|
يوه ماڼۍ او زردريڅې: ورزشکاره نجلۍ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
لالو مامادماڼۍ پۀ انګړ کې دنيالګيو پۀ پالنه بوخت ؤ، راضيه او رشادر راغلل،پۀ ګډه ماڼۍ ته دننه ولاړل،راضيې او رشاد لالوماما ته وويل: " پسرلی دی ټول شنه بوټي پخپله شنۀ کيږي، ولې ته د ونو پالنه کوئ ؟" لالو وويل:" که د نيالګيو سمه پالنه وشي ، ډېر عمر کوي ." پۀ همدې اړه يې يوه دريڅه پرانيستله. دريڅه: ببرک خپل ملګري بريالې ته وويل: مامامې بدخشان کې يوه ونه ليدلې وه، ډډ يې خالي ؤ، منځ کې يې څلور کټونه ايښوول کېدل. بريالي وويل:" کاشکې مې دا ونه ليدلې وای !" ببرک ،بريالي نه پوښتنه وکړه:" پۀ افغانستان کې تر ټولو پخوانۍ ونه کوم ځای کې ده ؟ بريالی ونۀ پوهېدۀ دواړه حکيم بابا ته و لاړل او لۀ هغۀ نه يې پوښتنه وکړه. حکيم باباوويل:"د نورستان ولايت د ( درېن ) پۀ سيمه کې دلمنزې پۀ نامه داسې ونې شته چې لۀ ( ١٥٠٠) نه تر (٢٠٠٠) کاله پورې منګ ( عمر) لري ، او د ننګرهار ولايت دمېملې بڼ کې هم داسې ونې شته چې عمر يې ( ٤٠٠ ) کاله ته رسيږي.خو که د ونو ښه پالنه وشي ډېر منګ ( عمر ) کولی شي."دريڅه هم بنده شوه. راضيې لالو ته وويل:" رشاد کله نا کله ، دونو څانګې پرېکوي." رشاد وويل:" زۀ خو دونو وچې څانګې را ماتوم او خپلو ملګرو سره پرې د( ډنډه کلک) لوبه کوم." راضيې وويل:"زۀ کله ناکله،سپورت هم کوم." رشاد وويل:" دنجونو يې لۀ سپورت سره څه (!)؟ دريڅه: خبريال د نجونود کراټې پۀ ورزشي کلب کې د هغه کلب له استادې سره ولاړدی، هغې خپل ځان داسې ورپېژندۀ:
" تفسير سياه پوش مې نوم دی،( ١٨) کالنه يمه ، پېنځه کاله کيږي چې د کراټۍ لوبه کوم، پۀ افغانستان کې دکراټۍ پۀ لوبه کې لومړنۍ نجلۍ يمه چې تور کمربند لرم . په ډېرو سياليو کې مې ګډون کړيدی،دوه د سرواو سپينو زرو مډالونه مې د( ناروی ) پۀ هېواد او پېنځه مې پخپل هېوادکې تر لاسه کړيدي. دې کارته مې کورنۍ ډېره هڅولې يمه،اوولس درجې ( ډان ) مې تر لاسه کړېدي،زه لۀ کراټۍسره مينه لرم اولۀ هر کار سره مينه درلودل دانسان د برياليتوب لامل کرځي." |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||