|
يوه ماڼۍ او زر دريڅې: دمبوره | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
لا لو ماما پۀ ماڼۍ کې دمبوره وهله او د خپلو مېلمنو د رانګ لار يې څارله. نسيم او ګل مکۍ پۀ ګډه ماڼۍ ته ننوتل . لا لو لۀ مېلمنو نه د ناوځته راتګ لامل وپوښت،ګل مکۍ وويل: " موږ مخکې راغلي وو، د دمبورې غږ راباندې ښۀ و لګېدنوځکه يوڅوشېبې ودرېدو."لا لونه يې وغوښتل چې يوه دريڅه ورته پرانيزي. دريڅه سيما او صنوبر لۀ راډيو نه د دمبورې غږ اوري، خو نۀ پوهېږئ چې دمبوره به څۀ ډول وي؟ دواړه انجنير صديق قيام ته ورغلل. صديق قيام وويل: "دمبوره د موسيقۍ يوه اله ده چې د افغانستان پۀ مرکزي سيمو کې سلګونه کاله مخينه لري.
د توت لۀ لرګي نه جوړېږي، دوه تاره لري چې پۀ ګوتو وهل کېږي او له دوو برخوجوړه ده چې کاسه اولاستی يې دی. پۀ باميان، دايکندي، تخار، قندز، ارزګان، شبرغان او سرپل ولايتونو کې ډېررواج لري. د دمبورې تارونه پخوا دکولمو او ورېښمو نه جوړېدل، اوس لۀ نايلون نه جوړېږي. دمبوره پۀ افغانستان، ايران، تاجکستان او کردي سيموکې دود ده خو د جوړېدو نېټه يې نۀ ده مالومه او ښايي پۀ دغو سيمو کې بېلابېل نومونه ولري. پۀ (١٣٨٧) کال پۀ افغانستان کې د دمبورې وهلويو جشن ولمانځل شو، که د دمبورې په اله کې باندې کار وشي ښايي پرمختللې شي او په بله بڼه رامينخته شي". ماشومانو له صديق قيام نه مننه او خدای پاماني وکړه. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||