|
د بنجاري خورجين: د ميدان وردګ ولايت | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
شفيقه او عبيد په خپلو مېنځو کې پدې سيالي کوله چې څوک ښه خط کښلی شي عبېد په ځمکه مستقيمه کرښه کشه کړه ويل داسې خط وباسه. له دې ځايه واورئ! شفيقې هم کرښه وباسله ويل داده. خو عبيد هغه ما ته ماته وبلله. شفيقې وويل چې، لاس يې جګ کړی ندی کش کړی يې دی. په دې وخت کې بنجاري راغی او تر روغبړ وروسته يې د شفيقې خبره تائيده کړه چې دا هم خط دی. دې ته مات يا منکسر خط وايي. عبيد وپوښتل چې مات خط نو څه مانا؟ بنجاري روښانه کړه، لکه څنګه چې يې د نوم څخه مالومه ده که يو مستقيم يا سيخ خط څو ځايه مات شي، دې ته مات يا منکسر خط وايي. ماشومانو وويل چې، پوه شولو. بنجاري ورڅخه د منکسر خط د مثالونو پيدا کول وغوښتل. ماشومانو په پيل کې غلطي وکړه خو بنجاري متوجه کړل. وروسته ماشومانو عملاً د ارې د غاښونو، د ماتې لښتې چې ټوټې يې بېلې شوې نۀ وي، قات لاس، د لېرې نه د غرونو ليدلو مثالونه ورکړل او بنجاري بلې کوڅې ته لاړ. زرمينې وارث ته کيسه کوله چې د ميدان وردګ ولايت ته د ماما کره تللې وه. وارث وپوښتل چې داسې ولايت هم شته؟ زرمينې مثبت ځواب ورکړ. وارث اټکل وکړ چې هلته به ډېر د لوبو ميدانونه وي پدې وخت کې بنجاري راغی څرګنده يې کړه
چې يو ځای د ميدان په نوم دی چې دميدان وردګو ولايت مرکز دی. زرمينې او بنجاري وويل چې د سړو او غرنيو ولايتونو له ډلې څخه دی دکابل او غزنې ولايتونو په مينځ کې پروت دی، مڼې او کچالو يې مشهور دي. بنجاري ورته يوه يوه د افغانستان نقشه تحفه ورکړه او ويې غوښتل چې د ميدان وردګ ولايت په هکله معلومات خپلو نورو ملګرو ته هم ووايي. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||