BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 08:59 گرينويچ 2007 ,04 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د بنجاره خورجين: درې هيجايي کلمې

بنجاري او ماشومان په درې هيجايي کلمې او د دريو په ضرب زباني پوهوي

نسيمه او بشيرچې، زردالو خوري پردې غږيږي چې، بنجاره ماماويلي وه چې، هر نوم په ويلو کې څو برخې يا غږونه لري. ماشومان يو له بله پوښتي چې، د زردالو نوم څو برخې لري؟

دواړه د زردالو نوم په خوله داسې وايي چې، له هر غږ سره لاسونه يو له بل سره ټکوي.

يوه دوې او بله درې برخې خيژي. د دوی لانجه وي چې، بنجاره راځي او د زردالو کلمه درې هيجايي بولي.

ماشومان غواړي چې، د سيالۍ په ډول همداسې نور نومونه هم پيدا کړي. بنجاره دغه کار سم ګڼي او هغوی د لوبې پيل کولو ته ور بولي. ماشومان په پيل کې غلطي کوي

بشير د خپل ورور عبدالواسع نوم درې غږيز بولي، خو بنجاره د لاسونو د پړکولو په مرسته ثابتوي چې، دا نوم درې نه، بلکې څلور برخې لري.

مردکې
ماشومان درې مردکې را اخلي او پر پنځه لسو يويو ور زياتوي، دوی ته څرګنديږي چې، شپږ درې اته لس کيږي.

ماشومان پوهيږي او وروسته د هندواڼې، نانځکې، واليبال اوپتاسې نومونه اخلي چې، درې هيجايي دي.

بنجاره د ماشومانو دغه کار ستايي او يوه يوه لپه جلغوزې تحفه ورکوي، د ماشومانو پام کيږي چې، د جلغوزې نوم هم درې برخې يا غږونه لري .

بنجاره دا خبره هم سمه ګڼي او له ماشومانو څخه غواړي چې، له خپلو نورو ملګرو سره د مېوو نور دغسي نومونه پيداکړي چې، درې برخې يا غږونه ولري. ماشومان هم دغه خبره مني او بنجاره بلې کوڅې ته ځي.

ميرويس او اکبر يوبل ته خپلې مردکې يا تشلې ورښيي چې، څـومره ډېرې يې ګټلي دي، وروسته يو له بله پوښتي چې د چا مردکې ډېرې دي؟

دوی د دې لپاره درې، درې بېلوي چې د يوه شپږ ډېرۍ کيږي او د بل دا لس. دوی پوهېږي چې دلسو ډېرۍ ترشپږو ډېره ده خو نه پوهېږي چې د هر يوه دا څو دانې دي؟

دوی ته ور يادېږي چې، بنجاره ورته تريوځايه د دريو ضرب زباني ښوولې وه. کله چې د دريو ضرب زباني پيل کوي تر 15=5x3 پورې يې سم وايي، خو د شپږ ځلي دريو په ځواب کې د دواړو اختلاف وي.

بنجاري او ماشومان
بنجاري ماشومانو ته درې هيجايي کلمو لکه د هندواڼې، نانځکې... ورزده کوي.

په دې وخت کې بنجاره د ټکټکي له څرخولو سره راځې او تر روغبړ وروسته ځان له موضوع نه خبروي.

وروسته ماشومانو ته وايي چې، درې پر پنځلسو باندي واچوئ خپله معلوميږي، چې شپږ ځلي درې څو کيږي.

ماشومان هم درې مردکې را اخلي او پر پنځه لسو يويو ور زياتوي، دوی ته څرګنديږي چې، شپږ درې اته لس کيږي، دوی همداسي دريو دريو زياتولو ته دوام ورکوي او تر لس درې دېرشو يې پيداکوي.

وروسته يې دضرب زبانۍ په توګه وايي، په پيل کې لږ غلطي کوي خو، دويم ځل يې بې غلطۍ وايي.

بنجاره د هغوی زده کړه ستايي او يو يو توپ په تحفه کې ورکوي، همدارنګه ورڅخه غواړي چې، دا ضرب زباني خپلوملګرو ته هم وواياست چې، دهغوی هم زده شي.

وړه نجلۍد بنجاره خورجين
توري جنګول
مترد بنجاره خورجين
متر
بادامد بنجارې خورجين
بادام
د بنجاره خورجيند بنجاره خورجين
زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکى
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>