محمد اصف عمر
|  |
اسلم نوی له مهاجرته راغلی او مور لېږلی و چې يوه لوټکه اوبه راوړي. رحيم هغه وليد او ويې پوښتل چې څوک دی او ولې سرګردانه ګرځي؟ اسلم خپل د نابلدۍ مشکل ووايۀ. پدې وخت کې بنجاري راغی. رحيم د هغۀ مشکل بنجاري ته ووايۀ. بنجاري وپوښتل چې ولې د چانه پوښتنه نۀ کوي! هغه وويل چې له چا سره بلد نه دی. بنجاري رحيم ته وويل : "که ته او نور کليوال ورسره کمک ونه کړئ نو دی به په کلي کې څنګه بلد شي؟" رحيم تياری څرګندکړ چې اسلم ته د کلي ټولې برخې وښيي. بنجاري وويل چې د ماينونو او نورو خطرناکو شيانو ځايونه هم وروښييِ او دلوبو ميدان هم. رحيم وويل : "هلته يوه کلا ده ډېر ظالم سپی لري. "اسلم وويل چې اول ورته د اوبو ځای وښييِ چې په کورکې په کارې دي. وروسته خطرناک ځايونه او دلوبو ميدان.  |   بنګړي، د پيالې خولۀ، د منګي خوله او داسې نور شيان د دايرې شکل لري.  |
بنجاري ورڅخه وغوښتل چې که ستاسې کلي ته نابلده ماشوم د اوسېدو لپاره له کورنۍ سره راغی نو له کلي او ماشومانو سره يې معرفي کړئ. شيما او نغمې د نانځکې د وادۀ لپاره چمبه وهله د شيما پام شو چې چمبې ته ځېنې خلک دايره وايي نغمې وويل دا پدې چې ګرده ده. شيما ونۀ منله. کله چې بنجاري راغی ماشومانو د خپلې لانجې وويل. بنجاري د شيما خبره تائيداو زياته يې کړه هر شی چې ګرد وي دايروې شکل لري. نغمې وويل داسې شيان ډېر دي. بنجاري يې د نومونو اورېدل وغوښتل. ماشومانو ورته ددېګ سرپټی، بنګړي، کړۍ، د پيالې خولۀ، د سترګو تور، د منګي خوله او د بنجاري د خولۍ خوله وښودله. بنجاري آفرين وويل او ورڅخه ويې غوښتل چې له ملګروسره نور درې درې داسې شيان پيدا کړي چې د دايرې شکل ولري. |