BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 09:23 گرينويچ 2008 ,19 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
يوه ماڼۍ او زر دريڅې: رازساتنه

په سمندر کې د اوبو لاندې هوټل

مريمه او ارش لا لو ماما ته پۀ ماڼۍ کې پۀ انتظار ناست وو، مريمې د لالو لۀ ناوخته راتګ څخه شکايت وکړ او ارش ته يې وويل چې دا خبره لالو ته ونۀ کړي.

لالو راغی، ارش ورته وويل:" مريمې راته وويل چې د لالو ماما ناوخته راتګ مې نۀ خوښېږي". مريمې پۀ غوصه وويل:" تا دا رازونۀ ساتۀ او لا لو ما ماته دې وويل".

لالو ارش ته وويل:" دې چې درته خبره کړې وه تا به ماته نۀ کوله، ځکه چې راز افشا کول ښۀ کارنۀ وي". پۀ همدغه اړه دوی ته يوه دريڅه پرانيزي.

دريڅه

خبريال وايي لۀ څو تنو ځوانانو سره يې د رازساتنې پۀ اړه خبرې کړي راځې خبرې يې واورې:

 راز ساتونکی پر هر چا ګران وي او هر څوک پرې اعتماد کوي.

وليد وويل: "د ملګري راز مې افشا کړی و خواشيينی شو، عذر مې وکړ بياهم پخلا نۀ شو".

عرفان وويل:" راز ساتل يو ښۀ او نېک کار دی، زه مې د ملګرو رازساتم، هغوی راباندې باور او اعتماد کوي او د ټولو زۀ خوښېږمه هم". دريڅه تړل کېږي.

مريمې لالو ته وويل:"چې راتلو د ماڼۍ عکس مې پۀ اوبو کې وليدۀ لکه چې اوبو لاندې هم کومه ماڼۍ شته که څنګه"؟ ارش پرې وختدل.

لا لو ماما وويل:"اوبو لاتدې کېدای شي چې ډېر شيان و اوسي لکه: هوټل، ماڼۍ او داسې نورشيان". پۀ همدغه اړه دوی ته يوه دريڅه پرانيزي.

دريڅه

فرزانې فرهاد ته وويل:" چې د ترور زوی مې لۀ هندوستانه راغلی و، راته ويې ويل چې

هلته سمندر کې اوبو لاندې هوټل جوړ شوېدې، خو فرهاد يې نۀ مني دواړه حکيم بابا ته ولاړل.

د اوبو لاندې هوټل
د هند په سمندر کې دا لومړنی هوټل دی چې له ښيښو او اوسپنو نه جوړ شوی.

حکيم بابا وويل: "دا هوټل ايېتا نوميږې، دهند سمندر په اوبو کې جوړشوی دی، د اوبو لاندې لومړنی هوټل دی چې لۀ ښيښو او اوسپنې نه جوړشوی دی.

فرهاد پوښتنه وکړه: "خلک پۀ کې تنفس څۀ ډول کوي ساه يې نۀ بندېږي"؟

حکيم بابا وويل: "لۀ ځمکې نه ورته د تونل پۀ څېر لاره تللې اکسيجن هم لۀ همدغې لارې ورځي".

وروسته تر دې دريڅه تړل او خپرونه پای ته رسيږي.

خوشحال خان خټکيوه ماڼۍ او زر دريڅې
خوشحال خان خټک
مدنی ټولنهيوه ماڼۍ او زر دريڅې
مدنی ټولنه
دمبوره غږوونکیيوه ماڼۍ او زر دريڅې
دمبوره
ليمويوه ماڼۍ او زر دريڅي
ويټامين سي
 سر خوړونکي ديوالونهيوه ماڼۍ او زردريڅې
سر خوړونکي ديوالونه
نيزه بازی ( سانګه )يوه ماڼۍ او زر دريڅي
نيزه بازی ( سانګه )
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>