BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 06:36 گرينويچ 2007 ,01 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دبنجاره خورجين: د هندواڼې ترانه

هنداوڼې، جوار او بنگړي

وارث اوګل غوټۍ په پالېز کې هندواڼه لټوي، ګل غوټۍ هڅه کوي چې د هندواڼې په باب يوه سندره ووايي. په دې وخت کې بنجاره د ټکټکي له غږولوسره يو ځای راځي.

بنجاره ويني چې ماشومان غواړي د هندواڼې په هکله يوه سندره ووايي خو نه يې شي پيدا کولای، بنجاره هغوی ته وايي چې دده دغه ډول سندره زده ده.

وارث اوګل غوټۍ په خوښۍ د سندرې اورېدل غواړي. بنجاري هغوی له پالېزه وتلو ته ور بولي اوبيا له ماشومانو نه غواړي چې لاسونه سره ورکړي او د سندرې په ويلوسره پرخپل ځای وڅرخېږي چې هغوى يې هم دغه وړانديز مني اوسندره داسې پيل کوي:

پالېزکې هندواڼې دي ___ وړې لکه مڼې دي ___ پخې نه دي اومې دي
باغوان کاکا مې وايي چې، پخېږي په خپل وار ___ زما ورته تلوار

چې غټې شي پخې شي ___ په منځ کې تکې سرې شي ___ له شاتو نه خوږې شي

تور زړي په کې ښکاري هره خوا قطار قطار ___ زماورته تلوار.

هندواڼه
زما په لاس کــې هنــدواڼه ده _ وړه لـــکه مـــڼه ده پــــخـه نــــه ده اومــــه ده.

ماشومان د ترانې د ويلو هڅه کوي چې تر يوڅو غلطيو وروسته يې زده کوي خوتر دې دمه يې بنجاره په څرخولو څرخولو ستړی کړی وي.

وروسته ماشومان په ګډه د سندرې تکرارول غواړي، بنجاري له ستړيا سره سره د هغوی خبره مني او تر سندرې ويلو وروسته بل کلي ته ځي.

شېرينه او ثريا لوبې کوي، د ثريا د شيرينې بنګړو ته پام کيږي او”شنه بنګړي دې مات شه“ سندره ورته وايي، وروسته پوښتي چې بنګړي يې څو دانې دي؟ شيرينه وايي چې (٢٥) دانې.

ثريا پوښتي چې هغه څه پوه شوه چې بنګړي پنځه ويشت دانې دي؟ شيرينه د خپلې خبرې د ثابتولو لپاره پنځه بنګړي بېلوي، وروسته پنځه نورهم ورباندې زياتوي او وايي دا يې لس.

خو ثريا يې نه مني، وايي نهه کيږي. په دې کې بنجاره راځي اود لانجې د اوارۍ لپاره بنګړي ورباندې يو يو شمېري، ويني چې لس کيږي، ثريا په غرور وايي چې د پنځو زياتول يې زده دي.

شيرينې ته زور ورکوي او پوښتي چې څه دې وويل، که پرلسو پنځه زيات شي څوکېږي؟ همداسې يو له بل نه تر٢٠+٥=٢٥پورې پوښتنې کوي.

بنگړي
 ثريا له شيرينې پوښتي چې هغه څه پوه شوه چې بنګړي يې پنځه ويشت دانې دي؟ شيرينه د خپلې خبرې د ثابتولو لپاره پنځه بنګړي بېلوي، وروسته پنځه نورهم ورباندې زياتوي.

په پيل کې دواړه غلطي کوي، خو وروسته يې د بنجاره په مرسته سموي اوپه تکرار ډول ټول ځوابونه سم وايي.

بنجاره د هغوی پوهه ستايي، يوه يوه ږمنځه تحفه ورکوي او بل کلي ته ځي.

سايمه د جوارو په پټي کې ګرځي، غواړي جواري وشکوي چې مور يې ورته وريته (نينې) کړي، په دې وخت کې قاهر راځي او له سايمې څخه پوښتي چې په جوارو څه کوې؟

هغه وايي چې پرته له نينو کړيو جوارو او سوکړک (سوړسک) نو له جوارو بل څه شی جوړيږي؟ قاهر وايي چې له جوارو ډېر شيان جوړيږي، خوسايمه يې نه مني.

په دې وخت کې بنجاره راځي او تر روغبړ وروسته د لانجې په اړه تر خبرېدو وروسته د قاهر خبره تائيدوي.

وروسته سايمه ورنه غواړي چې د هغو شيانو نومونه واخلي چې له جوارو نه جوړېږي.

د جوارو پټى، جوار او غوړي
د جوارو څخه د جوارو د نينې، غوړي، کيک او داسې نور شيان جوړيږي.

بنجاره او قاهر په ګډه د ايشول شويو جوارو، پليو، د جوارو د نينو، د فرني دپوډرو، غوړيو، روټ، کيک اوکلچو نومونه اخلي چې له جوارو نه جوړيږي .

همدارنګه بنجاره زياتوي چې جوار په ډيرو سيمو کې د غنمو د حاصلاتو له ټولولو وروسته کرل کېږي.

سايمه د دغو معلوماتو د تر لاسه کولو له امله خوښي څرګندوي او تکراروي يې.

وروسته بنجاره له خورجينې نه يو، يو پوخ شوی جوار، تحفه ورکوي اوله ماشومانو څخه غواړي چې له خپلومېندو وپوښتي چې هغوی له جواروکوم ډول خواړه جوړوي.

 د شيدو وريجېدبنجاره خورجين
شيربرنج
ضرب زبانيد بنجاره خورجين
درې هيجايي کلمې
وړه نجلۍد بنجاره خورجين
توري جنګول
مترد بنجاره خورجين
متر
بادامد بنجارې خورجين
بادام
د بنجاري خورجين: کوچۍ نجلۍد بنجاري خورجين
کوچۍ نجلۍ
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>