BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 04:07 گرينويچ 2008 ,19 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
يوه ماڼۍ او زر دريڅې: نابلدي

هرات

رحيم او راضيه په ګډه ماڼۍ ته ولاړل. لالو سره لۀ ستړي مشي وروسته رحيم لالو ته شېرني ورکړه ويې ويل هرات ته تللی وم.

راضيه هم د هرات د ليدو ارمان کوي. لالو دوی پۀ يوه جادويي غالۍ کښېنول او مخ پۀ هرات والوتل.

دريڅه

لالو وويل: "هرات د افغانستان پۀ لوېديځ کې دی او مرکز يې هم هرات دی".

راضيه خوښه وي، چې دوی د هرات بالاحصار، د ګوهر شاد بېګم منارونه او سرپټ دالنانونه ويني.

ماشومان هغه بازار ته ورځي، چېرې چې د هرات ولايت ځانګړي ورېښمين دسمالونه، شنۀ ښيښه يي لوښي او شېرني پلورل کېږي.

رحيم وايي چې اول خل هرات ته راغلم ورک شوی وم چا هم راسره مرسته نۀ وه کړی.

لا لووويل: "بايد لۀ هغو ځوانانو سره، چې لۀ کډوالۍ راستانۀ شوي وي مرسته وشي".

شنه ښيښه لوښي
د هرات شنه ښيښه يي لوښي چې ځانګړې ښکلا لري ډېر مشهور دي.

دريڅه

خبريال وايي، اوس اوس افغانستان ته ډېر کډوال بېرته راستانۀ شويدي،

خو پۀ دوی کې ځينې ځوانان په خپله سيمه کې نابلده دي راځئ پۀ دې اړه د څو تنو خبرې واورو.

يو ځوان وايي: "نوي لۀ پاکستان نه راستانۀ شوي يو، تر اوسه ملګري هم نلرم، يواځې يم، په ښار کې هم نابلده يم نۀ پوهېږم، چې دا ستونزه څۀ ډؤل حل کړم".

بل ځوان وويل: "لۀ ايران نه راستانۀ شوي يو، غواړم ښوونځي کې شامل شم خو نۀ پوهېږم، چې څۀ ډؤل ځان شامل کړم".

خو يوۀ بل ځوان بيا دغه ډؤل ستونزه دغسې حل کړېده؟ "لۀ کډوالۍ چې راغلو چاسره بلد نۀ وم،

ورو ورو مې د سيمې لۀ ځوانانو سره لوبې پيل کړل، بيا لۀ هغو سره بلد شوم ښار او بازار کې هم هغوی بلد کړم" وروسته له دې دريڅه تړل کېږي.

څېړۍ يوه ماڼۍ او زر دريڅې
څېړۍ
ګرځنده تلېفون( موبايل)يوه ماڼۍ او زر دريڅې
موبايل
خامک کوونکې يوه ماڼۍ او زر دريڅې
خامک کوونکې
په سمندر کې د اوبو لاندې هوټليوه ماڼۍ او زر دريڅې
رازساتنه
خوشحال خان خټکيوه ماڼۍ او زر دريڅې
خوشحال خان خټک
مدنی ټولنهيوه ماڼۍ او زر دريڅې
مدنی ټولنه
دمبوره غږوونکیيوه ماڼۍ او زر دريڅې
دمبوره
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>