BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 09:11 گرينويچ 2008 ,20 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د بنجاري خورجين: مالټه

مالټه
د نورو مېوو تر څنک د مالټې او کينو خوړل د انسان بدن ته ډېر ه کټه رسوي.
نعيم نفيسې ته وويل:" وګوره دې مجله کې څومره ښۀ دکينو عکس دی."نفيسې وويل: "نه مالټه ده ." نعيم وويل:" ستا مالټه خوښېږي ځکه کينو ته هم مالټه وايې."

بنجاري راغی، جادويي هنداره يې راواېستله منتر يې پرې ووايۀ، دمجلې عکس پۀ خبرو راغی،ويې ويل:

" زه پنډاو زيږ پوټکی لرم ګرد غونډاری ځان چې کينو يم که مالټه اوس به وايي ماشومان."

نعيم وويل:" کينو خو نری او ښويه پوټکی لري . عکس وويل:" زۀ پيکه نارنجي رنګ لرم." خونعيم د کينو رنګ تېز نارنجي وګاڼۀ.

عکس وويل:" پۀ خېټۀ کې مې دمغز رنګ کله کله تک سور وي." نعيم نېغ په نېغه لۀ عکسه وپوښتل چې ته کينو يې که مالټه ؟

عکس وويل:" مالټه يمه ."نعيم د کينواو مالټې پۀ توپير وپوهېدۀ، مالټې وويل:

مالټه
 مالټه پنډ زيږ پوټکی، پيکه نارنجي رنګ او دننه يې د مغز رنګ کله نا کله تک سور هم وي.

" دمالټې او کينو خوړل ډېره ګټه هم لري ." هنداره وتړل شوه ، بنجاري وويل:" ښه شو چې تاسې د کينو او مالټې په توپير پوه شوئ .

تميم ذکيې ته غږ کړ،چې جوړه دې څه کړه خورلڼه دې يادوم، هغې بېرته همدا پوښتنه لۀ تميم نه وکړه، پدې وخت کې بنجاري راغی ويې ويل:"

مانن په خورجينه کې جوړه جوړه شيان راوړي، تاسوراته ووايئ چې کوم شيان پۀ دوکانونو کې جوړه جوړه خرڅېږي ؟ هلک توپ اونجلۍ نانځکه ياده کړه.

بنجاري وويل:" دا شيان يويو هم پلورل کيږي، تميم او ذکيې جرابې، غوږوالۍ، څپلکې ، بوټونه ، چسپکې يادې کړې، بنجاري ورباندې آفرين ووايه.

بنجاري وويل:" نورشيان هم شته، خو دا د هرچا خپله خوښه ده چې جوړه يې اخلي که يو او که څو دانې .

جوړه جوړه بوټان
بوټان، څپلۍ، جرابې، غوږوالۍ، چسپکې او ځينې نور شيان جوړه جوړه پلورل کيږي.

ماشومانووويل:"پۀ رښتياهم ځينې شيان دي لکه بوټان خلک مجبوره دي چې جوړه يې واخلي. بنجاري د ماشومانو پوهه وستايله،

ذکيې ته يې يوه جوړه غوږوالۍ او تميم ته يې يوه جوړه جرابې تحفه ورکړې. او ور ته يې وويل:

" کله چې په سودا پسې دوکان ته لاړئ ، لۀ دوکاندار نه پوښتنه وکړئ چې نورکوم شيان جوړه جوړه خرڅېږي."

بنګړيدبنجاري خورجين
بنګړي
غاښونهد بنجاري خورجين
د غاښونو کيسۍ
تور يږد بنجاري خورجين
تور يږ
د نيالګيوکېنولد بنجاري خورجين
د نيالګيوکېنولو ترانه
د ورځې وختونهد بنجاري خورجين
د ورځې وختونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>