BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 10:06 گرينويچ 2008 ,22 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
يوه ماڼۍ او زر دريڅې: څېړۍ

په ټول ټاکنو کې ګډونکونکې
هر څوک حق لري چې، هر چاته يې خوښه وي رايه ورکړي (ويې ټاکي).
ګلالۍ او پروېز د ماڼۍ پۀ انګړ کې په ديوالونو او ونوځړېدلي عکسونه ويني، چې ناڅاپه لالو راغی، لۀ روغبړ نه وروسته پۀ ګډه ماڼۍ ته ننوتل.

پۀ ماڼۍ کې عکسونه ځړېدلي وي، لالو وويل: "د ښاروالۍ لپاره انتخباتات پيل شوي او دا د ماڼۍ د شهزادګانو عکسونه دي چې د انتخباتو لپاره تياری نيسي."

ماشومان وايي: يو تن دې ښار وال شي انتخاباتو ته څۀ اړتيا ده؟ لالووويل: "انتخابات د مشرتوب ډېره ښه لاره ده او ډېرې ګټې لرې." پۀ همدې اړه ورته دريڅه پرانيزي.

دريڅه

خبريال وايي انتخابات لۀ انتخاب څخه اخيستل شوې عربي کلمه ده، چې ټاکلواو خوښولوته وايي. څو تنو ځوانانو ورته د انتخاباتوپۀ اړه داسې ويلي:

عزت الله وايي: "که پۀ يو ملک کې حکومت د انتخاباتو لۀ لارې راشي نو کارونه به يې د ولس په خوښه تر سره کېږي، او که مشر سرغړونه وکړي ولس يې ناراضه او حکومت يې ختمېږي".

هما وايي: "انتخابات دا ګټه لري، چې نرينه او ښځې دواړه کولی شي ځانونه کانديد کړي او خلک به خپل مشر پخپله خوښه ټاکي". دريڅه هم تړل کېږي.

لالو پرګي خوري، ځوانان ترې پوښتنه کوي چې دا څۀ شی خورې؟ لالو وويل:" دا پرګي دي، د څېړۍ ونې ميوه ده، دوی ته يې پۀ اړه دريڅه پرانيزي.

د څېړۍ ونې او پاڼې
د څېړۍ ونې پاڼې، مېوه او د ونې پوټکې دارو جوړولو کې هم کارول کېږې

دريڅه

صبور او نسيم پۀ غرۀ کې د څېړۍ ونې سره مخامخېږي، هلته يوۀ سپين ږيري سړي ورته وويل:

"دا د څېړۍ ونه ده، لۀ لرګي نه يې د تبر، بيل، کولنګ او نوروشيانو لاستي هم جوړېږي

او پۀ نورو ملګونو کې يې پخوا لۀ لرګيو نه سوداګريزې، باروړونکې او جنګي بېړۍ جوړېدې.

پاڼې، مېوه او د ونې پوټکې يې په دارو جوړولو کې هم کارول کېږې."

ګرځنده تلېفون( موبايل)يوه ماڼۍ او زر دريڅې
موبايل
خامک کوونکې يوه ماڼۍ او زر دريڅې
خامک کوونکې
په سمندر کې د اوبو لاندې هوټليوه ماڼۍ او زر دريڅې
رازساتنه
خوشحال خان خټکيوه ماڼۍ او زر دريڅې
خوشحال خان خټک
مدنی ټولنهيوه ماڼۍ او زر دريڅې
مدنی ټولنه
دمبوره غږوونکیيوه ماڼۍ او زر دريڅې
دمبوره
ليمويوه ماڼۍ او زر دريڅي
ويټامين سي
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>