|
يوه ماڼۍ او زردريڅې: خطرناکه اوسپنه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
لالو ماما د خسرو او ثريا پۀ ځوږ لۀ ماڼۍ څخه راووته ،هغوی يې ماڼۍ ته دننه بوتلل. لالو لۀ خسرو نه پوښتنه وکړه:" پۀ لاس کې دې څه شی پټ نيولي دي؟" خسرو وويل:" اوسپنه ده، لو بې پرې کوم." لالوماما ورته ووبل: " دا ناچاوده ګولۍ ده اوډېر خطر لري." لالو ما ما ورته پۀ همدغه اړه دريڅه پرانيستله. دريڅه : عبدالله او ميرويس شپېلۍ وهله ، رمۍ يې دڅرېدا لپاره کورته نږدې غونډې ته بيولې وې، چې ناببره عبدالله يوه زړه اوسپنه را واخېسته ، ميرويس داوسپنې پۀ ليدو اوترشو،و يې ويل:" دا دمرمۍ پټاکۍ ده، پۀ لږ زور سره چوی. ورورمې په ماين پاکۍ موسسه کې کار کوي هغۀ راته ويلي دي ."
عبدالله يې خبره بابېزه وګڼله، ميرويس ترې پۀ غوصه ولاړ. عبدالله اوسپنه پۀ تيږه و ټکوله ناڅاپه يوه چاودنه وشوه.دريڅه هم وتړل شوه. ثرياپوښتنه وکړه چې پر عبدالله بيا څۀ وشول؟ لالووويل:" معيوبه شو. او دمعيوبينو ژوند تر روغو انسانانولږ څۀ ستونزمن وي .پۀ همدې اړه يې دريڅه پرانيستله. دريڅه: خبريال له جګړونه دراپاته ستونزو،لکه: دماينونو اوناچاوده توکوشته والي يادونه وکړه اواوريدونکي يې د نجيب الله د کيسې اوريدوته راوبالل، نوموړي د ماين پۀ يوې پېښې کې يوه پښه لۀ لاسه ورکړې، خو لۀ خپل ژوند نه ناهيلی نۀ دی، بلکې لۀ ژوند سره مينه لري. د کابل د ګلدرې اوسېدونکي (١٨) کلن نجيب الله دمعيوبيت کيسه داسې وکړه:" پېنځۀ کاله مخکي وړوکی ورورمې پۀ ويالۀ کې ولوېدۀ
هغه مې لۀ ويالې راويستۀ ، پښه مې پر ماين برابره شوه اوپۀ دې حال شوم.په پيل کې ډيرناهيلی وم خو د ملګرو او کورنۍ په مرسته له هغه حالت نه راووتم او س ښونځي ته هم ځم، د کور په ټولو کارونو کې هم مر سته کوم او د خپل مشر ورور پر ځای چې هغه په ښار کې د نده لری د کور سر پرستي هم کوم. ناهيلی نه يم، هيڅ کله هم د معيوبيت احسا س نه کوم او غواړم چې په راتلونکې کې لوړې زده کړې هم وکړم . |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||