|
يوه ماڼۍ او زردريڅې: د برمودا مثلث | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
لالوماما له مېلمنو سره د ماڼۍ په انګړ کې وليدل او تر روغبړ وروسته يې هغوی ماڼې ته د ننه بوتلل. په دې وخت کې يومېلمه خپه ښکارېده، ځکه چې ورور يې دګاونډې له زوی سره جګړه کړې وه او ده دخپل ورور پلوي کړې وه. لالوماما له مېلمنوڅخه وپوښتل چې، که په داسې حالاتوکې د ماشومانو پلوي وشي نو پايلې به يې څه وی؟ مېلمنو سم ځواب نه درلود او له لالوماما څخه يې وغوښتل چې په دې باب يوه دريڅه ورته راخلاصه کړي. لالوماما هم دهغوی دغه وړانديز ومانه او يوه دريڅه يې ورته راخلاصه کړه. دريڅه خلاصېږي د ماڼۍ خبريال دحکمت کيسې ته په اشارې سره وويل چې، يوه ورځ دحکمت وړوکي ورور دګاونډې له زوی سره شخړه کړې وه، حکمت پرته له دې چې پوښتنه وکړي د ورور پلوي يې کړې وه.
دغه کار نه يوازي دا چې ستونزې پېښوي، بلکې ځينې وختونه د دوو کورنيو تر منځ د خفګان سبب هم کېږي. ددې لپاره چې له دغه ډول ستونزو سره مخ نه شو، لومړی به په دې باب د يوڅو ځوانانو خبرې واورو: يوه ځوان وويل چې، که وړې خويندي، ورونه او يا نور ملګري موله يوچاسره په جګړه بوخت وي، لومړی بايد پوښتنه وکړو، په موضوع ځان پوه کړو او بيا د ستونزې په حل کولو پيل وکړو. يوه بل ځوان وويل چې، د ماشومانو په جګړه کې بايد لويان برخه وا نه خلي، بلکې يوازي هغوی له جګړې راوګرځوي، ځکه چې ماشومان يوځل جګړه کوي او يوه شيبه وروسته بيرته سره پخلا وي. دريڅه تړل کېږي مېلمنو د ماڼۍ په دالېزو کې قدم واهه، چې پر دېوال باندي ځوړندې شوې يوې نقشې ته يې پام شو.
لالوماما مېلمنوته په نقشه کې د ابو يوه برخه وروښودله چې مثلث ته ورته شکل يې درلود. لالوماما وويل چې دې ته د ”برمودا“ مثلث وايي. مېلمانه د برمودا مثلث د نوم په اورېدو حيران شول. له لالو ماماڅخه يې وغوښتل چې په دې هکله يوه دريڅه ورته راخلاصه کړي او لالاماما هم يوه دريڅه راخلاصه کړه. دريڅه خلاصېږي ميرويس خپلې خور مينا ته وويل چې، نن زما يوه ملګري احمد په يوه مجله کې لوستلې وچې، په نړۍ کې داسې يوځای شته چې هلته هر ډول بېړۍ ډوبېږي او ان داچې، د هغې سيمې له فضاڅخه الوتکې هم نه شي تېرېدای. ميناد ميرويس په خبره باور ونه کړ، دواړه حکيم بابا ته ورغلل او له هغه څخه يې معلومات وغوښتل. حکيم بابا وويل چې امريکا ته نږدې يوسمندر دی چې د” برمودا“ مثلث او ځينې خلک يې دشيطان مثلث هم بولي.
ځکه چې له ډېره وخته راهيسي دسمندر په دغه برخه کې په سلګونو بېړې، الوتکې او انسانان ډوب شوي دي. تر اوسه د سمندر ددغې برخې په راز هيڅوک نه دي پوه شوي. کله چې کرستف کولمب د امريکا لويه وچه کشف کړه، نو په خپل کتاب کې يې ددغه سمندر په باب و ليکل چې دلته ګردابونه او مقناطيسي غرونه دي چې بېړۍ او الوتکې ځان ته راکشوي. بل دا چې (٦٠) کاله مخکې شپږ الوتکې چې د سمندر ددغې برخې له فضاڅخه تېرېدې، ټولې په همدغه ځای کې ډوبې شوې. په دې باب ډېرې څېړنې شوي خو تراوسه څوک په دغه راز نه دی پوهېدلی. دريڅه تړل کېږي. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||