ ولي داسي شوی دی؟ عبدالله وويل: ” زمايو ملګری تل له ماسره رخه او کينه کوله . ماچې به کله يو شی رانيو، نو دده به بد راتلل. يوه ورځ ما يو نوی بايسکل واخيست چې ده يې ټايرونه ور پنچر کړل. بله ورځ يې ميل ورمات کړ. هغه و چې پر دغو کارونو مې ورسره شخړه شوه چې په شخړه کې مې مخ دغسي شو“ . ځينې خلک په دې نه پوهېږي چې يوڅوک حسد ياکينه ورسره لري. له دغوخلکوڅخه يوه هم مسعوده ده، داپه دې باب وايي : ” کله چې به ما ځان ته يوښه شى واخيست نو د تره لوربه مې راته ويل چې دا شی خراب دی اويا له موډه لوېدلی دی . زما تر پام به هم دغه شی بد راغی او زړه به مې ځنې تور شو. يو وخت پوه شوم چې دا اصلاً زما سره رخه لري، پر ما يې ښه شی نه پېرزو کېږي . ميرويس يو داسې يوځوان دی چې دهمدې حسادت او کينې له امله يوکال په مکتب کې ناکام شوى دى، دی وايي : ” ما به دخپل ټولګي له اول نمره سره تل پر دې کينه ساتله چې دی ولي اول نمره دی. خپل درسونو به راڅخه پاته وو او په دې خبره کې به مې چورت بند و. هغه و چې په کلنۍ ازموينه کې ناکام شوم“. داسلام مبارک دين هم حسادت غندلی دی، په دې اړه مولوي محمد يوسف وايي : ” حضرت محمد (ص) فرمايي: ” له حسدڅخه ځان وساتئ، ځکه چې حسد هسي رنګ نېکي خوري، لکه بل اورچې لرګي خوري. دماڼۍ په دالېز کې د هوسۍ يوه وړوکي تلوېزيون ته پام شو. لالوماماته يې وويل چې کاشکي دومره کوچنی تلوېزيون وای چې له ځان سره ګرځول کېدای شوای. لالوماما وويل چې په دنياکې دومره وړوکی تلوېزيون شته چې په عينکو کې ايښودل کېږي. تر دې وروسته مېلمنوله لالو ماما څخه وغوښتل چې په دې باب يوه دريڅه ورته راخلاصه کړي.
لالوماما هم دمېلمنو غوښتنه ومنله او هغوی ته يې په دې باب يوه دريڅه راخلاصه کړه. خيبر خواشينى ناست و،خور يې راغله او د خفگان علت يې ځنې وپوښت، خيبر وويل چې د مجلې په دې پاڼه د نړۍ د ترټولو وړوکي تلوېزيون په هکله مالومات ليکل شوي وو،خوبله پاڼه يې نشته خور يې ورته وويل چې غم مه کوه، راځه حکيم بابا ته به ورشو، له هغه څخه به دغه معلومات وغواړو. خيبر هم دغه خبره ورسره ومنله او دواړه حکيم باب ته ولاړل. حکيم بابا وويل : ” په نړۍ کې تر ټولو وړوکى تلوېزيون دجاپان هيواد په ټوکيو ښارکې جوړ شوی دی او دومره کوچنی دی چې په عينکوکې هم نصب کېدای شي.داتلوېزيون يوې جاپاني کمپنۍ جوړ کړی دی چې ټيلي ګلاس ، ټي درې ايف ( Teleglass-T3-F ) نومېږي . ددې تلوېزيون پلنوالى دوه سانتي متره او وزن يې ( ٣٥ ) گرامه دى. دغه تلوېزيون چې تصوير يې د ( ٢٨ ) انچه رنګه تلوېزيون په شان روښانه دى، په دوه متره واټن کې هم ليدل کېدای شي او په يو ډول ځانګړو عينکو کې نصب کېږي. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||