|
د بنجاري خورجين : مهاجر مرغۀ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دليلا د نانځکې واده و. په دې وخت کې وحيد هم راغی چې ليلا ډېره خوشحاله شوه، خو له خپلې ګاونډۍ نجلۍ څخه يې ګيله وکړه چې هيڅکله يې د نانځکې واده ته نۀ ده راغلې. وحيد په غرور د ملګرتيا په کارونو کې ځان تکړه وښود او د ګاونډۍ نجلۍ نوم يې وپوښت، ځکه چې په نوموړي کور کې ډېرې نجونې وې. خو ليلا نه پوهېده چې دګاونډي په نجونو کې د هغې دهمزولې نوم څه دی؟ ملالۍ ده که ګلالۍ؟ دې په دې باب چورت واهه چې په دې وخت کې بنجاره راغی. بنجاره ليلا ته وويل، چې کله له نوموړې نجلۍ سره مخامخ شوې نو د نوم پوښتنه يې وکړه، پخپله به يې درته ووايي.
ليلا هم دا کار سم ګاڼه او بنجاري ته يې وويل چې څه شی دي راوړي دي؟ بنجاري وويل چې، يوه کيسۍ يا چستان مې درته راوړی دی. که تاسي کيسۍ په غور واورئ نو کولای شي چې ځواب يې پخپله په کيسۍ کې پيدا کړي، ځکه هره کيسۍ ځواب په خپل ځان کې لري. بنجاري وويل کيسۍ داسې ده چې، د جمشېد مور درې زامن لري، د يوه زوی نوم يې فريد او د بل زوی نوم يې حميد دی. د دريم زوی نوم يې څه شی دی؟ وحيد حيران شو چې دوی نو څه پوهېږي چې ددريم زوی نوم به يې څه وي؟ هغوی خو ددوی خپلوان هم نه دي. بنجاري کيسۍ يو ځل بيا ورته تکرار کړه . په دې وخت کې دليلا پام شو چې، کيسۍ خو پخپله وايي چې، د جمشېد مور، نو د دريم زوی نوم يې خامخا جمشېد دی. تردې وروسته د وحيد هم دې خبرې ته پام شو او د ليلا خبره يې تاييد کړه. بنجاري دواړوته آفرين ووايه، يوه يوه پوکاڼه يې تحفه ورکړه او خپله بل کلي ته ولاړ.
د بنجاري د ټکټکي دغږ په اورېدو ماشومان خوشحاله شول، ورمنډه يې کړه او تر روغبړ وروسته يې پام شوچې، له بنجاره سره يو مرغه هم راغلی دی. فرېدې دغه مرغه قاز وباله خو عظيم ويل چې نه، دا قو دی. بنجاري د عظيم خبره تاييده کړه او ويې ويل چې، که څه هم دا مرغه قاز ته ډېر ورته دی خو قاز نه دی. بنجاري له عظيم څخه وپوښتل چې ته له کومه پوه شوې چې دا قو دی؟ هغۀ وويل چې موږ په کور کې د قو دبڼکو بالښت لرو، اوس چې مې د قو پر بڼکو لاس تېرکړ، نو پوه شوم چې دا قو دی . بنجاري تاييد کړه چې د قو له بڼکو په رښتيا هم خلک بالښت جوړوي، بل داچې قو لوړه غاړه او اوږده ټونګه يا مښوکه لري. عظيم دخپل پلار له خولې وويل چې قو چنجيان خوري. بنجاري دا خبره هم تاييد کړه چې قو چنجيان خوري او زياته يې کړه چې د اوبو واښه هم خوري او په مښوکه يې آن له بېخه راباسي.
ماشومانو داسې فکر کاوه چې قو به يوازي په اوبو کې ژوند کوي. بنجاري روښانه کړه چې د هيليو غوندې هم په وچه او هم په اوبو کې ژوند کوي خو هګۍ په وچه کې اچوي. ماشومانو وپوښتل چې وطن يې چيري دی؟ بنجاري څرګنده کړه چې مشخص ځای نه لري، له برابرې هوا سره يوې او بلې خواته ځي، يانې ډېره توده او ډېره سړه هوا يې نه ده خوښه. ماشومان خوښ شول چې، د قو په باب يې ډېر څه زده کړل. هماغه و چې ټول معلومات يې بنجاري ته تکرار کړل. بنجاري د هغوئ پوهه وستايله او له خورجينې څخه يې يويو پلاستيکي قو تحفه ورکړ اوخپله بلې کوڅې ته ولاړ. |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||