BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 09:15 گرينويچ 2008 ,14 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
يوه ماڼۍ او زردريڅي: ځوانان او فلمونه

ځوانان او فلم
ځوانان بايد يوازې د فېلم تفريحي برخې ته پام ونۀ کړي مثبت ټکي يې هم پۀ پا م کې ونيسي.
معروف پۀ هغه کيلي چې لالوماما ورته ورکړې وه د ماڼۍ ورپرانيستۀ، دی او مريمه دواړه سره دننه ماڼۍ ته ننوتل، هلته يې لا لو ما ما پر کتاب لوستلو وليدۀ.

لالو ما ما وويل: " دکتاب پر لوست دومره بوخت وم، چې تاسو مې لۀ ياده وتي وئ". دوی ته يې يوه دريڅه پرانيستله .

دريڅه :

خبريال د مطالعي د ګټو پۀ اړه لۀ څوتنوځوانانو څخه وپوښتل: دشېوه کيو اوسېدونکي اسد وويل:" مطالعه کول مې ډېر خوښيږي خو خپل وخت نۀ شم ورته برابرولی" .

زده کوونکې طيبې وويل:" مطالعه کول مې دژوند يوه برخه ده، تردې دمه مې چې هر څۀ زده کړيدي، دا د مطالعي برکت دی".

يو تن دوکاندار فريد وويل:" ښوونځی مې نۀ دی لوستی خو ځيني کتابونه مې لوستلي دي، اوس زۀ دخپل هېواد د تاريخ پۀ اړه ډېر پوهيږم".

په کتابتون کې مطالعه
دمطالعې پۀ مرسته د نړۍ د خلکو او دهغوي د ژوند، دود په اړه مالومات تر لاسه کېږي".

خبريال دکابل پۀ عامه کتابتون کې لۀ څو تنو نورو ځوانانو څخه د مطالعې د ګټوپۀ اړه وپوښتل: صفي الله وويل:

" د مطالعې پۀ مرسته انسان پۀ هره برخه کې مالومات تر لاسه کوي". .سارا وويل:" دمطالعې پۀ مرسته کولاې شو د نړۍ دګوټ-ګوټ پۀ اړه، دخلکو او دهغوي د ژوند، دود و دستور په اړه مالومات تر لاسه کړو".

دعامه کتابتون رييس عبدالحميد غني زاده وويل:" ځوانان بايد دمهالوېش پربنسټ د خپلې خوښې کتابونه ولولي، نۀ يواځې کتابتون ، بلکې پۀ هرځای کې دې ولولي". دريڅه وتړل شوه.

معروف وويل:" تاريخي کتابونه مې ډېر خوښيږي". لالو ماما د تاريخي کتابو دګټو پۀ اړه وويل: "د همدغو کتابونو لۀ کيسونه فلمونه جوړېږي،

د فلمونو پۀ مرسته خلک دخپل هېواد او نورو هېوادونولۀ دودودستورخبرېږي". لالو ماما ځوانګيانوته بله دريڅه پرانيستله:

دريڅه :

حميدشريف ته وويل:" پرون شپه ني فېلم کې مې يوه صحنه ډېره خوښه شوه، يوۀ تنکي ځوان لۀ يوې معيوبې ښځې سره مرسته وکړه ، سودا يې تر کوره ورسره يوړه".

 ځوانان او فلم
د فلمونو پۀ مرسته خلک دخپل هېواد او نورو هېوادونولۀ دودودستورخبرېږي.

شريف وويل:" ما پۀ فېلم کې يو هلک وليدۀ، چې ټوله ورځ يې بې ځايه وخت تېره وه، ښوونځی او درس ترې پاتي و، د همدغه فېلم ليدومې پۀ ژوند کې ډېربدلون راوستۀ".

افغان سينماګر ممنون مقصودي وويل:" ځوانان بايد يوازې د فېلم تفريحي برخې ته پام ونۀ کړي مثبت ټکي يې هم پۀ پام کې ونيسي". دريڅه وتړل شوه.

ورزشکاره نجلۍيوه ماڼۍ او زردريڅې
ورزشکاره نجلۍ
مولانايوه ماڼۍ او زردريڅې
مولانا
نقاشييوه ماڼۍ او زردريڅې
نقاشي
سهار ناریيوه ماڼۍ اوزر دريڅې
سبا ناری
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>