BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 08:08 گرينويچ 2007 ,09 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دبنجاري خورجين: جنتري

جنترۍ

بنجاره په خپلې همېشنۍ سندرې ويلو سره (بنجاره راغلی ډکه خورجينه) کلي ته راغی.

په دې وخت کې د ماشومانو د يوې ډلې، چې په هغه کې ساحل او سارا هم و، د بنجاره راتګ ته پام شو.

کله چې ماشومان بنجاره ته ورغلل، نو پام يې شو، چې له هغه سره يو سوی هم راغلی دی. ماشومان د سوی په ليدو ډېر خوښ شول او سوی هم د هغوی په ليدو خوښ شو.

ځکه يې نو هغوی ته له خورجينې څخه يوه يوه جنتري ډالۍ ورکړه.

سوی په پسپسکو بنجاري ته وويل چې ورته ووايم؟ بنجاره پوه نه شو، چې سوی څه غواړي؟

د جـنــــتري گټه!
 په جنترۍ کې کال او د کال مياشتې معلومېږي. دغه ډول د هرې مياشتې اوونۍ او د هرې اوونۍ ورځې هم معلومې وي.
ساحل

ماشومانو هم وغوښتل، چې دسوی په خبره پوه شي. بنجاره په خندا وويل، چې ما او سوی يوه نوې ترانه جوړه کړې ده، اوس سوی غواړي چې، هغه ترانه تاسې ته ووايي.

ماشومانو په ډېرې ليوالتيا دسندرې اورېدل وغوښتل. سوی هم په ترنم کې د (شين آسمان زرې زرې) پر طرز دا ترانه پيل کړه :

جـنــــتري خـــانې خـــــــــانې اخــــترونه لټومـه
ورځې مياشتې او اوونۍ پاڼې پاڼې اړومه

دوه ورځې پس مې ده کليزه
جـنــــتري خـــانې خـــــــــانې اخــــترونه لټومـه
ورځې مياشتې او اوونۍ پاڼې پاڼې اړومه

ماجنتري کې کړه پيدا خوشاله يمه
جـنــــتري خـــانې خـــــــــانې اخــــترونه لټومـه
ورځې مياشتې او اوونۍ پاڼې پاڼې اړومه

ماشومانو هم د ترانې ويلو هڅه وکړه، خو په پيل کې غلطي ځني وشوه،

جنترۍ
په جنتري کې د هرې مياشتې اوونۍ او د هرې اوونۍ ورځې هم معلومې وي.

چې وروسته يې دسوی او بنجاره په مرسته سمه وويله. وروسته بنجاره له خوجينې چمبه راوايستل او په ګډه يې ترانه وويله.

بنجاره وغوښتل، ولاړ شي، چې په دې وخت کې د سارايوه کليواله زېبا راښکاره شوه. سارا وويل، چې بنجاره ماما زېباته هم يوه جنتري ورکړه! بنجاره هغې ته هم يوه جنتري ورکړه.

زېباوويل، عکسونه به يې وګورم او ورورسته به يې زما مور په تناره کې وسوځوي.

ماشومان، سوی او بنجاره هيښ پاته شول، چې ولې يې سوځوې؟ زېبا وويل، چې جنتري نوڅه په درد خوري؟

بنجاره وويل، چې د جنترۍ له مخې سړی دمياشتې په پيلېدو او ختمېدو پوهېږي. سوی وويل چې سړی د اختر په وخت پوهېږي، چې کله به راځي. زېبا وويل، چې ماته مې مور په اختر کې جامې کوي.

ساحل وويل: دا دی اوس وګوره، چې مور دې څو ورځې وروسته جامې درته کوي؟

په جنترۍ کې کال او د کال مياشتې معلومېږي. دغه ډول د هرې مياشتې اوونۍ او د هرې اوونۍ ورځې هم معلومې وي.

 د جنترۍ له مخې سړی دمياشتې په پيلېدو او ختمېدو پوهېږي. سړی د اختر په وخت پوهېږي، چې کله به راځي.
بنجاري او سوی

بل داچې سړی د جمعې او رخصتيو په ورځو پوهېږي. تردې وروسته زېبا د جنترۍ په ارزښت پوهه شوه .په دې وخت کې ساحل ته يوه ټوکه وريادشول.

وايي چې، يوه ورځ يوهلک جنتري رانيوله، دوکاندار ورته وويل:

څه ډول جنتري درکړم، چې ډېر عکسونه ولري اوکه ډېرې پاڼې؟ هلک وويل: نه داسې جنتري راکړه، چې ډېرې جمعې او رخصتۍ ولري .

پر دې ټوکه ټولو وخندل. تردې وروسته بنجاره خورجين پر اوږه واخيست او بلې کوڅې ته ولاړ، چې له دې سره سم خپرونه پای ته ورسېده.

ستنېدبنجاري خورجين
د تار او ستنې کيسۍ
هوسۍدبنجاري خورجين
هوسۍ
قلمونهدبنجاري خورجين
دقلم ترانه
مشنګد بنجاري خورجين
مشنګ
هندواڼېدبنجاره خورجين
د هندواڼې ترانه
مايندژوند کيسې
وچ خوړ
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>