|
د بنجاري خورجين: کوچۍ نجلۍ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
حميده يوه ښکلې وړه نجلۍ ده چې شين کميس، سور ټکرى او تورې کلوشې يې په پښو دي دخپلوخورلڼو په لټه د رموپه منځ کې په منډه منډه د کوچيانو د کېږديو په لوردرومي. حميده په داسې حال کې چې ډيره ستړې شوې او ستميږي خپلو خورلڼو هيلې ، رڼا او هوسۍ ته يې د بنجاري د راتګ زيرى راوړى. ټولې په خوښۍ د بنجاري ليدو ته ورځي، چيرې چې نور ماشومان هم د بنجاري د خوږوخبرو او سوغاتونو د ترلاسه کولو انتظار باسي. له بنجاري سره تر روغبړ وروسته هيله، خپله نوې خورلڼه ، بنجاري ته ورپېژني. هيله د بنجاري د يوې پوښتنې په ځواب کې په کوچيانۍ لهجه وايي : (( موږ کوچيان يوو يواځې د څو مياشتو له پاره مو په دې نزدې ځايونو کې کډې اړولې دي.)) بنجاري هيلې ته ښه راغلاست وايي او له خورجينې څخه ورته يو درجن بنګړي د سوغات په توګه ورکوي. هيله د بنجاري د غټې خورجينې او زيات شمير سوغاتونوپه لېدو حيرانيږي او له بنجاري پوښتي چې په خورجينې کې يې کوم،کوم شيان راوړي دي؟
بنجاري په خندا او خوښۍ وايي : سره او شنه ، ددنيا واړه خواړه،ته وايه ښه، په خورجين کې شته هر څه. ماشومان د خوښۍ خنداګانې کوي او بنجاري له هيلې څخه پوښتي چې هغې څه سوغات له ځان سره راوړى دى؟ هيله سر ټيټ اچوي او ورو حميدې ته وايي : (( موږ خو کوچيان يوو ، د سوغات له پاره را سره څه نسته ، که تاسې را سره ملګرتيا کوئ نو زه به يوه بدله تاسو، بنجاري او نورو ماشومانو ته ووايم.)) د هيلې دا خبره د ټولو خوښيږي او په ګډه دا سندره وايي : د کوچيانو ميرې ، په قدم ورو ، ورو ،ګل دې په اوربل ايښى دى دکشمالو اوښانو بيا غاړې کږې کړې د کوچيانو ميرې ګل دې په اوربل ايښى دى د شين خاليو کډې بل وطن ته ځينه د کوچيانو ميرې په قدم ورو ورو ګل دې په اوربل ايښى دى د کشمالو. په پاى کې ټول هيلې ته چک چکې وهي او د هغې سندره ډيره خوښوي. بنجاري له هيلې غواړي چې دا سندره له ماشومانوسره بيا ووايي چې دهغوى هم زده شي او خپله خورجين پورته کوي او دبل کلي په لور روانيږي. کله چې په بل کلي کې ماشومان د بنجاري د ټکټکي اواز اوري، له هرډول کارونولاس اخلي او په خوښۍ د بنجاري په لور وردرومي.
ماشومان ټول د بنجاري په شاوخوا راټوليږي او سترګې يې خورجينې ته نيولې وي او پوښتي چې بنجاري ورته څه راوړي دي؟ بنجاري په داسې حال کې چې د ماشومانو سترګوته ګوري له خورجنيې څخه يوه ټوکرۍ هګۍ را باسي. وروسته بيا بنجارى له ماشومانو پوښتي : (( آيا هګۍ مو خوښيږي؟ )) ټول ماشومان په يوه غږ وايي چې هګۍ يې خوښيږي. يوه نجلۍ چې رونا نوميږي وايي چې مور يې ورته هره ورځ هګۍ په غوړيو کې پخوي، خو بل ماشوم بيا وايي چې اېشېدلې هګۍ يې ډېره خوښيږي. بنجاري وايي چې د هغه د هګيو شکنه ډيره خوښيږي. بنجاري ماشومانو ته وايي چې له دې مالوميږي چې د هغوى هګۍ ډيرې خوښيږي خو آيا دهګيو په ګټه هم پوهيږي او که نه ؟ ماشومان يوبل ته حيران ، حيران ګوري، خو رونا وايي : ((بنجاري ماما! هګۍ سړي ته خوند ورکوي او مړوي يې )) ، خو کله چې بنجاري د نورو مالوماتو غوښتونکى کيږي ، ماشومان غلي کيږي. بنجاري وايي چې د هګيو خوړل برسيره پردې چې خوند لري او سړى مړوي، داچې د کلسيمو درلودونکي دي د انسان د وجود هډوکو ، غاښونو او وريو ته ډيرې ګټورې دي اود نوکانو د ماتيدو مخنيوى کوي. يو بل کوچنى هلک چې احمد نوميږي وايي ، چې د هغه د هګۍ سپين هيڅ نه خوښيږي ، يواځې د هګۍ ژيړ خوري. بنجاري وايي چې د هګۍ سپين او ژيړ دواړه ګټور دي خو مهمه خبره د هګيو خوښول دي چې خوسا يا خرابې نه وي . موشومان پوښتي چې هغوى څرنګه کولاى شي د تازه او خوسا هګيو تر منځ توپير وکړي؟
بنجاري د خپلو خبرو د اثبات له پاره په يوه لوښي کې اوبه اچوي او وروسته پکې يو څو دانې هګۍ اچوي، او له ماشومانو پوښتي چې په اوبو کې هګۍ په کوم حالت کې ويني؟ماشومان وايي چې هغوى هګۍ په دوو حالتونو کې ويني: د اوبو په بيخ او د اوبو په سر. بنجاري وايي هغه هګۍ چې داوبو پر سر والاړې دي هغه خوسا هګۍ دي او هغه هګۍ چې د اوبو په بيخ کې ناستې دي هغه تازه يا جوړې هګۍ دي،ځکه تازه هګۍ نسبت خوساهګيو ته درندې وي ، نو ځکه داوبو سرته نه راخيژي. احمد ددې تجربې له سرته رسولو وروسته ټينګار کوي چې د خوسا او تازه هګيو په پيژندنه کې به له دې وروسته دقيق و اوسي.بنجاري له هګيو ډکه ټوکرۍ ماشومانوته د سوغات په توګه ورکوي تر څو د خپلو نورو ملګرو سره په شريکه د خوسا او تازه هګيو د بيلولو او پيژندلو تجربه پرې تکرار کړي. رونا هم د بنجاري خبرې مني او ځي تر څو ميله جوړه کړي او دخپلو خورلڼو په مرسته تازه هګۍ تفکيک او په ميله کې يې پخې کړي. بنجاري هم خورجين شاته اچوي او د شپيلۍ په غږولو بلې کوڅې ته روانيږي. | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||