|
د بنجاري خورجين : د ورځې وختونه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
يارګل ياسمينې ته نارې ور وهلې چې دلته راشه! کله چې هغه راغله نوويې ويل چې ونيسه !که دي ددې ويالې يخی ( يخ ) تر ويلي کېدو پورې په لاس کې ونيو . ياسمينې وويل چې ډېره يخني ده. په دې وخت کې بنجاري راغی او و يې ويل چې تاسي په خپلوخبروکې يخی، د ( يخني ) او ( ياسمينې ) کلمې يادي کړې. ځه که مو وويل چې کوم توری دی چې په يخني او ياسمينې کې شته ؟ ماشومانو، هيڅ داسي شی پيدا نه کړ چې، په دې ټولوکلموکې دي راغلی وي . بنجاري وويل چې د الفبا يو توری پکې مشترک دی . ماشومانو تر چورت وهلو وروسته وويل چې د ( ي ) توری دی. بنجاري وويل چې اوس داسي توري پيداکړئ چې په سرکې يې د ( ي ) غږ وي. په پيل کې ماشومانوغلطي وکړه، خو وروسته يې د ( يو، يخ ، يوم، يوازي، يما، ياسين، يارګل او ياسمينې ) کلمې دعملي مثالونو په ښولو پيدا کړې . بنجاري دهغوی زده کړه وستايله، له خپل خورجين څخه يې يو، يو پلاستيکي يږ تحفه ورکړ او خپله بلې کوڅې ته ولاړ. اکرم له تورپېکۍ څخه چې، په کوڅه کې يې لوبې کولې وغوښتل چې، کورته ولاړه شي او ډوډۍ وخوري . هغې وپوښتل چې د څـه وخت ډوډۍ؟ اکرم ، چې دا پوښتنه ساده ورته برېښېدله ،وويل چې د ورځې ډوډۍ، اوس خو ورځ ده . تورپېکۍ وويل چې له لمر ختوڅخه بيا تر لمر لوېدو پورې ټوله ورځ ده ؟ په دې وخت کې بنجاره له ټکټکي سره راغی. اکرم له بنجاري څخه وپوښتل چې همدا اوس خلک د کوم وخت ډوډۍ خوري؟ بنجاري پوه شوچې ماشومان دورځې وختونه نۀ پېژني . بنجاره وويل چې له خوبه پاڅېدوڅخه نيولې بيا تر ويده کېدو پورې دورځې وختونه دې اوبېلابېل نومونه لري . کله چې يو څوک د شپې ويدۀ شي او بيا سبا له خوبه پاڅېږي، مخ ومينځي اولمرهم دراختلو په حال کې وي، دې ته سهار يا ګهيځ وايي . کله چې لمرداسمان منځ ته راشي، ياني دسړي پرسر ودرېږي، دغه وخت ته غرمه وايي .اکرم وويل لکه دا اوس ؟
بنجاري وويل چې هو . تورپېکۍ اکرم ته وويل چې ښه تا ماته ويل چې راځه د غرمې ډوډۍ وخوره .بنجاري وويل چې هو، اوس د غرمې د ډوډۍ وخت دی . تر دې وروسته لمر ورو ورو پر لوېدو کېږي. کله چې لوېدوته نژدې شي، دې وخت ته مازديګر وايي . کله چې لمر ولوېږي او هوا لږه تيارۀ شي ، دې ته ماښام وايي. اکرم وويل:” ښه هغه وخت يادوې چې ناوخته وي اوماشومان خپلو کورونوته ځي، بس پوه شوم“. بنجاري وويل: کله چې د شپې ډوډۍ وخورو اوخپلوځايونوته دخوب لپاره ځو،دې وخت ته ماسخوتن وايي. تر دې وروسته بنجاره له ماشومانو سره خدای پاماني وکړه او بل کلي ته ولاړ. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||