|
دبنجاري خورجين: دقلم ترانه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
سرور فوزيې ته يوقلم وروښود. هغې ته د قلم په ليدو هغه ترانه ور په زړه شوه چې، نوې يې زده کړې وه. په دې وخت کې بنجاره پر آس سپور راورسېد. ماشومانو دهغه د آس د ښکلا او چاغښت ستاينه وکړه . بنجاره تر روغبړ وروسته وويل چې، څه مو سره ويل؟ ماشومانو هغه ته د ترانې يادونه وکړه. سرور وويل چې، فوزيې د قلم په باب يوه نوې ترانه زده کړې ده، اوس به يې راته ووايي. بنجاره په دې خبره ډېرخوشاليږي اوله فوزيې څخه يې غواړي چې، ترانه ووايي. فوزيه يې هم د بنجاره خبره مني او داترانه پيلوي: خلک مابولي قلم _ اوږد نری بدن لرم
د سرور او بنجاره ترانه ډېره خوښه شوه او دوی يې هم په ويلو پيل وکړ. لومړی يې څو تېروتنې وکړې خو د فوزيې په مرسته يې بېرته سمه وويله. بيا بنجاره له خپل خورجين څخه يوه چمبه راوايستله او په ګډه يې ترانه وويله. تر دې وروسته بنجاره له خپل جادويي خورجين څخه يو يو قلم ماشومانو ته په تحفه کې ورکړ اوخپله بلې کوڅې ته ولاړ. دريڅه خانو او نازو ته يې مور پيسې ورکړې چې، د ترور کره يې يوسي. په لاره کې نازو خانو ته وويل چې، پام کوه چې، پيسې درڅخه ورکې نه شي. خانو وويل چې، راشه دا پيسې وګوروچې، څودي؟ خانو يو سلګون راپورته کړ او ويې ويل چې، نوري پيسې توري (ميده) دي، نه پوهېږم چې، ټولي به څو وي؟ خانو وويل چې، دا يې يو او دايې سل. دايې دوه او دايې سل.
په دې وخت کې بنجاره راغی اوماشومانو ورته وويل چې، موږ غواړو خپلې پيسې وشمېرو. بنجاره پر سلګون يوه، يوه افغانۍ ورزياته کړه او ويې ويل: ”کله چې، حساب ترسلو واوړي نوسل مخکې اويو، يو ورباندي زياتېږي، لکه يوسلو يو، يوسلو دوه، يوسلو درې اوداسې نور. دادی ستاسې ټولې پيسې يوسلو لس افغانۍ شوې. بيا ماشومانو خپلې پيسې خپله وشمېرلې، خو څوځايه يې تېروتنې وکړې. وروسته يې پام شو او پرسلو يې يو، يو ورزياتاوه. بنجاره هغوی وستايل، دواړوته يې يوه يوه پوکاڼۍ ډالۍ ورکړه او خپله بلې کوڅې ته ولاړ. دريڅه ولي، شملې ته خپله چرګه وستايله چې، ډېرې هګۍ اچوي. شملې وخندل اوويې ويل چې، ماته دې يوه ټوکه راياده کړه.
ولي وويل چې، ويې وايه! شملې لاټوکه پيل کړې نه وه چې، په دې وخت کې بنجاره راغی. بنجاره هم وغوښتل چې، ټوکه واوري. شملې وويل چې، يوې نجلۍ بلې نجلۍ ته دخپلې چرګې صفتونه کول چې، هره ورځ يوه هګۍ اچوي. يوه ورځ چې، جمعه وه، يوه نجلۍ د چرګې والا نجلۍ کره ورغله. تر ماځيګره يې وليدل چې، چرګې هګۍ وا نه چوله. نجلۍ وويل چې، تا خو ويل زما چرګه هره ورځ هګۍ اچوي، نن خويې وانه چوله. هغې بلې نجلۍ ورته وويل چې، ته څومره ناپوه يې، نن جمعه ده، جمعه خو رخصتي وي. پر دې ټوکه ټولو وخندل. بنجاره په خندا ماشومانو ته وويل چې، دغسي نوري ټوکې هم پيدا اوله خپلو ملګرو سره يې په ګډه وواست. ماشومانو هم دغه خبره ومنله او بنجاره بل کلي ته ولاړ. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||