فريده نائبي
|  |
 | | | ککي خپل مور او پلار ته د بزګر د زوی په اړه وويل چې هغه مرستې ته اړتيا لري. |
ونه وپه يوه دره کې دسپينکي او ککي په نومونو دوه واړۀ سويان وو. دهغوئ مور او پلار به هرسهار په ښو خوړو پسې لېرې تلل او ماښام به بېرته راتلل. يوه ورځ يې شنه پټي وليدل، ډېر يې خوښ شول او ويې ويل چې نور به همدلته ژوندکوو. سمدلاسه لاړل چې بچي راولي. هماغه و چې ټول پۀ ګډه دسپوږمۍ پۀ رڼا کې پۀ داسې لاره چې لۀ سورلنډيانو سره مخامخ نۀ شي هماغو پټيو ته لاړل. څه موده وروسته چې غنم لو ته تيار وو، يو سهار د سويانو مور او پلار په خوړو پسې د تګ پر مهال ورته وويل چې ځان او شاوخوا ته پام کوئ چې څوک راځي او څه وايي؟ کله چې يې مور او پلار بېرته لۀ شوتلې سره راغلل بچيانو ورته وويل چې نن بزګر راغلی و او زوی يې ولېږۀ چې د کلي خلکو ته ووايي چې سبا دلته دلو لپاره راشي. په سبا يې مور او پلار بياپه خوړو پسې تلل خو د مور او بچيانو اندېښنه وه چې که نن پټی لوشي بيا به څه کوو؟ مګر پلار يې وويل چې نن هيڅ هم نه کيږي. دوئ لاړل خو ککي او سپينکي يوبل ته وويل چې دا بزګر ولې خلک راغواړي چې غنم ورته وريبي؟ ولې يې په خپله نه ريبي دومره ډېر خو نه دي؟  |   هرکار که څوک د نورو په طمع پرېږدي نه ترسره کېږي  د ککي دوی پلار |
دا ځل يې مور او پلار ورته جوار راوړل. بچيانو يې خبر ورکړ چې بزګر راغلی و او زوی ته يې وويل چې کليوال رانغلل لاړ شه د ترۀ زامنو ته دې ووايه چې سبا لو ته راشي! پلار يې بيا هم د لو پۀ نۀ کېدو ډاډمن و. بله ورځ ککي دوئ مور او پلار ته وويل چې نن د بزګر دوئ مرستې ته څوک رانغلل. بزګر پۀ قهر و او ويې ويل چې سبا ته به په خپله غنم لو کړو. په دې خبره د ککي دوئ مور او پلار اندېښمن شول ککي دوی دې اندېښنې په اړه پوښتنه وکړه؟ پلاريي وويل چې هرکار که څوک د نورو په طمع پرېږدي نه ترسره کېږي خو که په خپله يې د ترسره کولو اقدام وکړي نو هرومرو کيږي. |