BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 12:56 گرينويچ 2007 ,18 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دبنجاره خورجين: شيربرنج

د شيدو وريجې

له بنجاره سره سوی ملګری وي اوکلي ته راځي، ماشومان ورمنډه کوي او د سوی په ليدو ډېرخوشحاله کېږي.

له بنجاره نه پوښتي چې، څه يې راوړي دي؟ بنجاره سوی ته اشاره کوي چې، ده درته کيسۍ (چستان) راوړی دی.

ماشومان په خوښۍ د کيسۍ اورېدل غواړي، سوی وايي چې، کيسۍ خو وايم، مګر هر چا چې، سم ځواب راکړ يوه ښه ډالۍ به هم تر لاسه کړي.

ماشومان يې هم په خوشحالۍ مني. سوی وايي: ”له مړي نه ژوندی پيدا کېږي او له ژوندي نه مړی – زړه مې دې خبرې وړی“

په پيل کې دواړه ماشومان غلطي کوي. وروسته بنجاره او ماشومان کيسۍ تکراروي، خو ماشومان بيا هم سم ځواب نه شي موندلای.

بنجاره له سوی سره په ګډه د دغه شي نښې وايي او زياتوي چې، د هر چا په کور کې پيدا کېږي.

هغه څه شى دى؟
سوى، چرگه او هگۍ
 له مړي نه ژوندی پيدا کېږي او له ژوندي نه مړی – زړه مې دې خبرې وړی
سوى

ماشومان يې کاسه او پياله ګڼي. خو بنجاره بياهم دغه ځواب سم نه بولي. ماشومان يې بله نښه هم غواړي، بنجاره وايي چې، دا داسې دوه شيان دي، چې خوړل کيږي.

مريمه يې پيدا کوي، وايي چې، چرګه او هګۍ ده. بنجاره ځواب سم ګڼي او له خپل جادويي خورجين څخه يوه يوه دانه پلاسټيکي چرګه تحفه ورکوي او خپله بلې کوڅې ته ځي.

محبوبه مېلې ته د سارا او جلال په راتګ خوښي څرګندوي او زياتوي چې، ما ايشېدلي کچالو او کشمش نخود مې هم راوړي دي.

سارا وايي چې، ما يو قاب شير برنج ( دشيدو وريجي) راوړی دی او جلال وايي چې، ما بسکېټ راوړي دي.

محبوبه د شيربرنج له قاب څخه يوه مړۍ (ګوله) اخلي او تر خوړلو وروسته يې خوند ستايي. په دې وخت کې بنجاره له سوی سره راڅرګنديږي او غږ کوي:

صبر وکړئ چې، زه يې هم درسره وخورم. ماشومان يې هم په خوښۍ خوړلو ته ور بولي.

په دې وخت کې له محبوبې سره دا پوښتنه پيداکيږي چې، شيربرنج له څه شي څخه جوړيږي؟

سارا د مور له خولې وايي چې، له وريجو شيدو او غوړيو څخه جوړيږي. سوی په ټوکو د بورې او دېګ يادونه کوي چې، ټول ورباندې خاندي.

شيربرنج
شيربرنج له وريجو، شيدو او غوړيو نه جوړيږي

جلال وايي چې، هېل (لاچي) هم ورلويږي. بنجاره وايي چې، ځينې خلک يې په همدې خاطر د شيدو وريجې بولي چې، شيدې او وريجې پکې وي.

شيربرنج هم په فارسي ژبه کې د شيدو او وريجو مانا لري. بنجاره وايي چې، تاسي خپله مېله وکړئ زه به بل کلي ته ولاړ شم .

د بلقيسې او فردوس پام د ټکټکي غږ ته ور اوړي او د بنجاره او سوی په ليدو خوشحالي څرګندوي. تر روغبړ وروسته له بنجاره څخه غواړي چې، هغوی ته يوه ټوکه ووايي. بنجاره وايي چې، سوی به ټوکه درته ووايي.

بيا سوی دخندا له صندوقچې څخه دا ټوکه ور اوروي: ملانصرالدين له خپل زوی سره پر بام کاغذ باد يا پتنګ الوزاوه، کله چې، د کاغذباد کشولو پر مهال پر شا راغی نو لاندې د ګاونډيانو کره ور ولوېده.

زوی يې په پلار پسې د ګاونډيانو کره ورغی. دګاونډيانو يوې بوډۍ ښځې دروازه ور خلاصه کړه، هلک وويل چې، زه په خپل پلار پسې راغلی يم.

بوډۍ ښځې ورته وويل چې، پلار خو دې لکه کاغذ باد ازاد شوی او موږ نيولی دی، هغه اوس زموږ شو، بېرته يې نه درکوو.

ضرب زبانيد بنجاره خورجين
درې هيجايي کلمې
وړه نجلۍد بنجاره خورجين
توري جنګول
مترد بنجاره خورجين
متر
بادامد بنجارې خورجين
بادام
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>