BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 05:28 گرينويچ 2007 ,31 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دبنجاري خورجين: نکريزي

نکريزې

بنجاره له خپلې همېشنۍ سندرې سره چې ( بنجاره راغلی ډکه خورجينه _ سيخکان قيتکان پکې لرينه _ راووزئ وړو چې بيرته ځينه ) کوڅې ته راغی .

ليلا او واسع روغبړ ورسره وکړ او وروسته واسع له بنجاره څخه وپوښتل چې په دې خورجينې کې دې څه راوړي دي؟

بنجاره دسيخکانو، قيتکانو، توپونو او موټرونو نومونه واخيستل .

ليلا وروسته تر هغې چې واسع ته يې د هغۀ دمېږې د راګرځولو وويل، بنجاري ته مخ واړاوۀ او زياته يې کړه چې سيخکان او قيتکان خو ستا له خورجينې سره تړلي دي، هر وخت پکې وي.

بنجاره وويل چې ستاخبره سمه ده، خو راځئ چې اوس يوه لوبه وکو. واسع هم خپله مېږه بيرته راوګرځوله، په بيړه راغی چې لوبه وکړي.

سيخکان او قيتکان
بنجاره راغلی ډکه خورجينه _ سيخکان قيتکان پکې لرينه _ راووزئ وړو چې بيرته ځينه
بنجاري

بنجاره وويل، د داسې شيانو نومونه واخلئ چې له مېږې سره اړه ولري، وبه ګورو چې څوک دغه ډول شيان ډېر پيدا کوي؟

ليلاپه بيړه غوا ياده کړه چې له مېږې سره اړه لري.

بنجاره وويل، دا خو سمه ده چې غوا په دې له مېږې سره اړه لري چې دواړه حيوانات دي، خو زه داسې شيان يادوم چې له مېږې سره هره ورځ وي.

وروسته ماشومانو د وښو نوم واخيست چې مېږې يې خوري، همدارنګه وړۍ چې مېږه يې لري، شيدې چې مېږه يې کوي، دمېږې غوښه چې خلک يې خوري.

ليلا وويل چې مېږه وري زېږوي، واسع وويل چې له مېږې سره رمباړه هم اړه لري، ځکه چې مېږه رمباړې وهي، ليلا غړوندی ياد کړ چې دمېږې د تړلو لپاره يې خلک په غاړه کې وراچوي.

بنجاري وويل چې دغه شيان په رښتيا له مېږې سره اړه لري. ماشومانو غوښتل چې نور شيان هم پيدا کړي خو بنجاري همدومره شيان کافي وګنل.

بنجاره ماشومانو ته د يوې يوې پلاسټيکي مېږې تر ډالۍ وروسته له هغوی څخه وغوښتل چې له خپلو نورو ملګرو سره همداسې نور شيان پيدا کړئ اوخپله بل کلي ته ولاړ.

وړۍ
وړۍ هم له مېږې سره اړه لري او ميږې او پسونو څخه لاس ته راځي.

شمسيې فريدې او اشرف ته وويل چې د هغې نانځکه وګوري چې څومره ښکلې ده.

فرېدې تائيده کړه خو ويې ويل چې سورکميس يې دنکريزو د رنګ غوندي دی. اشرف وپوښتل چې نکريزي يې چېري دي؟

شمسيه ولاړه چې د ونو پاڼې راټولې کړي چې نکريزي ورڅخه جوړې کړي. اشرف او فريده هک پک شول، چې په دې وخت کې بنجاره راغی.

اشرف او فريدې بنجاره ته وويل چې شمسيه عجيب کار کوي، د ونو پاڼې راټولوي او وايي چې نکريزي ورڅخه جوړوم.

شمسيې د تاييد لپاره له بنجاري وپوښتل چې ايا نکريزي له پاڼو څخه جوړېږي؟

هغۀ وويل چې جوړېږي خو د هرې ونې له پاڼو څخه نه جوړېږي، د نکريزو ځانګړي بوټي دي.

اشرف وويل چې موږ خو د اوړو غوندې ميده نکريزي ليدلي.

نکريزې
 د نکريزو دبوټي پاڼې وچوي وروسته يې ښه ميده کوي چې اوړه شي وروسته يې چا ڼوي.
بنجاري

فريدې زياته کړه چې د ډوډۍ له اوړو سره يې توپير يوازي دادی چې د نکريزو د اوړو رنګ زرغون وي.

بنجاره وويل چې خلک د نکريزو دبوټي پاڼې اخلي، لومړی يې وچوي وروسته يې ښه ميده کوي چې اوړه اوړه شي.

تر هغه وروسته يې چا ڼوي او هماغه له چاڼه وتلي نکريزي خلک پر لاسونو او پښو ږدي. وروسته ماشومانو وپوښتل چې دا بوټی زموږ په وطن کې پيدا کېږي که نه؟

بنجاري ځواب ورکړ چې دا بوټی په تودو سيموکې کېږي ځکه نو زموږ د وطن په ننګرهار، کونړ او لغمان ولايتونوکې پيدا کېږي.

بنجاره دماشومانو پوهه ستايي او خپله بلې کوڅې ته ځي.

د هوا په کلمې کې د ( هـ ) غږ شتهد بنجاري خورجين
د ( هـ ) غږ
ماشوم پټپټونی کويدبنجاري خورجين
لس شل دېرش په لوبه کې
قو مهاجر مرغۀ د بنجاري خورجين
مهاجر مرغۀ
يوهېجايي کلمې دبنجاري خورجين
يوهېجايي کلمې
جنترۍدبنجاري خورجين
جنتري
ستنېدبنجاري خورجين
د تار او ستنې کيسۍ
هوسۍدبنجاري خورجين
هوسۍ
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>