BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 12:30 گرينويچ 2007 ,13 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دبنجاره خورجين: توري جنګول
بنجاری او ماشومان

زمريالی او سپوږمۍ چې لس دانې دوه ګون سکې ورسره وي او په سودا پسې روان وي، وايي چې مور يې ورته و نه ويل چې دا څو افغانۍ دي؟

بلکې يوازي يې دومره ورته وويل چې د همدغو پيسو نخود راوړئ! نو اوس دا لس دوه ګون سکې څو روپۍ کېږي؟ هغوی يو يو دانه دوه ګون سره يوځای کوي او يوه يوه افغانۍ شمېري.

په دې وخت کې بنجاره راځي او هغوی په لنډ ډول شمېرنې ته وربولي چې هغه د دوو ضرب زباني ده.

ماشومانو ته وريادېږي چې بنجاره ماما خو دوی ته د دوو ضرب زباني مخکې لاور زده کړې وه.

هغوی په ضرب زباني کې څوواره غلطي کوي خو يو د بل په مرسته يې بيرته جوړوي. په پای کې معلوميږي چې لس دوه ګوني شل افغانۍ کيږي .

وروسته ضرب زباني تکرار او بې غلطۍ وايي. بنجاره ورته يوه يوه لپه نخود تحفه ورکوي او بل کلي ته ځي.

ضرب زباني
 په لنډ ډول شمېرنې ته ضرب زباني وايي او لس دوه ګوني شل افغانۍ کيږي.
بنجاري

واحد خپلې سترګې پټوي او وايي چې زه څه شی نه وينم. له دې خبرې سره خاتمې ته د ړانده په هکله يوه ټوکه ور ياديږي.

په دې وخت کې بنجاره هم رارسيږي، خاتمه وايي چې يوه سوالګر نارې وهلې چې زه ړوند يم خيرات راکړئ!

يوچا ترې پوښتنه وکړه چې ته خو ړوند نه ښکارې، سړی به څنګه پوه شي چې ته ړوند يې؟ سوالګر ورته وويل چې هاغه ليري خر وينې؟ سړي وويل هو وينم يې.

سوالګر وويل چې زه هغه خر نه وينم. پر دې ټوکه ټول خاندي او بنجاره بل کلي ته ځي.

ماهره له کاظم سره ټوکې کوي چې د کاکا د ونې ټول توتان يې ټک وهلي خو کاظم په قهر پوښتي چې چا ويل؟

په دې وخت کې بنجاره راځي او د هغوی په خبرو کې هغه کليمې يادوي چې په الف ختميږي لکه ( کاکا ،ما، تا، نا) بنجاره زياتوي چې په دې کې يو ګډ توری دی.

بنجاري او ماشومان
بنجاري په خبرو کې، هغه کليمې يادوي چې په الف ختميږي لکه ( کاکا، ما ،تا، نا)

ماشومان تر غلطيو وروسته هغه پيدا کوي چې الف د ی. بنجاره روښانه کوي چې له الف سره غږ لوړيږي لکه له م سره الف ( ما) کيږي.

ماشومان يو دبل نه پوښتنې پيل کوي لکه: له (د) سره الف څنګه جنګول کيږي؟ ماشومان يو بل ته ځواب وايي چې ځينې غلطي هم کوي خو په پای کې ټول ځوابونه سم وايي.

بنجاره هغوی ستايي، يو يولاټو تحفه ورکوي او خپله بلې کوڅې ته ځي .

مترد بنجاره خورجين
متر
بادامد بنجارې خورجين
بادام
د بنجاري خورجين: کوچۍ نجلۍد بنجاري خورجين
کوچۍ نجلۍ
د بنجاري خورجين: آلوبخاراد بنجاري خورجين
آلوبخارا
د بنجاري خورجين: ماشومان او اخترىد بنجاري خورجين
ماشومان او اخترى
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>