BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 06:17 گرينويچ 2008 ,20 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
يوه ماڼۍ او زر دريڅې: مدنی ټولنه

مدني ټولنه
ټولې هغه ادارې چې د ټولو خلکو لپاره کار کوي مدني ټولنې بلل کېږي.
سردار د ويالۍ څنګ ته ناست دی او په يوه مجله کې د مدني ټولنې په اړه مالومات لولي، خو پۀ دې نۀ پوهېږئ چې مدني ټولنه څۀ ته وايي.

تورپيکۍ ورته وويل: "راځه ماڼۍ ته ولاړشو او دې پوښتنې ته ځواب پيداکړو". دوی د لالو ماما په ملګرتيا ماڼۍ ته ننوتل.

لالو لۀ سردار نه د هغۀ د پريشانۍ وپوښتل، تورپېکۍ په خندا وويل:"سردار مدني ټولنې پرېشانه کړی، نۀ پوهېږي چې مدني ټولنه څۀ ته وايي".

لا لو ما ما دوۍ ته يوه دريڅه پرانيستله.

"لۀ مشر ورور نه مې اورېدلي چې ټولې هغه ادارې چې د ټولو خلکو لپاره کار کوي مدني ټولنې بلل کېږي".

حميدالله وويل: "جوماتونه هم مدني ټولنې کېدای شي خو سياسي ګوندونه مدني ټولنې نۀ ګڼل کېږي".

دريڅه

څو تنکيو ځوانانو د مدني ټولنې پۀ اړه وويل: "بهرنيو دفترونو ته مدني ټولنه وايي." بل وويل: "ټولوسياسي او ټولنيزو سازمانونو ته مدني ټولنه وايي".

خبريال لۀ څو تنو ځوانانو سره هم په دې خبرې وکړې. ذبيح الله وويل:

اسد الله يو ځوان کيسه ليکونکی
 د کيسو موضوعات مې د کوچنيانو ستونزې وي.

لالو وويل چې خلک کولی شي له کتابونو نه هم ډېر څۀ زده کړي، د يوۀ ځوان هلک يادونه کوي چې (١٥) کلن دی او لنډې کيسې ليکي، پۀ دې اړه دوی ته دريڅه پرانيزي.

دريڅه

دوی د اسدالله په نامۀ د يوۀ ځوان خبرې اوري هغۀ وويل: "په باميان ولايت کې اوسېږم، شپږم ټولګي کې زده کړې کوم، جادويي کيسې مې ډېرې خوښې دي.

پلار مې راسره کيسه ليکلو کې مرسته کوي، د کيسو موضوعات مې د کوچنيانو ستونزې وي، غواړم چې کيسې مې دکتاب پۀ بڼه چاپ شي او کيسه ليکل اسانه کار دی".

دمبوره غږوونکیيوه ماڼۍ او زر دريڅې
دمبوره
ليمويوه ماڼۍ او زر دريڅي
ويټامين سي
 سر خوړونکي ديوالونهيوه ماڼۍ او زردريڅې
سر خوړونکي ديوالونه
نيزه بازی ( سانګه )يوه ماڼۍ او زر دريڅي
نيزه بازی ( سانګه )
ځوانان او فلمونهيوه ماڼۍ او زردريڅي
ځوانان او فلمونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>