BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 06:28 گرينويچ 2008 ,13 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دبنجاري خورجين: ملاچرګک

دملاچرګک يوډول
ملاچرګک دنورو مرغيو په څېر دغنمو دانې، چينجيان، حشرې او داسې نور شيان خوري.
بنجاري په ترنم شعر وايه تر څو د ماشومانو ورته پام شي، مينې تميم ته وويل: "تميمه بمينه تميمه زر راشه چې بنجاري راغلي."

بنجاري وويل چې ماته مو دتيزو ويلو لوبه را په زړه کړه تاسو شپږ ځلې "پيروز پرون پياز پلورل." ووايئ. ماشومانو پۀ پيل کې غلطي وکړه.

بنجاري ورسره په سم ويلو کې مرسته وکړه. وروسته ماشومانو وکولای شول چې شپږ شپږ ځلي يې سم ووايي.

مريمې او رشيد د مرغانو اوازونه اورېدل، د مريمې ګګوشتکې اود رشيد ملاچرګک خوښېده. مريمې ملا چرګک نه و ليدلی او نه يې پيژانده، رشيد پرې وخندل.

په دې کې بنجاري راغي او د جادويي منتر په ويلو يې له خورجينې نه جادويي هنداره راواېسته او ماشومانو په کې ملاچرګک وليد.

هر يوه په خپل وار سره وويل چې برګ، برګ دی تورې، نارنجي اوخړې بڼکې لري او تور نارنجي تاج لري ټونګه يې هم نرۍ ده.

ملاچرګک
 ملاچرګک برګ دی تورې، نارنجي، خړې بڼکې او تور نارنجي تاج لري .

بنجاري وويل چې د نورو مرغيو په څېر دغنمو دانې، چينجيان، حشرې، غومبسې او داسې نور شيان خوري.

په ورانو کلاګانو، غټو ونو او شاړو ځمکو کې ځالې جوړوي. ورسته له هغه بنجاري ټولو ته يو، يو پلاستيکي ملا چرګک تحفه ورکړ.

مات يا منکسر خطد بنجاري خورجين
د ميدان وردګ ولايت
موزونې کليمېد بنجاره خورجين
موزونې کليمې
کيلوګرامد بنجاري خورجين
کيلوګرام
بنجاري او کوچنياند بنجاري خورجين
ستاينوم ( صفت )
 سورلنډیدبنجاري خورجين
سورلنډی
مالټهد بنجاري خورجين
مالټه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>