|
يوه ماڼۍ او زر دريڅي : نيزه بازی ( سانګه ) | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
ليلا رحيم ، چې نوې له مهاجرته راغلی وي ، دماڼۍ په انګړ کې يو ښکلي آس وليد وروسته يې په لالو ماما سترګې ولګېدلې او تر روغبړ وروسته په ګډه ماڼۍ ته دننه لاړل. .هلته ليلا وپوښتل چې دا آس د چا دی ؟ لالو وويل چې هغه دماڼۍ د شاهزاده دی او دنيزه بازی دلوبي لپاره دی . رحيم په حيراني وويل چې دا څه ډول لوبه ده ؟ لالو په دې باب دريڅه خلاصه کړه. دريڅه: په دريڅه کې خبريال له څو ځوانانو څخه وپوښتل چې د نيزه بازۍ لوبه پيژني ؟.فريد د شيوه کيو اوسيدونکي وويل : "يوازې مې دنيزه بازي نوم اوريدلی" ملالي وويل :"دا لومړي ځل دی چې دا نوم اورم " متين دقره باغ اوسيدونکي وويل " دومره پوهيږم چې په دغه لوبه کې اسونه ځغلول کيږي نور نه پوهيږم" وروسته خبريال څرګنده کړه چې دا لوبه د غزني، پکتيکا او پکتيا په ولايتونو کې ډيره دود ده ، په غزني کې يې سانګه هم بولي راځئ دغزني ولايت د يوه نيزه بازعبدالغفار خبرې واورو: "لوبه په انفرادي توګه تر سره کيږي . يوې نيزې ته ، چې اوږدوالی يې دوه نيمو مترو ته رسيږې ، پکې اړتيا شته . لوبغاړی تقريبا له يو کيلو متر څخه نيزه په لاس آس را ځغلوي .
ترڅو په ځمکه يو لويشت ولاړ لرګی پر نيزه واخلي . په لرګي سور دسمال تړي، چې وليدل شي .ډول وهل پکې حتمي دي. اکثراً په پسرلي او مني کې کېږي . په ګرمۍ کې آسونه ژر ستړي کېږي " دغزني ولايت يو سپين ږيري فتح الله وويل: "سم تاريخ يې معلوم نه دي خووايي چې دلرغونوآريايانو نه را پاتي ده . هغوئ په جګړو کې د نيزي نه هم کار اخيست . وروسته دا لوبه دافغانستان په جنوبي ولايتونو لکه پکتيا ،پکتيکا،غزني ، کې رواج شوه او په خاصو مراسمو لکه ميلو،ودونوکې ترسره کيږي. (( دريڅه تړل کېږي )) رحيم له ليلا څخه مننه وکړه اوويې ويل چې ددې دا نيکي به هيڅ کله هيره نه کړی چې ماڼۍ ته يې راوست هم يې ماڼۍ وليدله هم يې د نيزه بازۍ په باب معلومات ترلاسه کړل . وروسته دواړو لالو په ډېرې خوښۍ وويل چې د نيزه بازۍ دلوبې په باب معلومات به خپلو نورو ملګرو ته هم وايي . |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||