شريفې، ناصر او راضيې غوښتل دپټپټوني لپاره په لس، شل، دېرش ويلويو تن وټاکي چې سترګې پټې کړي په دې وخت کې بنجاره راغی. بنجاره د تکيه کلام په ويلو له ماشومانو وپوښتل چې څه يې کول؟ هغوئ دپټپټوني د لوبې يادونه وکړه. بنجاره بيا وپوښتل چې پرته له دې مو بله لوبه زده ده؟ شريفې وويل چې زما زده ده.يو په کې پوښتنه کوي بل ځواب وايي. ماشومانو ورڅخه وغوښتل چې دا لو به دې دوئ ته هم وښيي. شريفې وويل:  |  شوتله _خبره شوه معطله. انګور_ خبره ده ضرور.خټکی _خبره به دې کی .  |
غنم_ خبره دې منم ، جوار _خبره دې په وار. وربشې_ خبرې دې خوشې. شوتله _خبره شوه معطله. انګور_ خبره ده ضرور.خټکی _خبره به دې کی . انار- خبره دې کړه زار.بادرنګ -خبرې رانګارنګ . بهي- خبره دې صيي. وروسته بنجاره او ماشومانو په ګډه دالوبه وکړه او بنجاره بلې کوڅې ته لاړ. خليل او ذبيده له مشر ورور سمع سره په لرګيو پسې لېرې لاړل. هلته سمع دواړو ته وويل چې زه اوبه څکم زر راځم تاسې همدلته ودرېږئ، چېرې لاړ نشئ. سمع لږ ځنډوکړ، خليل هلته د کنډوالې څنګ ته ډېربوټي او واښه وليدل اوويل د سمع تر راتګه به بوټي ټول کړي خو خور يې پرې نه ښود. په دې وخت کې چېرته ماين وچاودېد.ماشومان وارخطاشول، خو بنجاره راغی اوويې ويل چې وړاندې ماين پاکانو کوم ماين وچاوه.  | | | په يو ځای کې ډېر واښه، زړې اوسپنې، کنډوالې او د حيواناتو هډوکي د ماين د موجوديت نښه ده. |
ذبيدې وويل چې خليل غوښتل هلته د لرګيو د ټولولو لپاره لاړ شي. بنجاره وويل چې په يو ځای کې ډېر واښه، زړې اوسپنې، کنډوالې او د حيواناتو هډوکي د ماين او ناچاوده مرميو د موجوديت نښه ده. په دې وخت کې سميع هم راغی او ټول په ګډه د بوټو دوهلو لپاره يوه داسي ځای ته ځې چې خطر ونه لري. |