|
د بنجاري خورجين : مشنګ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
وسيمه له وحيد څخه پوښتي چې چېري ځي؟ هغه وايي چې، خپلې خور، وزېرې ته تار راوړي . د وزيرې نوم د وسيمې ډېر خوښېږي او ستاينه يې کوي . وحيد په غرور د خپلو ټولوخويندو نومونه همداسې ښکلي ګڼي او زياتوي چې، يوه وجيهه، بله واحده او بله خور يې هم وزيره نومېږي. وسيمه په خوښۍ خپل نوم له هغوی سره يوشان بولي او دواړې خاندي. په دې وخت کې بنجاره راځي او تر روغبړ وروسته پوښتي چې، دا وجيهه او وزيره څوک دي چې، تاسې يې يادوئ. وحيد وايي چې، دا مې خويندې دي. بنجاره هم دغه نومونه ښکلي ګڼي او وايي چې، په دغو ټولو نومونوکې يوګډ غږ دی. ماشومان هک حيرانيږي چې، دا کوم غږ دی؟ بنجاره يې پوهوي چې، د دې نومونو په پيل کې د (و) د توري غږ دی. ماشومان د نورو داسې نومونو چې په سر کې يې د (و) غږ وي، پيدا کولو ته لېوالتيا څرګندوي. بنجاري له ماشومانو څخه غواړي چې، داسې نومونه پيداکړي چې د(و) غږي ولري.
ماشومان په پيل کې غلطي کوي، د مثال په توګه د جوارو او ثواب يادونه کوي. بنجاره وايي چې، د دغو نومونو په پيل کې د(و) توری نشته. تر دې وروسته ماشومان د وهاب، وطن، واسع ، واسکټ او وحيد نومونه پيدا کوي. بنجاره وايي چې، د دغو نومونو په پيل په رښتيا هم چې د (و) توری شته. بنجاره له ماشومانو غواړي چې، کله له خپلو ملګرو سره يوځای شول نو شاوخوادي وګوري او دڅلورو داسې شيانو نومونه دي پيدا کړي چې، په پيل کې يې د واو توری وي. تر دې وروسته بنجاره بلې کوڅې ته ځي. دريڅه شريفه کوم شی خوري، عبيد ورنه پو ښتي چې، څه شی خوري؟ شريفه د مشنګو د ډوډۍ نوم اخلي. په دې وخت کې بنجاره راځي او په خندا وايي چې، ګورئ ناځوانانو يوازې خوراک کوئ . شريفه بنجاره ته هم يوه ټوټه ورکوي. عبېد هېڅکله د مشنګو د ډوډۍ نوم نه وي اورېدلی. شريفه څرګندوي چې، مشنګ اوړه کېږي او بيا ډوډۍ ځنې پخېږي. عبيد پوښتي چې، له مشنګ څخه نور کوم شيان جوړېږي؟
شريفه او بنجاره په ګډه د مشنګو پيتي، پېرکيو په اوبوکې د اېشېدلو مشنګو نوم اخلي. دغه ډول د مشنګو د قورمې او د کوچې او وريجو يادونه کوي چې، مشنګ پکې اچول کېږي. عبيد حيرانيږي چې، له مشنګو څومره ډېرخواړه جوړېږي. خو افسوس چې، مشنګ مې تر اوسه نه دي ليدلي. په دې وخت کې بنجاره له خورجينې مشنګ راباسي. شريفه يې توربخن شين، نسواري او ژيړ رنګه بولي اوعبيدوايي چې، له ميو څخه لږ غټ دي . بنجاره ماشومانو ته له خپلې خورجينې څخه شريفې ته يوقيدک او عبيد ته يو شپېلک تحفه ورکوي او بيا بلې کوڅې ته ځي. دريڅه عبدالله بنجاره ته وايي چې زحل غواړي ټوکه ووايي. بنجاره يې مني او زحل داټوکه وايي: يوه ورځ يو چا له ملانصرالدين څخه خر وغوښت. ملانصرالدين ورته وويل چې، خر نشته. په دې وخت کې خره ناره سړي وويل چې، هغه دی خر خو په کورکې دی. ملانصرالدين ته درد ورغی، ويې ويل ته زما خبره منې که د خره؟ ټول خاندي اوبنجاره بلې کوڅې ته ځي. دريڅه واحد او شيلا په خوښۍ بنجاره ته ورمنډه کوي. شيلا له خورجينې دوې پوکاڼې خپله اخلي او درې واحد ته ورکوي، بياله بنجاره پوښتي چې، دا څو شولې؟ بنجاره وايي چې دا خو يو عبارتي سوال دی، ډېر اسانه حل کيږي.
ماشومان دعبارتي سوال په مانا نه پوهېږي. بنجاره د شيلا نه پوښتي چې، که درې پسونه ستا اوڅلور د واحد وي، ټول څو پسونه کېږي؟ نجلۍ ځواب غلطوي. بنجاره يې د ګوتو په مرسته شمېرلوته ور بولي. وروسته شيلا سم ځواب مومي او وايي چې، اووه پسونه کېږي. بنجاره له واحد نه پوښتي چې، که ته اووه دانې توپونه ولرې او درې نور زه درکړم، ټول څوکېږي؟ واحد وايي چې، لس کېږي او بيا شيلا ته وايي چې، که ته پنځه دانې بنګړي ولرې او څـلور دانې نور بنجاره ماما درکړي، ټول څـوکېږي؟ شيلا وايي چې (٩) کېږي. بيا شيلا له واحده پوښتي چې، که ته يوه چرګه ولرې، يوه ورځ څلور، بله ورځ دوې او دريمه ورځ بيخي هګۍ وانه چوي، ټولې څوهګۍکېږي؟ واحد وايي چې شپږ هګۍ کېږي. تر دې وروسته بنجاره د هغوی پوهه ستايي اوله هغوی سره خدای په اماني کوي . |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||