|
يوه ماڼۍ او زر دريڅې: موبايل | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
لطيفه او عبدالله لالو ته منتظر وي، عبدالله لالو ته پۀ موبايل زنګ وواهۀ هغۀ ورته وويل چې سم دستي راځم، لږ وروسته لالو راغی دوی پۀ ګډه ماڼۍ ته ننوتل. لطيفې وويل: "لالو ماما ښۀ و چې عبدلله سره موبايل وه چې زنګ يې درته وواهۀ کۀ نه تر کومه به موږ درته ماطل وو". لالو ماماورته د موبايل پۀ اړه يوه دريڅۀ پرانيزي. دريڅه خبريال د پوښتنو او ځوابونو په بڼه دغه مالومات لۀ څو تنو ځوانانونه تر لاسه کوي، موبايل يا ګرځنده تېلفون هغه تېلفون ته وايي چې انسان کولی شي هر چېرته يې يوسي او کار ترې واخلي. دجوړېدو فکر يي لومړی پۀ ناروې، سويډن، ډنمارک او فنلنډکې منځته راغی، خو د لومړي ځل لپاره (٣٥) کاله مخکې امريکايي ډاکټرمارتين کوپرموبايل جوړ کړ. لومړني موبايلونه تر اوستيو هغو غټ ول، او د لومړي ځل لپاره موبايل پۀ افغانستان کې موبايل پۀ (١٣٨١) کال کې رامنځته شو. په دې کې دريڅه تړل کېږي.
لالو لۀ لطيفې سره يو دسمال ويني چې ډېر ښکلي خامک پۀ کې شوی وي، لطيفې وايي: "دا مې يوې خورلڼې ځامک کړېدی، لۀ ښوونځي چې راشي ځامک کوي". عبدالله وايي داسې نۀ شي کېدای چې يو څوک دې هم ښوونځی ووايي او هم دې کار وکړي. لالو ورته پۀ همدغه اړه يوه دريڅه پرانيزي. دريڅه يو ځوان وايي چې پۀ ځمکه کې کارکوم ښوونځی نۀ شم ويلی، بل ځوان وايي کور مې سرپرست نلري زۀ کار کوم نو ښوونځی نۀ شم ويلی. بل ځوان وايي سهار ښوونځي نه ځم بيا دوکان کې کار کوم مازيګر لوبې کوم ا و د شپې در س وايم. بل ځوان وايي زه سهار ښوونځي ته ځم بيا پۀ ځمکه کې کار کوم کوم مشکل سره نۀ يم مخامخ شوي. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||