محمد آصف عمر
|  |
ښاپېرۍ اوحسين دوه ماشومان ويني چې، له څاه نه اوبه راباسي، ښاپېرۍ وايي چې هغه بېچاره سلواغه څنګه په سختۍ راپورته کوي، خوحسين هغوی کمزوري ګڼي. په دې وخت کې بنجاره راځي او وايي چې ډکه سلواغه (بوکه) په رښتيا په سختۍ جګيږي، وروسته بنجاره (په خنداځي، په ژړا راځي) کيسۍ (چستان) وايي. ماشومان يې تر څو غلطيووروسته پيدا کوي، بنجاره دهغوی پوهه ستايي اوښاپېرۍ ته يوه ږمنځ اوحسين ته يوتوپ تحفه ورکوي او خپله بلې کوڅې ته ځي. د ماشومانو په ګڼه ګوڼه کې دوه ماشومان پخپلوکې سره غږيږي. وږمه ظاهر ته وايي چې، پلار ورته يومتر څادر راوړی دی، دا ځل به ورته ووايي چې، يومتر تار هم ورته راوړي چې څنډې يې وګنډي .  |   په متر هغه شيان اندازه کيږي چې، خلک يې د اوږدوالي له مخې اخلي، لکه ټوکر، پړی او داسي نور  بنجاره |
ظاهر وايي چې تار په کلوله اخيستل کيږي، خو وږمه يې نه مني، د دوی لا لانجه وي چې، بنجاره راځي او له خورجينې يو متر راباسي. بنجاره وايي، په متر هغه شيان اندازه کيږي چې، خلک يې د اوږدوالي له مخې اخلي، لکه ټوکر، پړی او داسي نور. دی وايي چې، متر په ټوله نړۍ کې يوه اندازه اوږد دی. وروسته بنجاره د ماشومانو د ډېرې لېوالتيا له امله له هغوی غواړي، د داسې شيانو نومونه واخلي چې، په متر اخيستل کيږي. ماشومان په پيل کې غلطي کوي خو وروسته د پړي، دغولکې د ربړ، دبرق مزی او جامو د کشک يادونه کوي، بنجاره ورته يو يو د لوبو دوه متره پړی تحفه ورکوي اوخپله بل کلي ته ځي. رسول او زرمينه خاندي او وايي چې دا فيل مرغان لکه چې يوبل ته ټوکې وايي، ځکه کله چې، يو غږ پورته کړي دا نور ورپسې وخاندي. په دې وخت کې بنجاره راځي او دماشومانو پر دې خبرو خاندي. زرمينه يوه ټوکه وايي چې: يوه هلک د بل هلک نه پوښتنه وکړه چې، فيل مرغ څنګه پيدا شوی دی؟ هغه ورته وويل چې، د فيل هګۍ يې تر يو مرغه لاندې کېښودله او فيل مرغ ترې پيدا شو. پردې ټوکه ماشومان اوبنجاره خاندي. |