|
يوه ماڼۍ او زردريڅې: مولانا | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
لالوماما د ماڼۍ په انګړ کې له ځان سره يو شعر زمزمه کاوه. سمير او سهيلا هغه ته نږدې ورغلل او تر روغبړ وروسته په ګډه ماڼۍ ته دننه ورسره ولاړل. سهيلا وويل چې، لالوماما څه شعرونه دي ويل؟ لالوماما وويل چې دا د مولانا بلخي شعر و او په دې باب يوه ديڅه خلاصوي! دريڅه دماڼۍخبريال وويل:” ( ٢٠٠٧م ) کال د ملګرو ملتونو سازمان د يونسکو څانګې له خواد مولانا کال نومول شوی و. داچې مولانا صاحب څوک و، په دې باب يوځوانکی، چې احمد نومېږي، داسي وايي: ” مامې له خپل پلارڅخه اورېدلي دي چې، مولانا صاحب په بلخ کې زېږېدلی اوپه پنځه کلنۍ کې له بلخ څخه ترکيې ته تللی دی. ” داچې مولاناصاحب ته ولي مولانا بلخي رومي وايي، احسان ، داسي وايي: ” مولانا په بلخ کې پيدا شو او ډېره موده يې په روم کې ژوند کړی ، ځکه نو بلخې او رومی ورته وايي.” يوه نجلۍ چې رويا نومېږي وايي: ” مولانا ددري ژبې يو سترعارف شاعر و چې په (٦٠٤) هجري قمري کال په بلخ کې زېږېدلی او په (٦٧٢) هجري قمري کال په ترکيه کې مړ شوی دی. پلاريې سلطان العلماء نومېده چې په بهاء الولد سره يې شهرت درلود. کله چې دمولانا صاحب پلار مړ شو، نو ده د پلار پرځای خلکوته په وعظ او نصيحت شروع وکړه“. فرشته چې ديولسم ټولګي زده کوونکې ده، وايي: ” کله چې مولانا له شمس تبريزي سره وليدل، نو په ژوندکې يې بدلون راغی، له نصيحت څخه يې لاس واخيست او تصوف ته يې مخه کړه. سهيلاوويل چې، په ژمې کې زموږ په کلي کې ځينې محفلونه وی، خو سمير دغه ډول محفلوته نه ورځي. سمير وويل چې زه شرميږم. لالو په دې باب يوه دريڅه خلاصوي. دريڅه دماڼۍ خبريال وويل : ” درنو دوستانو! ځينې ځوانان دخوښيو او نورو محفلونو ته په ډېره مينه ځي خو ځينې ځوانان بيا دغه ډول محفلونوته نه ځي. په دې باب يوه نجلۍ چې شريفه نومېږي، وايي:
” مابه له خپلوخورلڼوسره تګ راتګ اولوبې نه کولې، هماغه و چې هغوی هم بيخې هېره کړم .اوس يې نتيجه داشوه چې يوازي پاتې شوم“ . خويوې بلې نجلۍ بيا وويل : ” ما له خپلو خورلڼو سره ناسته ولاړه لږ درلوده، بياچې، يوازي شوم، بيرته مې له خپلو دوستانو او همزولو سره راشه درشه شروع کړه“. يوځوانکی چې فيض الله نومېږي په دې باب وايي : ” ددې لپاره چې ماشومان کم جرئته لوی نه شي بايدکورنۍ يې دکور په ټولوبرخوکې هغوی ته د خبرو وخت ورکړي. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||