 | | | خوشحال بابابشپړ ديوان (٤٠٠٠٠) بيته لري. |
فاطمه او اجمل د ماڼۍ پۀ انګړ کې لۀ لا لو ماما سره وليدل، پۀ ګډه ماڼۍ ته ننوتل. د ماڼۍ پۀ دالېز کې ماشومانو پر ديوال يو لوی ځړېدلی انځور وليد. ماشومانو لۀ لالو ماما نه دانځور پۀ اړه وپوښتل ،لا لووويل: "دا دخوشحال خان خټګ عکس دی ډېر مشهور سړی دی". د ماشومانو پۀ غوښتنه يې يوه دريڅۀ ورته پرانيستله. دريڅه: په دريڅه کې خبريال د خوشحال خان پۀ اړه د څو تنو زده کوونکو نه پوښتنه وکړه، په جلال اباد کې د عبدالوکيل لېسې زده کوونکي نظيف الله وويل: "ځوشحال خان خټک دشهباز خان زوی او د يحيي خان لمسی و، پۀ (١٠٢٢) کې دپېښور د اکوړي په سرای کلي کې زېږدلی و او د (٧٨) کالو پۀ عمر وفات شوی." ٢_ زمانوم فولاد دی، خوشحال بابا شعر او نثر ليکۀ، مشهورکتابونه يې ددۀ ديوان دی چې (٤٠٠٠٠) بيته لري. په نثر کې يې دستارنامه کتاب دی چې پۀ زندان کې يې په شپږو ورځو کې ليکلی. ٣_ زما نوم هما ده، د کابل د احمد شاه با با مېنې د بي بي عايشې لېسې زده کوونکې يم. خوشحال خان خټک يو ستر شاعر او مبارز وپۀ پښتو، دري او اوردو ژبو يې شعرونه ويلي دي . لالو وويل: "خوشحال خان داسې سړی و چې تل به يې خلک يووالي او اتفاق ته رابلل". په پای کې ماشومانو لالو ماما نه مننه وکړه. |